د ټولنیزو رسنیو په پاڼو که یو خوا د اومبارکۍ سلامتۍ پیغامونه خپریدل نو ورسره د ځینو کسانو لخوا د کرکې داسې پوسټونه هم په نظر راتلل چې مذهبي افکار، نړیوال اخلاقیات او پښتني روایات يي د پښو لاندې کول او یو پښتون بل پښتون ته سپکې سپورې ویلې
۱۳ کسیزه ډلې چې کوم راپور جاري کړی دی په ۲۷۲ پاڼو مشتمل دی. خو تر ټولو مهمه خبره پکې داده چې راپور کې په ډاګه لیکل شوي چې تحقیقاتي ټیم د پلټنو په وخت هیڅ داسې شواهد وونه موندل چې ګني مشال خان د مذهب سپکاوی کړی وو
د مشال خان وکیلانو ويلي دي د شريکو پلټنو څخه ثابته شوه په مشال خان لگول شوي تورونه دروغ وو او وس د پاکستان د قانون تر مخه په دروغجنو د مذهب د سپکاوي قضیی جوړول پکار دي-
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سینتر عڅمان کاکړ د مسلم لیګ ن په مرکزي حکومت سخت ټکونه کړي او وايي داسې نورې ډیرې منصوبې شته چې ګټې يې یواځې پنجاب صوبې ته رسي.
په فاټا کې د ایف سي ار قانون ختمولو او په سیمه کې د سیاسي او آئیني اصلاحاتو دپاره دپاکستان مرکزي حکومت لخوا قایم کړی شوي کمیټۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کې د شاملولو او هلته د پاکستان د بندوبستي سیمو په رنگ د عدالتي نظام غزځولو وړاندیز کړی دی
د پاکستان یو قبايلي عدالت په نهه ویشتم ځل د ډاکټر شکيل افريدي قضيه ځنډولې ده- په نوموړي رسمي تور بل څه دی خو امريکا اوځيني نور پاکستاني حکومتي سرچينې گڼي هغه د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په درک لگولو کې د مرستې په جرم کې بندي دی-
د صوبايي اسمبلۍ غونډه نن په ۲۹ اپریل ټاکل شوې ده او امکان لري چې دغه قرارداد وړاندې راشي او منظور شي او د منظوریدو امکانات یې ځکه زیات دي چې واکمن ګوند تحریک انصاف، ورسره تړلي جومات اسلامي او قامي وطن پارټي او اسمبلۍ کې مخالف ګوندونه عوامي نیشنل پارټي، پیپلز ګوند او جمیعت علما اسلام به د قرارداد مرسته او صرف مسلم لیګ نواز ډله به یې مخالفت کوي
کې پیښور کې میشته یو افغان حاجي ادم خان ډیوه راډیو ته وایي دلته د پنځو دیرشو کلونو تیرولو باوجود خلقو مونږ نه یو قبول کړي او کله چې هم افغانستان کې سوله راشي مونږ به خپل وطن ته واپس لاړ شو. وايي ټاکل شوې نیټې پورې به د افغانانو واپسي یو مشکل کار ځکه وي چې یو خو افغانستان کې امنیتي وضع ښه نه ده او بل اکثره دلته کاروبارواو تجارت لري
د هیجړاگانو د ستونزو او ددې د هواري لړ کې یو پروگرام سوسایټي فار ډیویلپمنټ او اویر گرلز نومې غیر دولتي ادارو په شریکه پیښور کې راجوړ کړی وو چې پکې نه یوازې د صوبې د بیلا بیلو سیمو هیجړاگانو بلکې قانون پوهانو او د بشري حقونو مبارزینو برخه واخیسته
د کیلاش قبیلې پحقله تاریخ پوهان بیلا بیل نظرونه لري خو زیات قوي پکښې دادی چې دا خلق ۲۳۰۰ کاله اگاهو سکندر اعظم سره دلته راغلي وو، د سکندر د تگ نه پس دوي هم دلته پاتې شول او په ټول چترال تر افغانستانه پورې ددوي حکمراني و
معشوق سلطان ګېله کوي د ناروغۍ وروستو ېې موسېقي هم پرېښې او چا ېې بیا اډو تپوس هم نه دی کړې
د نفسیاتو د ماهر ډاکټر میا افتخار حسین نه چې ډیوه ریډیو پوښتنه وکړه چې ایا میندې پلاران داسې پیښې د خپلو ماشومانو نه پټې وساتي نو هغه ویل د میډیا اوسني دور کښې دا ممکنه نه ده او پکار هم نه ده چې پټ وساتل شي ځکه چې دې سره د ماشوم ذهن کښې مختلف سوالونه پیدا کیږي او د ماشوم د ټولو سوالونو جواب ویل پکار دي تر څو په هره معامله د ماشوم ذهن روښانه وي
د نمر په طاقت چلیدونکې دغه رکشه ګنته کې تر څلویښت کلومیټره پورې منډه وهلی شي او د ډرایور نه علاوه پکې نور درې تنان کښیناستی شي
مطبوعات وايي سکندر یو غیر حکومتي ټیلې وژن ته دا هم ویلې چې "ما وژنۍ او لکه د اوسامه مړی مې سمندر ته وسپارۍ." د امریکې خصوصي ځواکونو په کاروائي د القاعده مشر اوسامه بن لادن ابیبټ آباد کې د وژل کیدو ورسته ورسته، امریکائي چارواکې وايي د هغه مړی سمندر ته سپارل شوی دی
پاکستان د خپلې اذادۍ شپږشپيتمه کليزه داسې حال کې نمانځي چې د ترهگره بريدونو ښکار دى، د امنيت وضعه خرابه ده، د انرژۍ بحران معاشي ستونزې پيدا کړې دي او د سياسي اومذهبي گوندونو مشران لا پۀ دي نۀ دي صلاح شوي چې دغه هيواد کې به کوم قسم نظام وي
ځيني خلک وائي چې دا د بيلا بيلو مسلکونود عالمانو تر مينځه د اختلاف نتيجه ده او حکومت بايد روژه او اختر د نورو يو شميرهيوادونو په څير سعودي عربستان سره وتړي، ځيني بيا وائي چې دا وظيفه بايد د موسمياتو محکمې ته وسپارل شي ځکه چې هغوي د سائنسي علم رڼا کې ښه پوهيږي
د تيرو څو لسيزو راهسې چې د پښتنو په سيمه د جنگونو ، کرکې اؤ انتهاخوښۍ کوم طوفان رالوتلى دى دهغې اثرات کۀ چرته د ژوند په نورو مدونو کې واضحه ليدل کيږي نو هلته د ماشومانو دلوبو شيان يا نانځکې ددغو اثراتو څخه بچ نۀ دي پاتې شوي