د تېلو او گېسو نه علاوه د پاکستان د بجلۍ لویه برخه هم په خېبرپښتونخوا کې پېدا کېږي. دا میاشت په مومندو کې د سوات په سیند د مومندو ډیم د بنیاد تیږه کښېودل شوه ویل کیږي چې د دې ډیم څخه به پاکستان ته هرکال دڅلورو اربو اؤ۹۸ کروړو روپو اوبه اؤ د۱۹اربو اؤ۶۰ؤ کروړو روپو بجلي په لاس ورځي
په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت د نړیوالې مالياتې ادارې سره د پور (قرض) اخيستو خبرې روانې دي، د پاکستان د ټېکسونو راټولولو اداره (اېف بي ار) روان کال د تاريخ تر ټولو زيات تاوان سره مخ ده.
د پاکستان مرکزي بېنک وايي چې د امریکايي ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ بيعه نوره هم راکمه شوې ده او پوهان وايي چې د روپۍ قدر د نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د خبرو اترو له امله راټيټ شوی دی.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې ترمخه د دواړو هېوادونو ترمنځ کېدونکې سوداګري د تېر کال په پرتله ۷۹ ملينه ډالره نوره راټيټه شوې ده.
د پاکستان قامي اسمبلۍ قايمه کمېټۍ ته ويل شوي چې سږ کال په ملک کې د پشکال د بارانونو، زیاتو واورو کېدو او چاپيريال د بدلون له امله د غټو سېلابونو راتلو خطره ده.
د پاکستان د مرکزي حکومت د خزانې سېکتر ويره څرګنده کړې چې که پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو په کاروبار نظر لرونکې نړيوالې ادارې (اېف ای ټي اېف) په وړاندېزونو پوره ونه ختو نو دا هېواد به د اقتصادي بندېزونو سره مخ شي.
د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کراچۍ د ونډو بازار یا سټاک اېکسچېنج د ۱۲۸ پواېنټونو د کمۍ وروسته په ۳۸۸۲۱ بند شوی وو. هم دغه شان د هندوستان د ونډو بازار هم ۶۸.۲۸ پوانټونه لاندې پریوتی.
د صوابۍ ضلعې گدون امازۍ د سوونو کارخانو کور گڼل کیږي. خو د حکومت لخوا د ورکړل شویو اسانتیاو د بیرته اخیستلو، زیاتو مالیو لگولو، د بجلۍ او گیس د لوړو بیعو او په صوبه کې د مودو راهسې د ترهگرۍ د جگړې له امله اکثره کارخانې تړل شوي او یا یې تولیدات (پېداوار) کم کړی دی
د خیبر پختونخواه د چیمبر اف کامرس اېنډ انډسټري مشر زاهد شنواری د وي او ای ډیوه سره په خبرو کی وویل په موجوده کال کې به افغان پاکستان تجارت ٥٠٠ مېلین ډالرو ته را کم شي
د خېبر پښتونخوا حکومت چې په قبايلي ضلعو کې د پرمختيايي کارونو دپاره د لس اربه روپو مصرفولو ويلي خو څيړونکي وايي بايد په قبايلي ضلعو کې د وړاندې نه د امدن موجودې سرچينې د سیمې په ګټه وکارول شي او د تشو دعوؤ په ځای عملي ګامونه پورته کړ ی شي.
د ډالر د گرانېدو په اړه د پاکستان د خزانې وزير اسدعمر وايي دا د تېر حکومت د غلطو پالېسو نتیجه ده. عمر وايي د ډالر د قيمت د زیاتوالي بنيادي وجه طلب او رسد دی مطلب چې د ډالر غوښته سېوا او راتګ يې کم دی، هغه وايي په تېر وخت کې په مصنوعي ډول د روپۍ قدر په ځای ساتل شوی و
اقتصادي کار پوهان د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ د قدر نور کمېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې د حکومت د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د قرض د خبرو نه کاميابېدو له امله روپۍ نوره غورځېدلې ده.
په عبدالولي خان پوهنتون کې د پښتو څانګه د سخت مخالفت وروسته په بله څانګه کې نه ده ورګډه کړی شوې.
په بجټ کې د حکومت د مجوزه ترمیم په اړه اقتصاد پوهه مهتاب حېدر وي او ای ډیوه ته وویل حکومت د ګڼ شمېر اقتصادي ستونزو سره مامخ دی، چې پکې د کرنټ اکاؤنټ خساره او بجټ خسارې شامل دي
د ملګرو ملتونو د تعليم، سائنس او کلتور ادارې (يونيسکو) په خپل تازه رپوټ کې ويلي چې د کال ۲۰۱۲م نه تر کال ۲۰۱۶م پورې په ګرده نړۍ کې ۵۳۰ ژورنالسټان وژل شوي دي، په دې موده کې پاکستان د وژل شوؤ ژورنالسټانو په قطار کې په پينځم نمبر دی.
د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې پوليسو ادعا کړې چې د کم عمرې ماشومې سره په جنسي تيري او وژنه تورن ککړ تن يې نيولی دی.
د پاکستان روپۍ د امريکايي ډالر په مقابله کې په ريکارډ کچه لاندې راغورځېدلې او د يو امريکای ډالر قيمت د ۱۲۹ روپو پورې رسېدلی دی.
نور کتل