عبدالولي خان پوهنتون په کال ۲۰۰۹م کې جوړه شوې او ډېر زر يې خپل معيار هم جوړ کړی ؤ، په صوبه کې په دوېم او په ملک په ۱۷نمبر راغلې وه. خوپه پوهنتون کې په سياسي بنيادونو د نوکرو ورکولو تورونه دي چې ۳۵۰ ملازمين پکې په ناجايزه توګه ګمارل شوي او دا ټول انتظامي نوکرۍ ورکړل شوي دي.
د عورت فاونډیشن نومې ادارې ترمخه په پاکستان کې هرکال د ښځو پرضد تشدد ۸۵۰۰ پېښې رپورټ کیږي چې پکې زیات تره د کورني تشدد پیښې وي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د ډېنګي د مخ نیوي پروګرام مشر یا فوکل پرسن ډاکټر عطاالله وي او ای ډیوه ته ویلي په صوبه کې د ۱۲ زرو نه سېوا مریضانو علاج شوی او دوي خپلو کورونو ته لیږل شوي دي.
دخیبرپښتونخوا په صوابۍ ضلعه کې امنیتي چارواکي وایي چې هاغه شپږ نرښخي یې د تښتوونکو له منګولو راخلاص کړي چې دوه ورځې وړاندې سیمه ایزو خلکو تښتولي وؤ.
په داسې حال چې د پاکستان جوړېدو ۷۰ کاله وشو پوهان وايي چې د کمزروې بهرنۍ پاليسۍ او د ملک دننه تندروه سوچ يا فکر له امله په سيمه کې يواځې پاتې شوی دی.
د خېبرپښتونخواد تمباکو زميدارو دړکه ورکړې ده که مرکزي حکومت د دویې ستونزې هوارې نکړې او غوښتنې يې ونه منل شوې نو دويې به د تمباکو تیارو فصلونو ته اورونه اچوي او د تمباکو په ځای به د کوکنارو په کرونده لاس پورې کړي.
د صوبايي حکومت د ضلعي معلوماتو نظام وايي د سږ کال په وړمیو دریو میاشتو کې د نوي پیدا شوو ماشومانو د مړیني شرح د ٢١ فیصد نه زیاته شوي او ٣٢ فیصد ته رسیدلې ده
د امريکې خارجه محکمې ویلي د پاکستان حکومت په افغانستان کې د افغان حکومت او افغان طالبانو د سياسي جوړ جاړي ملاتړ کوي خو په پاکستان د افغان طالبانو او حقاني شبکې په ضد د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي، دغه ډلې چې په پاکستان کې خوندي ځالې لري او په افغانستان کې د امریکا او افغان ځواکونو دپاره ګواښ دي.
په چیمپینز ټرافۍ کې د خپلې لوبې په اړه فخرزمان وویل پیچ د هغه د طبې نه و نو ځکه يي خپله فطرې لونه نشوه کولی او هیڅ کله هم د څه فشار د لاندې نه و. فخرزمان وویل جارحانه لوبه د هغه فطرې انداز دی
د کرکټ د چېمپئنز ټرافۍ ستوري لوبغاړي فخرزمان خپل کلي کاټلنګ انځرګي ته په رسېدو تود هرکلی شوی دی، کاټلنګ د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې په شمال کې ۲۰ کلوميټره لرې پروت کلی دی.
فخرزمان د مردان ضلعې د کاټلنگ د اینځرگي کلې اوسیدونکی دی. د پاکستان هند ته ماتي ورکولو ورسته په اینځرگي او خوا او شا کلو کې خلکو خوشحالۍ وکړې او د فخرزمان په پلار فقیرگل يي گلونه وشیندل
د مردان عبدالولي خان پوهنتون ۴۲ ورځې وړاندې د مذهب د سپکاوي په تور د زده کوونکي مشال خان په بې دردۍ د وژنې وروستو تړل شوی او نن په کلکو امنيتي ګامونو کې په رسمي ډول بيا پرانستی شو.
د خېبرپښتونخوا پوليس مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ائي ای ته ويلي چې د مشال خان د وژنې په مقدمه کې تورن دوه مفرورتنان علي خان او عارف خان نومونه دې په اېګزټ کنټرول لسټ (اي سي اېل) کې واچول شي.
د رپورټ د شمیرو ترمخه د ددې منصوبې دلاندې به په خیبر پښتونخوا کښې ١١٠٦ اربه ډالره ٧٠١ اربه ډالره به بلوچستان، ١١٠٥ اربه ډالره به سند صوبه او ٦٠٥ اربه ډالره پنجاب کښې لگول کیږي
قانون پوهان وايي دغه کمیټي هيڅ قانوني حيثيت نه لري او دا به د مشال خان د وژنې پلټنې اغېزمنې کړي او کميټې د دغه لارې هڅه کوي چې پېښه کې ککړ خپل کسان بچ کړي.
سرشمیرنې د لارې په هیواد کې د ابادۍ کچه معلومیږي او د اقتصاد ماهرین وايي هم ددې ابادۍ په بنیاد بیا د قامي وسایلو تقسیم کیږي نو ځکه پکار ده چې په دې کې هرڅوک په مکمله توگه برخه واخلي او د خپلې کورنیو غړي کره شمیره درج کړي
پاکستان د ډاکټر شکیل افریدي او کورنۍ نومونه په داسې حال کې په اي سي اېل کې اچولي چې د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ په خپل صدارتي کمپاین کې ویلي ؤ چې د صدر جوړېدو وروستو به سمدستي ډاکټر شکیل افریدی د زندان څخه خوشی کړي.
د پاکستان په ورځپاڼو کې نه یواځې د اردو بلکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼو هم دې خبر ته د سر په پاڼه ځای ورکړی چې ټرمپ ویلي (نړۍ به د سخت دریځه اسلامي ترهګرۍ په ضد یو موټي کړي).
د مردان ضلعې نرښځي وايي د نهې په ورځ هم پولیسو پينځه نرښځي بې د څه جرم نه بند کړي ؤ،او د هغې نه وروستو ورته پولیسو ویلي چې د اوسېدو ځایونه دې خوشي کړي.
د خېبرپښتونخوا مردان ضلعې په کنټونمنټ بورډ علاقه کې د عيسائي مذهب منونکي د کورونو نه ویستل شوي او دوي بیا د دغه عمل پرضد احتجاجي مظاهره کړې په مال روډ ئي ټيرونو ته اورونه اچولي او سړک یې د ټريفک دپاره بند کری ؤ.
نور کتل