په بلوچستان کې د نا امنۍ پېښې په زیاتېدو دي. په تېرو ۲۴ ساعتو کې د بلوچستان په سر ښار کوټه او نورو سیمو کې په وسله وال بريدونو، چاودنو او نښتو کې د اېف سي دوه عسکر او درې ترهګر وژل شوي. اته تنه نور ټپي شوي هم دي. تفصيل د حفيظ شيراني په رپورټ کې
د بلوچستان او ټول پاکستان وکيلانو د اتم اګست 2016م د وکيلانو د وژنې په تعزيتي غونډه کې غوښتنه وکړه، "د پاکستان سپريم کورټ دې په اتم اګست 2016م د کوټې د وژل شوو وکیلانو د پېښې دپاره د جسټس قاضي فايز عيسا د کمېشن رپورټ عملي کړي". دوی وويل دغه رپورټ په سپريم کورټ کې پروت دی.
بلوچستان په تربت سیمه کې د ملګرې د ژغورنې لپاره شپږ همزولې نجونه اوبو ډوبې کړي دي. پوليس وايي پېښه د یکشنبې په ورځ د تربت د کیچ ضلعې کلګ ته څېرمه د کېچ سیند پر غاړه شوې ده چې ټولې اووه نجونه پکې مړې شوي دي.
د کوټې ښار د پوليسو په وينا، نن د چهار شنبې په سهار نامعلومو وسله والو يو بل پوليس اهلکار په ډزو وژلی دی. تحریک طالبان پاکستان او د لشکر جهنګوي په نوم ډلې د پوليس وژلو زمه واري منلې ده.
د بلوچستان صوبې په سر ښار کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال بريد شوی، د ټیم ساتونکي دوه پولیس اهلکار پکې وژل شوي دي. په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.
په خېبر پښتونخوا او د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د ترهګرۍ او نا امنۍ د تازه پېښو پرضد پښتون ملتپاله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ مخې ته یوه احتجاجي مظاهره کړې او د ترهګریزو پېښو د مخ نیوي غوښتنه یې کړې.
د بلوچستان په پښتني سيمو شېرانی او ږوب کې د ناامنۍ د تازه پېښو پر ضد لويه قبايلي جرګه په ږوب ښار کې را جوړه شوې. د جرګې د موخې او غوښتنو تفصيل معلومولو لپاره د ډيوه همکارحفيظ الله ستوری شېراني له هم هغه مېدانه حال راکوي چېري چې جرګه روانه ده. راځئ چې په ګډه سره يې وګورو.
د چهار شنبې په سهار د ږوب پر پوځي چاوڼۍ د شوي وسله وال برید مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړې شوې، نن په پنجشنبه د ږوب ښار حالات عادي وو، خو و د کمشنر ږوب ډويژن د دفتر مخې ته احتجاجي پرلت له دوو اوونيو تېرېدو څخه روان دی د امنیت غوښتنه کوي.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په شېراني ضلع کې په يو وسله وال بريد کې د وژل شوو پولیسو جسدونه د ژوب د کمشنر د دفتر مخې ته راوړل شوي، سياسي ګوندونو او ځايي خلکو د پېښې ضد احتجاجي پرلت پېل کړی دی.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت ښار کې د امنتي ځواکونو په قافله ښځې ځانمرګي بريد کړی یو عسکر یې وژلی، درې ژوبل شوي دي،
نور کتل