د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر امیرحېدر خان هوتي سره ټولې شتمنۍ د ۵۱ کروړه ۳۷ لاکه روپو دي، د مردان نه د قامي اسمبلۍ په حلقه اېن ای ۲۱ باندې د نوموړي په مقابله کې د پاکستان تحريک انصاف عاطف خان د دوه کروړه او ۷۷ لاکه روپو شتمنۍ لري.
د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ويلي " د تېرو څو مياشتو راهسې د ورځپاڼې په پوځي چاؤڼو او د ملک په بېلابيلو برخو کې په وېش بندېز لګول شوی دی".
د خېبرپښتونخوا وزيراعلی پروېزخټک د اسلام اباد او پېښور ترمنځنګ په کرنل شېر انټرچېنج باندې د سوات موټروی په ۸۰ کلوميټره غټه لاره کې د ۵۰کلوميټرو پرانسته وکړه.
دخیبر پښتونخوا په بونیر سیمه دجرګې په پریکړه یوه څلور کلنه ماشومه دبدۍ ختمولو په غرض په سوره کې ورکړل شوې اؤ یو زلمي ته په نکاح کړل شوې ده.
د بې پولې خبريالانو سازمان (رپورټر ود اؤټ بارډرز) په خپل تازه رپوټ کې ويلي چې په اسيا کې چين په کوم ډول رسنۍ قابو کوي دغه رنګ په سيمه کې د چين ګاونډي جمهوري هېوادونه هم د رسنیو د قابو کولو هڅې کوي.
صوبايي حکومت شخصي سکولونه منع کړي چې ماشومانو نه دې د اوړي د رخصتیو پوره فیسونه نه اخلي. حکومت دا هم وايي چې شخصي سکولونه ماشومانو نه د رخصیتو په مهال د سکول بسونو فیسونه هم نشي اخیستلی
په پاکستان کې روپۍ يو ځل بيا د زوال سره مخ شوې او د يو ډالر بیعه په پرانستي مارکيټ کې ۱۱۸روپۍ او ۲۰ پېسو ته رسېدلې ده، پوهان وايي که مرکزي بېنک (اسټېټ بېنک) په مارکيټ کې ډالر سېوا نه کړل نو په راتلونکې وخت کې به د روپۍ قدر نور هم کم شي او ډالر به ۱۲۰ روپو ته ورسي.
نړیوال بېنک د سويلي اسيا په اړوند خپل اقتصادي رپوټ کې د پاکستان په غټ اقتصاد او د هغې په پياوړتيا اندېښنه څرګنده کړې ده.
د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې امریکايي ډالر ناڅاپه د ۱۱۱ روپو نه ۱۱۶ ته رسېدلی او اقتصادي پوهان وايي، ښايي چې دا سلسله به تر د روان کال اخرې پورې نوره هم دوام ولري او د ډ الر قدر نور هم سېوا کېدی شي.
د نړيوالې مالياتي څارنې ادارې (ايي اېم اېف) د پاکستان مخ په ټيټېدو اقتصاد باندې اندېښنې څرګندې کړي چې پکې د بهر ملکونو څخه راتلونکې پېسې او په ملکي کچ مالي ګډوډی (عدم توازن) او اقتصادي حالات شامل دي.
د سي ډي ډرامو پېغلې هنر مندې سنبل وژنې ته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون ويل شوی او هغې ته د انصاف ورکول کېدو غوښتنه شوې ده.
پولیس وایي ددپښتو دسي ډي ډرامو پیغله هنرمنده سنبل په مردان کې په یو وسله وال برید کې وژل شوې اؤ وژونکي دپيښې له ځایه تښتیدلي دي.
د خېبرپښتونخوا صوبې په مردان، بره دير او هري پور سيمو کې د پرون راهسې د يوې کم عمره ماشومې او دوه هلکانو سره د جنسي تيري پېښې رپورټ شوي دي.
د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې ګوجرو ګړۍ علاقه کې د يکشنبې، اتوار په ورځ د يوې کم عمره ماشومې مړی په داسې حال کې د ګنو د پټي نه ترلاسه شوی ؤ، چې جنسي زياتی ورسره شوی او وژل شوې وه.
د هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان د رپورټ ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د عزت په نوم وژل شوو کسکانو کې زیاته شمیره، ٧٢، د ښځو ده. ددې نه علاوه ۴٦ سړي او دوه ماشومان د صوبې په مجموعي توگه په ١١٨ کسانو کې شامل دي
د مشال خان پلار اقبال خان وي او ای ډیوه ته وویل خلکو ثابته کړه چې "د تیارو په علمبردارو" یې پښې کښېودې او "رڼا، شعور او فکر له یې" رای ورکړه. اقبال خان وویل په مشال خان چې کوم گزار شوی دا لکه چې د "گل په خوشبويي هم شوی دی. دا په جمال هم شوی دی. دا د لمر په رڼاگانو او پلوشو باندې هم شوی دی"
په ١٦م دسمبر ١٩٧١ کې د پاکستان ٩٠٠٠٠ زره پوځ په ډهاکه کې دهند پوځ ته سلامي شو، پاکستان دوه ټوټې شو، مشرقي برخه یې یو نوی وطن بنگله دېش جوړ شو.
نور کتل