د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې د ګېس پایپ لاین په ساتنه مامور د پاکستان په پوځ برید شوی چې پکې یو عسکر وژل شوي او لېفټننټ کرنل په ګډون څلور نور ژوبل شوي دی.
د شمالي وزیرستان نه نهه کاله وړاندې د ضرب عضب عملیاتو له امله بې کوره شوو کډوالو په بنو کې د مالي مرستو د نشتوالي پرضد احتجاجي پرلت پیل کړی او وايي د تیرو درو میاشتو راهسې ورته د امدادي مرستو قسطونه نه دي ورکړل شوي او د خوراکي او یو شمېر نورو ستونزو سره مخ شوي دي.
د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشا کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو په وخت د ویجاړ کړل شوو دوکانونو مالکانو د نهې، سېه شنبې په ورځ د احتجاج د لارې غوښتنه کړې، حکومت چې د دوی سره کوم تاوان منلی هغه دې ورته سمدستي ورکړي.
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ډيره اسماعیل خان کې د پولیس په پوسته وسله والو د لاسي بمونو او راکټي برید ترڅنګ ډزې کړې چې پکې یو پولیس اهلکار وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. په دې برید کې وسله والو ته د مرګ ژوبلې هیڅ رپوټونه مخې ته نه دي راغلي.
په ګومل پوهنتون کې د څېړنو د ارزښت په اړه غونډه کې پښتانه څېړونو کولو ته هڅول شوي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې پوهانو ویل چې که پښتانه غواړي ځان د نړۍ له نورو پرمختللیو ولسونو سره برابر کړي نو زده کړو او څېړنو ته دې مخه کړي. تفصیل د عدنان بېټني په راپور کې.
د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان کې ځايي جرګې د جرمانې په توګه د خبريال معراج خالد د کور ړنګولو پرېکړه کړې، د خبريال کورنۍ کډه کړې، د جرګې په پرېکړه سختې نيوکې کړي او له هغې وروسته نګران وزیراعلا د پېښې نوټس اخستی دی.
امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې بنو جاني خېل سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ نښته شوې، او د ډزو په تبادله کې د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د یو مهم کمانډر په ګډون لږ تر لږ شپږ وسله وال وژل شوي دي.او دوه امنیتي عسکر ژوبل شوي دي.
د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ډيره اسماعیل خان کې یې د وسله والو پرضد استخباراتي عملیات کړي او امنيتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې یو وسله وال ترهګر وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.
د شمالي وزیرستان په شوال سيمه کې يو بم يا ماين چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او د 25 پورې نور ژوبل شوي دي. په سمدستي ډول د چاودنې زمه واري چا نه ده منلې.
د افغانستان سره په پوله شمالي وزیرستان کې په یو کور ماټر ګوله غورځېدلې د يوې کورنۍ پينځه تنه [څلور ماشومان او مور] یې وژلي، دوه ماشومان ورکې ژوبل شوي دي. ځایي خلک تور لګوي مارټر ګوله پوځ ویشتې خو پوځ دا دعوه رد کړې ده
د افغانستان سره په پوله پرتې ناارامه سيمې شمالي وزيرستان کې د اتمانزو قامي جرګې د سزا په توګه د يو تن کور سوځولی دی، په ياد تن تور وو چې خپل ورور یې وژلی د جرګې د پرېکړې يا تيږې سرغړونه یې کړې ده.
د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې د اتوار/یکشنبې په ورځ د ناامنۍ، ګرانۍ او د بجلۍ د نشتوالي پرضد ولسي احتجاج شوی اؤ احتجاج کوونکي وايي په ضلعه کې حکومتي واک د نشت برابر دی.
د پاکستان پوځ : د شمالي وزیرستان په میرانشا کې له ترهګرو سره په جګړه کې مېجر عامر عزیز او یو پوځي محمد عارف وژل شوي دي
نور کتل