د جانې خېلو د قامي جرګې غړي او د پي ټي ایم فعال لطیف وزیر وي او ای ډیوه ته وایي، چې کله په سیمه کې په امنتي ځواکونو کوم برید وشي تر هغې وروسته د عملیاتو پرمهال دسیمې عام خلک ځورول کیږي
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د دریو امنیتي چارواکو له قوله وویل ځانمرګي حمله کوونکي په موټر سایکل سور و او د عسکرو کانوای یا قافله يې په هدف کړه
په تېره څه موده کې په خېبرپښتونخوا کې په عمومي توګه او په لکي مروت کې په خصوصي توګه پولیس او امنیتي ځواکونه په مسلح بریدونو کې په هدف شوي دي
د خېبر پښتونخوا ټانک ضلعه کې شخصي بینکونو د امنیتي اندیښنو له ویرې خپل خدمات په عارضي توګه ځنډولي او یوې بلې ضلعې ډیره اسماعيل خان ته یې انتقال کړي دي.
په وزیرستان کې عام خلک له ناامنۍ څخه سخت سرټکوي دوی وايي علاقه یې له اوږدې مودې نه د جګړې میدان جوړ شوی او د ناامنۍ دې ژوند خلک سخت ستړي کړي نو ځکه په خپلو سیمو کې د امن غوښتنه کوي. تفصیل د عدنان بېټني په راپور کې اورئ.
د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منير د جنوبي وزیرستان سفر پرمهال ویلي، ترهګر، د هغوي اسانتياوې برابرونکي او تحريکونکي به نه پريښودل کيږي. ځايي خلک وايي ناامنۍ سخت تنګ کړي او د پوځي مشر د سفر په مهال په کورونو کې بند پاتې وو.
پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې نامعلومو وسله والو د پولیسو یو اهلکار په هدفي برید کې وژلی او د وسله والو په ډزو کې دوه لاروي ژوبل شوي هم دي.
د افغانستان سره په پوله پرته بر جنوبي وزیرستان ضلعه کې د پوځ په قافله وسله وال بريد شوی، د وسله والو سره نښته کې شپږ پاکستاني عسکر وژل شوي او د څلورو ترهګرو وژلو دعوه هم شوې ده. تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده.
د افغانستان سره په پوله پرتې ناارامه شمالي وزیرستان سیمه کې بیا هدفي پېښه شوې د امنيتي ځواکونو پوستو ته سامان وړونکی ټېکدار او د هغه ډرایور وژل شوي دي. او د بنو ضلعې بکاخیل سیمه کې نامالومه وسله والو د سیمې یو دیني عالم او قبایلي مشر تښتولی دی.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ټانک ضلعه کې نیول شوی د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي ایم] فعال زوهېب پشتین عدالت ته وړاندې کړل شوی دی. د پشتين کورنۍ او پي ټي اېم فعالان تور پورې کوي په نوموړي سخت تشدد شوی دی.
د اتمازو جرګې یو غړی ډاکټر ګل علم وايي دا یوه قامي پریکړه ده او چې قامي جرګه کومه پریکړه وکړي پښتون روایاتو کې هغه پریکړه بیا ټول قام په شریکه عملي کوي.
په شمالي وزيرستان کې خلکو د احتجاج په توګه د افغانستان او شمالي وزيرستان ترمنځ لويه لار بنده کړې وه. دا احتجاج په پوځي عملياتو ضرب عضب کې په بلډوزرو سره د زرګونو دوکانونو او نورو ودانیو د ورانولو پر خلاف و. ځايي خلک وايي، پوځ د دوی په جايدادونو باندې پارکونه او مارکيټونه جوړ کړي.
د خېبرپښتونخوا په جنوبې ضلعه بنو کې د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکو ټیم باندې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې يو ساتونکی پوليس اهلکار وژل شوی او بله پېښه کې د ځنګلي حيات محکمې يو ساتونکی وژل شوی دی.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه سيمې شمالي وزیرستان کې د امنيتي ځواکونو په کاروان ځانمرګی بريد شوی، چارواکي وايي، په بريد کې امنیتي ځواکونو ته کوم تاوان نه دی اوښتی خو دوه ځايي کسان ورکې وژل شوي دي.
نور کتل