په کورمه کې د نومبر په ۲۱ مه د پاړاچنار نه پېښور ته تلونکو د مسافرو په ګاډو نامعلومه کسانو د کوزې کورمې په مندوري او اوچت سيمه کې ډزې وکړې، او په دغو ډزو کې لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل شوو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو او د ۲۰ نه زيات کسان پکې ژوبل شوي وو
پاکستان په افغانستان کې په مبینه توګه په مېشت والو د ترهګرۍ الزام په داسې حال کې هم لګوي چې د دواړو ملکونو ترمنځ په پوله چې ډیورنډ کرښه هم بلل کېږي، يې ازغن تار لګولی، نوي قلعې او په سلګونو چېک پوسټونه يې جوړ کړي دي او وايي د دې ګامونو مقصد د وسله والو د حرکت مخه نیول دي
د رپوټونو ترمخه، د پاکستان تحريک انصاف [پي ټي آی] ګوند لخوا اسلام اباد کې احتجاج کوونکي غړي ډي چوک ته رسېدلي دي، له دې وړاندې ويل شوي وو، پوليس او رېنجرز ځواک د مظاهره چیانو د مخې نيولو هڅې کولې او د امنيت په ځای کولو دپاره اسلام اباد ته پوځ بلل شوی دی.
پښتانه ملت پاله ګوندونه وايي، په پښتنه خاوره د وژنو او ناامنۍ نوې لړۍ پيل شوې، د پښتنو په خاوره د ترهګرۍ او ځينو سيمو کې د فرقو په نوم د وينې تويولو لوبه روانه ده. پښتونخوا کې د يو منظمه سازش لاندې ترهګري کيږي.
د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د احتجاج په وخت د څلور رېنجرز او دوه پوليس اهلکارو د وژل کېدو وروسته د امن او امان د بحالۍ دپاره پوځ رابلل شوی دى. دغه خبر د پاکستان سرکاري رېډيو [رېډيو پاکستان] ورکړی دی.
مجرم د کال 2020م د جولايۍ په مياشت کې 57 کلن طاهر احمد نسیم باندې د پېښور یو عدالت کې د جج مخامخ په تماچې ډزې کړې او هغه هم عدالت کې دننه ساه ورکړې وه. په دغه تن د مذهب د سپکاوي تور وو، هغه له دغې دوه کاله وړاندې پولیسو نیولی وو او په دغه ورځ د هغه عدالت کې پېشي وه
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د بيګا راهسې بيا هم نښتې روانې دي، د 19م نومبر راهسې په کورمه کې خواوشا د 80 څخه زیاتو کسانو د وژل کېدو وروسته تېره شپه د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند د اووه ورځو جنګ بندۍ دعوه کړې وه
پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، اسلام اباد کې د احتجاج دپاره یې د ګوند قافلې روانې دي او د خېبرپښتونخوا څخه تلونکې قافلې په موټر وی د برهان انټرچېنج ته رسېدلي دي، اسلام اباد او نورو ښارونو کې د تحریک انصاف د احتجاج له امله لاړې تړلې پرتې دي، خلک وايي د مشکلاتو سره مخ دي.
د پاکستان د بلوچستان صوبې د مرکزي ښار کوټې څخه د زده کوونکي مصور خان کاکړ د بې درکۍ ضد نن سياسي ګوندونو، د سوداګرو اتحادیو او ټرانسپورټرانو کاربنديز اعلان کړی او د صوبې د تعليم محکمې بيا به صوبه کې په تعلیمي ادارو کې رخصتي اعلان کړې ده.
د زمبابوی او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ درېو ورځنو لوبو په لومړۍ لوبه کې زمبابوی، پاکستان ته ماتې ورکړې، پاکستانۍ لوبډله د [ډک ورت لويس] طريقې لاندې د ماتې سره مخ شوی، زمبابوی په 80 رنزونو ګټه ترلاسه کړې ده.
نور کتل
No media source currently available