د خېبرپښتونخوا د قانون وزير وايي، په صوبه کې په ماشومانو د جنسي تيريو او د تشدد پېښې مخ په زياتي روانې دي ځکه حکومت په دغه اړوند سخت قانون راوړل غواړي.
د خېبرپښتونخوا د وړو د ملونو د اتحاديې مشران وايي چې د پنجاب صوبې نه ورته د څلورو ورځو راهسې غنم ورکول بند کړی شوي او په پنجاب کې د وړو د بيعو سېوا کېدو سره په خېبرپښتونخوا کې د ۲۰ کيلوګرامه وړو بيه۱۱۷۰ روپو ته رسېدلې ده.
په پاکستان کې د تېرو لسو کالو راهسې د وسايلو د وېش قامي مالياتي اېوارډ نه دی منظور شوی او مخالفه سیاسي ګوندونه وايي د قابل تقسيم محصولاتو د نوې تګلارې (فارمولې) د نشتوالي له امله وړو صوبو ته زيان اوړي.
په پاکستان کې د تېر دسمبر په مياشت کې ګراني ۱۲.۷ فیصدو ته رسېدلې ده کومه چې د تېر ۲۰۱۸م کال په دسمبر کې ۵.۴ فيصده وه.
پہ صوبہ کی د ماشومانو خلاف جرمونو کې د ککړو ملزمانو د مقدمو دپاره درې خصوصي عدالتونه جوړ کړی شوې دي، چې پکې په مردان بل په پېښور او دریم په اېبټ اباد کې دی. صوبايي حکومت اداره لري چې دا عدالتونه د صوبې نورو سیمو ته وغځوي
د افغانستان او پاکستان د تجارت مشترکه خونې یا چېمر مشر خان جان الکوزي وي او ای ډیوه ته وویل پاکستان د وړاندې نه د افغانستان سره په تجارت کې د انټرنېټ استعمال شروع کړی دی چې له امله یې مشکلات ولاړ شوې دي خو که حکومت نور گامونه اخلي نو په تجارت به منفي اثر غورځېږی
دپښتو غزل شهنشاه استاد،خیال محمد، ستر انقلابي شاعر، رحمت شاه سائل،وتلي موسیقار استاد نزیر ګل اؤ ګڼ شمیر نورو هنرمندانو،لیکوالانو اؤ دژوند دبیلابیلو تپو سره تړاؤ لرونکو شخصیاتو نومیالۍ سندرغاړې شکیله ناز “د سرونو دشهزادګۍ” په نوم یاده کړې ده
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر وايي، دوی يواځې د مولانا فضل الرحمان نا، بلکې د هغو ټولو خلکو د دې دريځ ملاتړ کوي چې څوک د بې درکه کسانو مسله راپورته کوي.
د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د ماشومانو دپاره ځانله عدالت جوړ کړی شوی او نن يې پرانسته وشوه.
پہ خیبر پختونخوا صوبه کی پہ تیرو دوہ میاشتو کې د وړو بیعې زیاتې ختلي اؤ د۲۰ؤ کلو د اوړو یوه تروړه دمخکې په پرتله اوس خلکو ته د ۱۰۰نه نیولې تر۱۲ؤ روپو ګرانه ترلاسه کیږي.
د خېبرپښتونخوا په دوه ضلعو سوات او بونېر کې دوه ښځې او يو سړی د غېرت په نوم وژل شوي، بونېر کې په شلبانډۍ او د سوات په شموزو کې دغه پېښې مخې ته راغلي دي.
د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک اف پاکستان) وايي چې د تېر مالي کال په درېمه سه ماهۍ کې د پاکستان د بهرنۍ زرمبادله ذخيره ټيټه شوې او پوهان وايي تر کومې چې د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره ټيټه شوې نه وي تر هغي به د پاکستان بهرنۍ زرمبادله د کمي سره مخ وي.
د ملګرو ملتونو تر مخه په پاکستان کې ۱۵ لکه ماشومان په لارو کوڅو کې کارونه روزګارونه کوي او ډیر په اسانه د یو شمیر جرمونو تر څنګ د جنسي زیاتیو سره مخ کیږي.
د خېبرپښتونخوا زميندارانو د ملک په قامي بوديجه يا بجټ کې د تمباکو په فصل لګول شوې ماليې يا ټېکسونه رد کړي دي.
پاکستان چې د نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د قرض لوظنامه شوه نو په لمړۍ ورځ د ونډو بازار ورسره ۸۱۶ پوائنټونه راغورځېدلی او نن په دوېمه ورځ هم د ونډو بازار مخ په ټيټه ؤ.
د پاکستان د روان مالي کال ۲۰۱۸،۱۹م دپاره د پرمختيا ټاکلی هدف نه دی پوره شوی او د اقتصادي پرمختيا شرح د شپږ اعشياره دوه فيصده په ځای درې اعشاريه درې فيصده ريکارډ شوې ده.
نور کتل