د رپوټونو ترمخه، د پاکستان تحريک انصاف [پي ټي آی] ګوند لخوا اسلام اباد کې احتجاج کوونکي غړي ډي چوک ته رسېدلي دي، له دې وړاندې ويل شوي وو، پوليس او رېنجرز ځواک د مظاهره چیانو د مخې نيولو هڅې کولې او د امنيت په ځای کولو دپاره اسلام اباد ته پوځ بلل شوی دی.
پښتانه ملت پاله ګوندونه وايي، په پښتنه خاوره د وژنو او ناامنۍ نوې لړۍ پيل شوې، د پښتنو په خاوره د ترهګرۍ او ځينو سيمو کې د فرقو په نوم د وينې تويولو لوبه روانه ده. پښتونخوا کې د يو منظمه سازش لاندې ترهګري کيږي.
د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د احتجاج په وخت د څلور رېنجرز او دوه پوليس اهلکارو د وژل کېدو وروسته د امن او امان د بحالۍ دپاره پوځ رابلل شوی دى. دغه خبر د پاکستان سرکاري رېډيو [رېډيو پاکستان] ورکړی دی.
مجرم د کال 2020م د جولايۍ په مياشت کې 57 کلن طاهر احمد نسیم باندې د پېښور یو عدالت کې د جج مخامخ په تماچې ډزې کړې او هغه هم عدالت کې دننه ساه ورکړې وه. په دغه تن د مذهب د سپکاوي تور وو، هغه له دغې دوه کاله وړاندې پولیسو نیولی وو او په دغه ورځ د هغه عدالت کې پېشي وه
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د بيګا راهسې بيا هم نښتې روانې دي، د 19م نومبر راهسې په کورمه کې خواوشا د 80 څخه زیاتو کسانو د وژل کېدو وروسته تېره شپه د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند د اووه ورځو جنګ بندۍ دعوه کړې وه
پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، اسلام اباد کې د احتجاج دپاره یې د ګوند قافلې روانې دي او د خېبرپښتونخوا څخه تلونکې قافلې په موټر وی د برهان انټرچېنج ته رسېدلي دي، اسلام اباد او نورو ښارونو کې د تحریک انصاف د احتجاج له امله لاړې تړلې پرتې دي، خلک وايي د مشکلاتو سره مخ دي.
د پاکستان د بلوچستان صوبې د مرکزي ښار کوټې څخه د زده کوونکي مصور خان کاکړ د بې درکۍ ضد نن سياسي ګوندونو، د سوداګرو اتحادیو او ټرانسپورټرانو کاربنديز اعلان کړی او د صوبې د تعليم محکمې بيا به صوبه کې په تعلیمي ادارو کې رخصتي اعلان کړې ده.
د زمبابوی او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ درېو ورځنو لوبو په لومړۍ لوبه کې زمبابوی، پاکستان ته ماتې ورکړې، پاکستانۍ لوبډله د [ډک ورت لويس] طريقې لاندې د ماتې سره مخ شوی، زمبابوی په 80 رنزونو ګټه ترلاسه کړې ده.
نور کتل
No media source currently available