د پنجاب وزیراعلی د نور فاطمې د وژنې په ضد د خلکو د احتجاج او هړتال په نتیجه کې د پېښې د پلټنې امر کړی خو د هغې د وژنې په تور تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.
اسلام اباد ته په دوو اوونیو کې دویم افغان پلاوی رسېدلی دی، چې د دې هېواد له چارواکو سره د امن او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عملي ګامونو اخیستلو پر دویم پړاو د خبرو په ترڅ کې ځینو موافقو ته رسېدلي دي.
په پنجاب پوهنتون کې د پښتونخوا او بلوچستان زده کوونکي اکثر شکایت کوي چې په دې پوهنتون کې د زده کوونکو یو مذهبي سازمان تل ورته ستونځې جوړوي او دوی ته اجازه نه ورکوي، چې په ازادۍ سره د زدکړو تر څنګ سیاسي فعالیت وکړي
په عین حال کې د پاکستان او امریکې پر خرابو اړیکو برسېره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ځایناستې مرستیاله پاکستان ته تللې او له پاکستاني چارواکو سره یې د امن او ارامۍ پر ګډو هڅو خبرې کړي دي
د پاکستان د اسلام اباد عدالت گواښ کړې که د رسنېو څخه د مذهب د سپکاوي مواد په یوه اونۍ کې لرې نه کړې شول نو د وزيراعظم په گډون به یو شمېر وزيران د عدالت د سپکاوي زموار وگڼل شي.
د امريکا هندوستان ته د ډرون ورکولو او په نړیوال ډگر د پراخه رول لوبولو په غږ پاکستان خپله ناراضگي څرگنده کړې ده.
دافغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر نصیر احمد اندیش وایي افغانستان پاکستان سره دښو اړیکو پلوي دی خو دا خبره هم د هیچانه پټه نه ده چې دحقاني ډلې جنګیالي چرته خپلې خوندي ځالې لري اؤ څوک یې دخپلو غرضونو دپاره کاروي.
د پاکستان د خزانې وزارت قامي اسمبلۍ ته ويلي دي حکومت د ملکي او بهرملکي مالیاتي ادارود پورونو یا قرضو اخستو په نتیجه کې هر پاکستاني وگړی د شاوخوا ۹۵ زره روپو قرضداری دی- څیړونکو واي د پورونو خلاصولو د پاره حکومت ته په خپلو تگلارو کی بدلون راوستل پکاردي-
د امریکا او د پاکستان د مشرانو تر منځ دغه خبری په داسی حال کی شوي دیي چی خواجه آصف دڅلورو کلو پس د بهرنیو چارو د وزیر په توګه چوکی تر لاسه کړی ده او د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیه د پاکستان او افغانستان په اړه د خپلی تګ لارې بیا جاج اخلي
د اسلامي سرمایه کارۍ په نامه په ګرد پاکستان کې د ۳۳ زرو نه سوا کسانو نه ۳۱ اربه روپۍ لوټل شوي. په متاثره خلکو کې زیات تره کونډې او ریټاېر سرکاري نوکران وو.
پاکستان په افغانستان کی شوي ترهګر بریدونه یو وارې بیا غندلي او ژمنه يې کړې په خپل هیواد کې به د داعش ګوند د مخنیوي لپاره هر قسمه ګامونه پورته کوي.
په رپورټ کې خبردارې ورکړی شوی که چرې دغه حکومتونو په وخت سم ګامونه پورته نه کړل نو هیوادونه يې د وچکالۍ، سیلابونو او موسمي بدلونونو د بدو اثراتو سره مخ کیدی شي
اقتصاد پوهه مهتاب حیدر وایي پاکستان کې د مني لانډرنګ پرضد قانون د کال ۲۰۱۰ راهسې شته خو لویه ستونزه د دغې قانون عملي کیدل دي. د پاکستان حکومت دعوې ډیرې کوي خو په اخلاص کار نه کوي.
شاه جي ګل افریدي وايي مولانا صیب او اچکزۍ صیب دواړه په دې خبره یریږي که چرۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډه شي نو د یو مذهبي سیاست او د بل قامپرسته سیاست به ختم شي.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سینتر عڅمان کاکړ د مسلم لیګ ن په مرکزي حکومت سخت ټکونه کړي او وايي داسې نورې ډیرې منصوبې شته چې ګټې يې یواځې پنجاب صوبې ته رسي.
د ستر عدالت وړاندې مطبوعاتو سره د خبرو په وخت د مشال خان پلار محمد اقبال خان ویلي د عبدالولي خان پوهنتون انتظامې نه د د دوي په بې غورۍ پوښتنې او پلټنې وشي.
د پاکستان پیپلز ګوند سینټر فرحت الله بابر نن په اسلام اباد کې د فاټا اصلاحاتو په اړه رابلل شوي ټول ګونډیز کانفرنس کې په مرکزي حکومت نیوکې کړي چې دوي په اصلاحاتو کې مخلص نه دي.
نور کتل