پاکستان
د کوټې ځانمرګي برید کې د 14ؤ پوځيانو په ګډون د وژل شوؤ شمېره 26ته رسېدلې، بي ایل اې یې ذمه واري منلې
د کوټې په ځانمرګي برید کې د 14 ؤ پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي اؤ تر 60ؤ زیات نور ژوبل دي ، روغتیایي سرچینې وایي په ژوبلو کې هم تر نیمایي زیات پوځيان دي چې د ځېنو حالت پکې د اندېښنې وړ دی.
بلوچ بیلتون پاله وسله والې ډلې بلوچ لبریشن ارمي یا بي ایل اې د خالي د ورځې په سهار د کوټې په ریلوی سټېشن کې د شوي ځانمرګي برید پړه پغاړه اخستې اؤ وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف ویلي چې د بېګناه وګړو وینو تویوونکو ترهګرو ته به د خپل دې ناوړه عمل دروند قیمت پرېکول وي.
د خالي په سهار د کوټې په ریلوی سټېشن کې یو ځانمرګي برید شوی چې د چارواکو په وینا 26 کسان پکې وژل شوي اؤ 60 نور ژوبل شوي دي.
د کوټې ایس ایس پي محمد بلوچ رسنیو ته ویلي داسې ښکاري چې دا یو ځانمرګي برید ؤ.
پولیس سرجنې ډاکټر عایشه فیض ډیوه سره خبرو کې پخلی کړی چې په دې چاودنه کې 14 پوځيان وژل شوي اؤ تر 60 پورې کسان ژوبل شوي چې په ژوبلو کې هم تر نیمایي زیات پوځيان دي.
هغې وویل په ژوبلو کې د ځېنو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی. خو د کوټې ډپټي کمشنر سعد بن اسد بیا ډیوه ته ویلي چې په دې چاودنه کې 10پوځيان وژل شوي دي
چاودنه د خالي یا شنبې په سهار هغه مهال شوې چې د جعفر ایکسپریس په نوم ریل ګاډي د کوټې څخه پېښور ته د تګ تابیا نیوله.
امنیتي سرچینې وایي ریل ګاډی لا په پلیټ فارم نه ؤ ولاړ چې په دعه مهال د ټکټونو د خونې تر څنګ یوه درنه چاودنه وشوه .
د کوټې د پولیسو مشر یا ایس ایس پي محمد بلوچ ویلي چې د چاودنې په مهال په ریلوی سټېشن کې تر ۱۰۰ زیات کسان موجود وؤ اؤ هغوي کې زیاترو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په پېښه کې د وژل شوؤ کسانو جسدونه اؤ ژوبل تنان د کوټې سول اؤ نورو روغتونو ته رسول شوي اؤ په هسپتالونو کې بېړنی وضعیت پرځای کړل شوی دی.
له پېښې وروسته بیلتون پاله بلوچ وسله والې ډلې بي ایل اې پخپل یو بیان کې ددې برید ذمه واري قبوله کړه اؤ وې ویل دا ځان وژونکی( چې هغوي ورته فدایي ویلي) برید د پاکستاني پوځ په عسکرو شوی دی.
د بي ایل اې ویاند جنید بلوچ رسنیو ته په جاري کړي یو بیان کې ویلي د هغوي د مجید بریګیډ د یو ځانمرګي لخوا دا برید هغه مهال د پاکستاني پوځيانو په یوه ډله شوی چې دغو پوځيانو په پوځي مکتب کې له کورس ختمولو وروسته غوښتل په جعفر ایکسپریس نومې ریل کې بېرته ستانه شي.
د پاکستان پوځ د بي ایل اې دې دعوې ته لا هیڅ غبرګون نه دی ښودلی اؤ نه یې هم لا ددې چاودنې په اړه کوم بیان جاري کړی دی.
د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف په دې خونړۍ چاودنه خواشیني ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي ترهګرو ته به د بېګناه انسانانو د وژنې قیمت پرېکول وي.
