دپاکستان حکومت د ۱۷م مئ څخه ګرد هیواد کې دکرونا وایرس له امله دتړل شوؤ دوکانونو اؤ کاروباري مرکزونو دبیا پرانستو پرېکړه کړې ده.
دپاکستان دبهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغانستان څخه د امريکایي ځواکونو د وتلو وروسته پاکستان کې د امريکا پوځي اډو دجوړيدو احتمال رد کړی دی.
د سعودي عربستان خارجه وزير دا بيان د وزير اعظم عمران خان او د پو ځ سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه د سعودي عرب د دورې سمدستي پس مخى ته راغلى دى
دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ديورپي پارليمان په غوښتنه پاکستان کې دمذهب دسپکاوي قانون ته دبيا کتنې يا دې کې د بدلون امکان رد کړى او ویلي یې دي غربي نړۍ پاکستان باندې خپلې فيصلې تپلى نه شي.
عمران خان دغه خبرې په داسى وخت کړي دي چى د یورپي اتحاد هېوادونو پارليمنټ په پاکستان کى د لږکيو سره د توپيري چلند او د مذهب د سپکاوي قانون په ناوړه ډول د کارول کېدو په پيښو کې د زياتوالي په سر پاکستان لپاره تجارتي مراعاتو ته د بيا کتنې قرارداد منظور کړی دی
پاکستان کې دحکومت مخالفه سیاسي ګوندونو داٸتلاف پي ډي ايم مشر مولانا فضل الرحمان په حکومت هند سره خبرو معامله کې د غلط بيانۍ تور لګولى چې ګنې هند پاکستان سره خبرو کې غرضي دی خو دمولانا په خبره حقيقت کې هند ته دمذاکراتو دپاره پاکستان زارۍ کوي.
تېر کال د جون مياشت کى سپريم کورټ د پاکستان صدر عارف علوي لخوا لندن کى په مبینه توګه پټ فليټونه لرلو په تور د قاضي فایز عيسا په ضد قانوني قداماتو لپاره ريفرينس رد کړى و او دا یې غير قانوني ټاکلی و
دپاکستان دحکومت لخوا لاقانونه ګرځول شوې تندره مذهبي ډلې تحريک لبيک سره دشوي تړون عملي کولو پسر دحکومت خپل وزیران یوه خوله نه دي اؤ په دریځونو کې یې تضاد لیدل کیږي.
پاکستان کې حکومت مخالفو ګوندونو د جمعې په ورځ دقامي اسمبلى دغونډې ايجنډه کې پاکستان نه دفرانىس دسفير ویستلو دقراداد نه شاملولو په ضد احتجاج کړی او په حکومت یې تورونه لګولي چې دغه قرارداد لانجمنول غواړي.
د حکومتي شميرو ترمخه پاکستان کې دتيرو څلېریشتو ساعتونو په مهال د کرونا وایرس دلاسه 112 نور ناروغان مړه شوي چې ورسره په دغه وایرس دشوؤ شوؤ کسانو شمیره 16094 ته رسيدلې ده.
دپاکستان دقامي اسمبلۍ په غونډه کې دلږکيو پارليماني غړو تور لګولى چې سندهـ صوبه کې د هندو مذهبه پېغلو سره دجبري ودونو او په زور هغوئ مذهب نه د اړولو پيښى دوام لري خو حکومت دوئ ته تحفظ ورکوولو کى ناکامه دى.
پاکستان کې دخبريالانو،بشري حقونو او وکيلانو تنظيمونه د قامي اسمبلۍ دقایمه کمیټۍ لخوا د پوځ دبدنامولو پسر د سزا ټاکلو لپاره دقانوني مسودي منظوري د ملکي دستور،بشري حقونو او د رایې څرګندولو د ازادۍ په ضد ګرځوي.
د چهار شنبې په ورځ د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ دحکومتي چارواکو دلوړې کچې یوه غونډه کې ددتندروه مذهبي ډلې تحريک لبيک او حکومت ترمنځ دلوظنامې پارلیمان ته په وړاندې کولو غور شوی دی.
د حزب اختلاف ګوندونو په لیکل شوي اختلافي نوټ کى وېل شوي دوی نه پوهېږي چې د ملکي دستور د ١٩ مادې د لاندى د پوځ د درناوى د تحفظ باجود حکومت ولې يو داسې نوى قانون غواړي چى له امله یې د پوځ کردار لانجمنه شي
پاکستان کې ملت پاله ګوندونه د وزير اعظم عمران خان په مشرى دګډو ګټو دکونسل کېدونکې غونډه کې دکال 2017م دسرشميرنې دنتیجو احتمالي منظورۍ ته سخت غبرګون ښودلی.
د ګل يا دوشنبى په ورځ اسلام اباد کى ميډيا سره خبرو کى د پي ډي اېم عمومي سيکتر او د مسلم ليګ (ن) یو مرکزي مشر شاهد خاقان عباسي وویل د پي ډي اېم د مشر مولانا فضل الرحمن په اجازت یې پيپلز پارټۍ او عوامي نيشنل پارټۍ ته یې نوټسى جاري کړي دي
نور کتل