خېبرپښتونخوا مردان سيمې پوليس وايي، دوئ هغه دېرش کلن تن نيولی چې د نهه کلنې ماشومې په وژنه کې ککړ دی او د وژنې وړاندې يې په دغه ماشومه جنسي تېری هم کړی ؤ.
د مردان د ضلعې حکومت وياند اصغر خان وايي تراوسه پورې په مردان ضلع کې د کرونا وايرس ۷۹ پېښو پخلی شوی او دا ټولې پېښې په منګا يونين کونسل کې مخې ته راغلي دي.
دا ګام په داسې وخت کې اخستل شوی چې په مردان ضلع کې د کورونا وايرس خورېدو له امله يو تن مړ شوی او لږ تر لږه ۴۴ مثبت کېسونه رپورټ شوي دي
د عبدالولي خان پوهنتون ویاند ډاکټر محمد عتيق وايي د سبا (زيارت د ورځې ۲۶م مارچ) نه به انلاين کلاسونه پېل شي.
د مردان يو ځايي دکاندار محمد اسرار وايي چې هغوي تيار دي چې د حکومت سره په دې لړ کې ملګرتيا وکړي ځکه چې اوس د دې وايرس منع کول ضروري دي، که دوي ته تاوان رسي نه ودې رسي خو خلک له دې وبا بچ کول مهم دي
د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکو د وينا وروستو پېښور ښار په مکمله توګه تړل شوی خو نورې ضلعې لکه مردان، چارسده، صوابۍ د دغه احکاماتو باوجود هم خلاصې دي او د خلکو ګڼه ګوڼه په نظر راځي.
د خېبرپښتونخوا حکومت دمردان په منګا درګۍ سيمه کې د کورونا وايرس له کبله ديو تن د مړه کېدو وروسته ياده سيمه په مکمله توګه تړلې وه خو دجمعې په ورځ ددغې سیمې اوسیدونکي راپاریدلي دسیمې تړل کیدو په ضد سړک ته راوتلي دي.
د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د پېسو بدلوولو روزګار کوونکی بابر علي وايي، زياتره کرنسي د فشار ښکار ده خو په خصوصي توګه د ډالر بيعه مخ په وړاندې روانه ده. د ده په وينا چې د دې لوی لامل په نړيوال کچ د سفر بندېزونه دي
نن د زیارت په ورځ د کاروباري اونۍ په څلورمه ورځ د نورو ايشيايي بازارونو په رنګ د پاکستان د کراچۍ سټاک اېکسچېنج کې هم تجارتي هلې ځلې کمې شوې دي.
د محمد ادریس پلار ډاکټر نسيم اعجاز وايي چې کله نه يې زوی په چين کې ګېر دی، په کور کې يې خفګان خور دی، د دوي سره غم دی چې د زوي سره به يې څه کېږي
د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر اسدقېصر ويلي پاکستان هېڅ اراده نه لري چې په افغانستان کې د کومې ډلې ملاتړ وکړي بلکې پاکستان غواړي چې په افغانستان کې امن په ځای شي او د دې پرېکړه دې د افغان ولس وکړي.
د پاکستان مرکزي حکومت په نړيوال مارکيټ کې د تېلو د بيعو کمېدو وروسته د پټرولو او ډيزلو په نرخونو کې پينځه روپۍ کمې کړي خو بل اړخ ته د ډيزلو پټروليم ليوي يا ټېسکونه۱۰۶ فيصده زيات کړی شوي دي.
په معاشي خبرونو نظر لرونکی خبريال وکيل رحمان وايي چې په اېف ای ټي اېف نوملړ کې پاتې کېدو او کورونا وايرس له کبله په کراچۍ کې د پاکستان د ونډو په بازار یا سټاک اېکسچینج کې کاروبار ښکته تللی دی
په درې ګاونډي هېوادونو کې د کورونا وايرس مخې ته راتلو وروستو په پاکستان کې هم دا پوښتنې راولاړېږي چې څنګه به له دې ناروغۍ اولس ځان ژغوري.
سېدرحمان څه موده وړاندې واده کړی ؤ او يوه ماشومه لور يې يتيمه پاتې شوه. د هغه تره شېرمحمد ذمه وار هغه حکومتي مامورين ګڼي د چا د غفلت له کبله چې دومره لويه پېښه رامنځ ته شوې.
په نړيوال مارکيټ کې د سرو زرو د نرخ وچتېدو وروستو يې د پاکستان مارکيټ هم اغېزمن کړی او دا وخت په پاکستان کې د يوه توله سرو نرخ ۹۳زره شپږ سوه او پنځوسو روپو ته رسېدلی.
نور کتل