پخپل یو بیان کې ښاغلي شهباز شریف ویلي حکومت اؤ امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ نوغي ویستلو ته په بشپړ ډول چمتو دي اؤ ترهګرو ته به اجازه ور نه کړي چې د بېګناه وګړو د ژوند سره لوبې وکړي.
وزیراعظم د بلوچستان د صوبایي حکومت څخه ددې پېښې په اړه تحقیقاتي رپورټ هم غوښتی دی.
د بلوچستان صوبې وزیراعلا ویلي په دې پېښه کې ککړ ترهګر ددې جوګه نه دي چې انسانان ورته وویل شي .
پخپل یو بیان کې هغه ویلي ترهګر له انسانیته غورځېدلي اؤ د هغوي د نابودولو لپاره به اقدامات دوامداره ساتل کیږي.
تر دې وړاندې د اکتوبر په شپږمه نیټه بي ایل اې د کراچۍ هوایي ډګر نه بهر د چینایي وګړو په قافله د شوي هغه ځانمرګي برید ذمه واري هم پغاړه اخستې وه چې دوه چینایي وګړي پکې وژل شوي وؤ اؤ یو بل د چین وګړی پکې ژوبل شوی ؤ.
له دغه برید وروسته بي ایل اې خبریالانو ته په لیږل شوي بیان کې دعوه کړې وه چې یو ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو موادو ډک موټر د کراچۍ له نړيوال هوايي ميدانه تلونکو د چينايانو له کاروان سره جنګولی اؤ هغوي ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په ۲۶م اګست د بلوچستان بیلابیلو سیمو کې وسله والو په پوځ اؤ عامو خلکو خونړي بریدونه کړي وؤ چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې په دغو بریدونو کې د ۱۴ؤ امنیتي عسکرو په ګډون تر ۷۰ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ.
ددغو بریدونو پړه هم یاغي وسله والې بلوڅ ډلې بلوڅ لبریشن ارمي پر غاړه اخستې وه اؤ پخپل یو بیان کې یې دعوه کړې وه چې بریدونو کې یې ۱۳۰ پوځيان وژلي خو د بي ایل ای دا دعوه ازادو سرچینو نه وه تایید کړې.
د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.
بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.
په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.
وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.
بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.
پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.
د کوټې په ریلوی سټېشن کې ځانمرګي برید،۲۲ کسان وژل شوي،۴۰ ژوبل
د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان د سرښار کوټې په ریلوی اسټیشن کې ځانمرګي برید شوی چې د چارواکو په وینا په دې برید کې ۲۲ کسان وژل شوي اؤ تر ۴۰ؤ زیات نور ژوبل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې دا چاودنه د خالي یا شنبې په سهار هغه مهال شوې چې د جعفر ایکسپریس په نوم ریل ګاډي د کوټې څخه پېښور ته د تګ تابیا نیوله.
امنیتي سرچینې وایي ریل ګاډی لا په پلیټ فارم نه ؤ ولاړ چې په دعه مهال د ټکټونو د خونې تر څنګ یوه درنه چاودنه وشوه .
د کوټې د پولیسو مشر یا ایس ایس پي محمد بلوچ بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې دا یو ځانمرګي برید معلومیږي اؤ په اړه یې پلټنې پیل شوي.
هغه ویلي د چاودنې په مهال په ریلوی سټېشن کې تر ۱۰۰ زیات کسان موجود وؤ اؤ هغوي کې زیاترو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پولیسو مشر ویلي ، دپېښې د ځای څخه شهادتونه راټولولی شي اؤ پلټنې دوام لري.
د پېښې سره سم په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ په پېښه کې د وژل شوؤ کسانو جسدونه اؤ ژوبل تنان یې د کوټې سول روغتون ته انتقال کړي دي.
