د پېښور د خېبر ټیچنگ هسپتال د نفسیاتي ناروغیو د څانگې ډاکټر سید محمد سلطان وايي که یو خوا په پاکستان کې په خلکو کې د ذهني ناروغیو شرح زیاته ده نو بلخوا د دې مرض د علاج دپاره د ډاکټرانو هم ډیر کمی دی
د پاکستان د نورو برخو په رنگ په خېبرپښتونخوا کې د زرگونو په شمېره کې مدرسې دي چې ماشومانو ته مفت دیني تعلیم، استوگنه او خوراک ورکوي. زیاتره مدرسې په چندو او د خلکو په مالي مرسته چلوول کیږي
تحریک لبیک پاکستان څه د پاسه دوه میلیونو رایو سره په پنځم نمبر ولاړ دی تر دې چې د پاکستان تر ټولو لویې صوبې پنجاب کې یې د ایم ایم ای نه هم نمبر وړی دی او دغلته د تر لاسه شوو رایو په بنیاد په څلورم نمبر ښکاري
اکبرحسین په کال ١٩۴٨ کې زیږیدلی و او د ١٣ کلونو په عمر کې یې د هنرمندۍ د سفر اغاز وکړو. هغه په کال ١٩٦۴ کې د ریډیو پاکستان پېښور او بیا په کال ١٩٦٦ کې د پاکستان ټېلې وژن دپاره سندرې ریکارډ کول پیل کړل
استاد هدایت الله د پښتو هاغه لویې اؤ خوږ ژبی سندرغاړی دی چې په ټوله نړۍ کې دخپل غږ په کروړونو مینه وال لري
د خبري غونډې ورسته د وي او ای ډیوه خبریال مدثرشاه سره خبرو کې ملک محمد خان وویل، "پکور (پکار) خو دا وه چې زه کور په کور په پښتنو گرځېولی دلی وی که نوی کلي په کلي خو گرځولی وی چې مو (ما) شکریه ادا کړی وی خو توسې بیا دا گېلې مو (ما) نه مه کی زه پکښې مصروف یم"
دپښتنون تحفظ موومنټ مشر ښاغلي منظور پشتین ویلي پښتانه نور په هیڅ قیمت قربانیو ورکولو ته نه دي تیار ، ځکه چې په دې خاوره د پښتنو ډیرې وینې توئ شوې اؤ نور به هغوئ دځان په ضد د کیدونکي هر ظلم خلاف غږ پورته کوي
جلسې ته د نوازشریف ترڅنگ د هغه لور مریم نواز هم وینا وکړه او د وي او ای ډیوه خبریال مدثر شاه ترمخه نه نواز شریف چې د خپل گوند پاکستان مسلم لیگ (ن) مشر دی او نه هم مریم نواز په خپلو تقریرنو کې د فاټا او د خېبرپښتونخوا د لویو مسلو څه ذکر وکړو
دخیبرپښتونخوا دلرې پرتې جنوبي سیمې ټانک خک وایي هغوي په یوویشتمه سائنسي پیړۍ کې دځناورو سره یو ځایې د خوړونو داوبو په څښلو مجبور دي.
دپاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ احتجاج دپاره پلازمینې اسلام اباد ته ورټولو شوؤ مظاهره چیانو ته باور ورکړی چې دهیواد قبائیلي سیمې به خیبرپښتونخوا کې ورګډولی اؤ فاټا کې به اصلاحات پځایې کولی شي.
ډاکټر قبله ایاز وايي د صحت، او خانداني معاملاتو په ښه توګه سر ته رسولو لپاره اکثره علما په ماشومانو کې د وقفې یا مانع حمل دوایانو د استعمال اجازه ورکوي.
د نورو سره په ګډه پاکستان کې مېشت د بهايي مذهب منونکي هم دغه ورځ لمانځي. پاکستان کې د شمیرو او رجسټریشن قامي ادارې (نادرا) د شمیرو تر مخه په کال ۲۰۱۲م کې د د دغه مذهب منونکو شمیره ۳۳،۰۰۰ ده.
په ټیلي وژن د احسان الله احسان د مرکو ډیرو کتونکو داسې پام و چې احسان الله احسان ښه تازه توزه ښکاري، واسټک او پکول يي اغوندی وي او داسې محسوسیږي چې گنې هغه د یو قیدي په رنگ په زندان کې نه بلکې د میلمه په توگه ښه په ارام په هوټل کې ساتل شوی دی
پاکستان کې که هرڅو دپرله پسې حجونو مخنیوي دپاره وخت په وخت په حکومتي کچ پالیسۍ اعلان شوي خو څیړونکي وایي دغه پالیسۍ ځکه نه کامیابیږي چې مذهبي عالمان د زیاتو حجونو په هکله داسلام په اصل فلسفه عام اولس هغسې نه پوهوي څنګه چې اړتیا لیدل کیږي.
چین پاکستان اقتصادي راهداري یوازې د یو سړک یا ګوادر کې د بندر جوړولو نوم نه دی بلکې ددې نهه بنیادي اجزا دي چې پکې د انرژۍ منصوبې، د شپږو لاینونو موټروی، د ایل این جي، تیلو او ګیس پایپ لاین غځول، د ریلوی پاټلۍ غځول، ځايې په ځایې صنعتي مرکزونه جوړول او فایبر آپټکس شامل دي.
جی آیي ټي د دوه نیمو میاشتو د پلټنو نه پس پرون سترې محکمې ته خپل تفصیلي راپور وړاندې کړو نو مخالف ګوندونه یو ځل بیا خوشاله دي او وایي جی آيي ټي راپور کې وزیراعظم نوازشریف باندې درغلي ثابته شوه.
پاړه چنار کې په غبرګو بمي چاودنو کې د سلو څخه د زیاتو پښتنو د وژنې اؤ په دغو چاودنو د حکومت اؤ امنیتي ادارو د خاموشۍ په پیښور کې د مدني ټولنې غړي اؤ سیاسي فعالین سړکونو ته راوتلي .
نور کتل