پولیس سرجنې ډاکټر عایشه فیض بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې په دې چاودنه کې د ۲۲ کسانو د وژل کیدو پخلی کړی دی اؤ ویلي یې دي چې تر ۴۰ؤ زیات ژوبل تنان هم هسپتال ته ور وړل شوي دي.
د کوټې د سول هسپتال یو چارواکي ډاکټر نور الله وایي له چاودنې وروسته د کوټې سول هسپتال کې بېړنی وضعیت پځای کړل شوی اؤ د روغتیایي مرستو لپاره اضافي ډاکټران اؤ طبي مامورین رابلل شوي دی.
بیلتون پاله بلوچ وسله والې ډلې بلوچ لبریشن ارمي(بي ایل اې) ددې برید ذمه واري پغاړه اخستې اؤ ویلي یې دي چې هغوي دا خودکش برید په هغو پوځيانو کړی چې یو کورس کې له برخې اخستو وروسته په جعفر ایکسپریس کې تلونکي وؤ.
خو د پاکستان پوځ یا حکومت لا په دې هکله څه نه دي ویلي.
د بلوچستان وزیر اعلا سرفراز بګټي ددې چاودنې په سختو ټکو غندنه کړې اؤ چارواکو ته یې د پلټنو امر کړی دی.
پخپل یو بیان کې وزیراعلا بګټي ویلي د ترهګرۍ په زیاتره پېښو کې ککړ عناصر خپل انجام ته رسول شوي دي اؤ صوبه کې د ترهګرو په ضد عملیات دوامداره دي.
هغه ویلي حکومت هوډ کړی چې د ترهګرۍ نوغی به وباسي ځکه چې دا ترهګر د ټول قام اؤ انسانیت دښمنان دي.
د پاړه چنار امن لاریون او انتظامیې تر منځ مذاکرات کامیاب، د پاړه چنار سړک په پرانستو اتفاق شوی
د پاړه چنار د امن لاریون د برخه والو اؤ د کورمې د انتظامیې تر منځ د پاړا چنار اؤ پېښور تر منځ د غځېدلې لویې لارې یا سړک پرانستلو په اړه مذاکرات کامیاب شوي دي .
د کورمې د حسینیه ټولنې مشر جلال حسین بنګښ وایي د لاریون کوونکو اؤ انتظامیې جرګې پرېکړه کړې ده چې په وړومبي پړاؤ کې به په دې سړک یوازې د قافلو په بڼه د تګ راتګ اجازه وي اؤ له راتلونکې اوونۍ څخه به دا مرکزي سړک د هر رقم ټریفک لپاره پرانستل کیږي.
د سرچینو له مخې د پاړه چنار د مرکزي سړک په خوندي کولو له اتفاق وروسته د لاریون برخه والو د سمیر عباس زیارت په مقام د خپل احتجاجي پرلت د ختمولو اعلان کړی دی.
د کورمې د حسینیه ټولنې مشر جلال حسین بنګښ رسنیو ته ویلي د لاریون کوونکو اؤ انتظامیې تر منځ شوې جرګه کې پرېکړه شوې چې په پاړه چنار سړک به اضافي چیک پوسټونه جوړولی اؤ سي سي ټي وي کیمرې هم لګولی شي.
د پښتونخوا صوبې د قبایلي ضلعې کورمې په زرګونو اوسیدونکو درې ورځې وړاندې له پاړه چناره تر صدې پورې د سولې په نوم لاریون پیل کړی ؤ او له حکومته یې غوښتنه کړې وه چې په سیمه کې دې امنیت ټینګ کړي او ټولې تړلې لارې دې ژر تر ژره پرانیزي.
د نومبر پر اوومه د کورمې د حسینیه ټولنې مشر جلال حسین بنګښ د لاریون برخه والو ته په خپله وینا کې ویلي وؤ، چې دوی په تش لاس راوتلي دي او یوازینۍ غوښتنه یې په سیمه کې امن راوستل دی.
نوموړي ویلي وؤ "زموږ دا سوله ییز لاریون به د لارو تر پرانستلو دوام لري."
دا لاریون وروسته له هغې پیل شوی ؤ چې کله د نومبر پر پنځمه په بګن کې له ډاډ قمر سره نزدې له پېښوره د پاړا چنار پر لور روان د شیعه مساپرو پر دوو موترو په یوه وسلوال برید کې دوه تنه ووژل شول او یوه ښځه ژوبله شوه.
تر دې وړاندې هم د اکتوبر پر ۱۲ د مقبلو د قوم د موټرو پر کاروان په بريد کې ۱۷ تنه وژل شوي وؤ.
تر هغې وړاندې، پر همدغه ورځ وسله والو د کونج عليزو غره ته پر تليو دریوؤ کسانو ډزې کړې وې چې پکې هغوی ژوبل شوي وؤ.
ځایي انتظاميه وايي، د پرلت په غوښتنو کار روان دی، او اوړمه ورځ د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه کې هم د کورمې په امنيت بحث شوی دی.
د اېپکس کمیټۍ غونډه کې د پوځ کور کمانډر،د صوبې د پولیسو مشر اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو برخه درلوده اؤ د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې هغوي کورمه کې د امنیت په وضعیت اؤ موجوده صورتحال بحث اؤ غور کړی ؤ.
رپورټونه وایي دغه غونډه کې پرېکړه شوې وه چې سیمه کې د امن د ټینګښت ، دخلکو د سرونو اؤ مالونو د خوندي کولو اؤ د حکومتي واک پځایک ولو لپاره به ټولې لارې چارې په کار راوستلی شي.
پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په اووم نومبر اسلام اباد کې خبري غونډه کې ويلي وؤ، په کورمه کې روانو قبايلي فرقه ييزه شخړو اؤ سنګينو حالاتو ته دې فوري توجه وشي.
د بشري حقونو کمېشن ویلي وؤ ، تېر د 2023م کال په جون او بيا په اکتوبر کې د مخالفه ډلو ترمنځ په جنګ بندۍ اتفاق شوی او څو جرګې شوې وې خو په کورمه کې تشدد اوس هم روان دی.
د کمېشن ترمخه، روان کال د جولای د میاشتې په شخړو کې اندازً 49 کسان وژل شوي او لږ تر لږه 190 ژوبل شوي وو، په ستمبر کې بيا 21 کسان وژل شوي او اکتوبر کې 11 تنه وژل شوي، ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.
د بلوچستان حکومت دعوه کړې په موساخېل کې د مزدورانو په وژنه کې ککړ وسلوال یې وژلي
د بلوچستان حکومتي چارواکو دعوه کړې ده چې د صوبې په موساخېل ضلع کې د 22 مسافرو په وژنه کې لاس لرونکي درې بريدګر د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او دوه ژوندي نيول شوي دي. بې طرفه سرچینو د دغو دعوو پخلی یا انکار کړی نه دی.
د چارواکو په وينا، د روان کال د 25م او 26م اګست په منځنۍ شپه د موساخېل په «راڼه شم» سيمه کې وسلوالو له بسونو مسافر خلک راکښته کړي او له پنجاب سره تعلق لرونکي 22 تنه مزدوران يې وژلي وو.
د ياد بريد ذمه واري ناقانونه ګرځول شوې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې منلې وه.
د بلوچستان د ترهګرۍ ضد پوليس سي ټي ډي مشر اعتزاز ګورايا د جمعې په ورځ په خبري غونډه کې وويل، په بريد کې ککړ نور غړي او د هغوی مرسته کیونکي هم پېژندل شوي دي:
"د نيولو لپاره يې په موساخېل، دوکۍ او د لورلای په ګډون په نورو سيمو کې د لټون عمليات روان دي، چې ژر به يې نور تفصيل له رسنيو سره شريک کړو".
د بشري حقونو ډلې او بلوڅ ملت پاله ګوندونه په یاده صوبه کې د پوځ او پولیسو په دغه ډول عملیاتو او په هغو کې په وژل شوو یا نیول شوو کسانو باندې د حکومت تورونو یا دعوو ته د شک په نظر ګوري. او داسې وژنې ماورای عدالت بولي.
د ترهګرۍ ضد ادارې مشر وويل، د مرکزي او صوبايي حکومت، ترهګرۍ ضد پوليسو، ملېشه ځواک، لېویز او استخباراتي ادارو ټولو په ګډه په برياليتوب سره په پېښه کې ککړه ډله معلومه کړه:
"د هغوی دوه غړي یې نيولي، چې يو پکې شپارس کلن ځوان هم شامل دی او درې تنه يې وژلي هم دي".
اعتراز ګورايا د وژل شوو او نيول شوو کسانو په باب نور تفصيل ور نه کړ چې دوی څوک، د کومې سیمې او له کومې وسلوالې ډلې سره تړليدي.
ګورايا زياته کړه، همدغه ډله چې په موساخېل کې يې مسافر وژلي، د دوکۍ د کويلې مزدورانو په وژنه او له کانونو څخه د بتې یا په زوره پيسې اخيستلو کې هم لاس لري.
اعتزاز ګورایا وویل، د ناقانونه بلوچ لیبریشن آرمي ډلې له یو بل ترهګر تنظیم سره په ياده سيمه کې اړيکي ثابتې شوې او وایي له هغه تنظيم څخه وسلې هم اخلي، خو د هغه تنظیم نوم یې نه دی په ډاګه کړی.
هغه وويل تحقیقاتو کې دا معلومه شوې چې "ترهګرو څنګه کوچني مجرمان خطا ايستلي او پیسې یې ورکړې"، وایي "د دې تر څنګ يې کوچني ماشومان، د ښوونځيو او کالجونو هغه زده کوونکي چې مالي حالت يې ښه نه دی، د پینځوس زره روپيو په بدل کې خطا کړل شوي".
له موساخېل او بارکان څخه د صوبايي اسمبلۍ غړي سردار عبدالرحمان کېتراڼ په وينا، بلوڅ دې د ټوپک پر ځای قلم خپل کړي او که کوم څوک ټوپک اخلي وایي هغه "ترهګر دي" او حکومت به ترهګر هیڅکله نه معافوي.
صوبايي وزير سردار عبدالرحمن كېتراڼ، د صوبايي حکومت وياند شاهد رند او د سي ټي ډي پوليسو مشر اعتزاز احمد ګورايا د جمعې په ورځ د کوټې په سيول سيكرټريټ كې ګډ خبري کانفرنس وکړ.
دوی په دې مخصوصه خبري کانفرنس کې د طلعت عظيم په نامه يو ځوان هم هلته له ځان سره کښېنولی وو.
دغه ځوان "طلعت عظيم" ځان بلوڅ او د کوټې ښار اوسېدونکی ياد کړ او ویې ویل دا وخت د پنجاب پوهنتون لاهور د سياسياتو د دريم سمسټر زده کوونکی دی، وايي هلته په پوهنتون کې بلوڅ زده کوونکو کونسل او د ډاکټر ماه رنګ بلوڅ د تحريک [بلوچ يکجهتي کمېټۍ] ځينې غړو دی په ناقانونه وسلواله ډله بي ايل اې کې شاملېدو ته هڅولی دی.
د پنجاب پوهنتون د بلوڅ زده کوونکو کونسل او بي وای سي تر اوسه دې تورونو ته کوم ځواب نه دی ويلی.
بلوچستان پوليس چارواکو د 2023م کال په مارچ کې هم د يوې نيول شوې ښځې ماهل بلوڅ يو ويډيو بيان له رسنیو سره شریک کړی وو او دعوه یې کړې وه چې دغې مېرمنې له بېلتون غوښتونکي وسلوال تنظيم سره تړاو درلود خو د لادرکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کوونکي تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز دغه بيان ته په زوره اخستل شوی بيان ويلي وو او دعوه یې کړې وه چې سي ټي ډي دغه کار د لا درکه بلوڅانو د مبارزې د کمزورې کولولپاره کړی دی.
په دې خبري کانفرنس کې د کوټې ښار ځينې خبريالان له کېمرو پرته ور غوښتل شوي وو او دوی ته په يو ډول هم د خبري غونډې د ریکارډولو اجازت نه دی ورکول شوی. تر دې وړاندې هم چې له بلوڅ وسلوالو ډلو سره ممکنه اړوند کوم کس رسنيو ته وړاندې کړل شوی يواځې سرکاري ټي وي ته یې د ريکارډولو اجازت وي.
د دوو تازه پېښو سره پاکستان کې سږ کال د پولیو د پېښو شمېر 48 ته ورسېد
د پاکستان د پښتونخوا اؤ سیند صوبو څخه د پولیو دوه نورې پېښې مخې ته راغلې دي چې دې سره پاکستان کې د روان کال په مهال د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمېره 48 ته رسېدلې ده.
په اسلام اباد کې د صحت د قامي ادارې د پولیو د مخنیوي ریجنل ریفرنس لیبارټرۍ سرچینو ویلي په خېبر پښتونخوا کې د پولیو تازه پېښه له ډيره اسماعیل خان اؤ په سیند صوبه کې له ګوټکي څخه ریکارډ شوې ده.
تر دې وړاندې هم د روانې میاشتې په پیل کې د ډيره اسماعیل خان څخه د پولیو یوه پېښه مخې ته راغلې وه اؤ ددې تازه پېښې د تصدیق سره سږکال ډيره اسماعیل خان نه د پولیو مخې ته د راغلو پېښو شمېره دریوؤ ته رسېدلې ده.
پاکستان کې د روان کال په اوږدو کې د پولیو وایرس خوریدو کچه په چټکتیا سره په بره تللې ده اؤ د پولیو تر ټولو زیاتې 23 پېښې په بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلې دي.
همدا شان په په خېبر پښتونخوا کې 10، په سیند صوبه کې 13،په اسلام باد اؤ پنجاب صوبه کې یوه، یوه د پولیو پېښه ریکارډ شوې ده.
په پاکستان کې د پوليو ناروغۍ په ضد د تيرو ديرشو کلونو راهيسې مبارزه روانه ده خو پاکستان لا تر اوسه د دې ناوړه وايرس په ختمولو کې نه دی بريالی شوی.
پاکستان کې د 28م نومبر څخه د اکتوبر تر دريمې نيټې پورې د ټول هيواد په کچه د پوليو ضد څاڅکو ورکولو مهم سرته رسېدلی او دغه کمپاين کې د خيبر پښتونخوا اورکزئ ، کوهاټ او شمالي وزیرستان کې په پوليو ټيمونو یو شمیر بريدونه شوي دي.
څيړونکی وايي وړاندې نه ترهګرۍ ځپلې صوبه خېبر پښتونخوا کې نه يواځې په پوليو ډلو بريدونه بلکې د ځينې خلکو لخوا په حکومت او په ویکسینو بې باورې هم د پولیو د مخنیوي مخې ته لوي خنډ دی .
پاکستان کې د پوليو مخنيوي چارواکي وايي د هيواد 76 ضلعي په پولیو وايرسو ککړې شوي دي .
د صحت نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او ) پاکستان کې د پوليو د پېښو په زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې له پاکستان څخه پوليو وايرس نورو هېوادونو ته د انتقالېدو فوري خطر شته.
په پاکستان کې 1994 کال راهیسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هېواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هېواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې اوس هم ځای پځای د پولیو وېکسین نه انکار موجود دی، او دې خبرې د پولیو ضد هڅې زیانمنې کړې دي.
د سرحدي کرښې دواړو غاړو ته تندلاري د وېکسین په ضد هلې ځلې کوي او د وېکسین په کارمندانو او د هغو په محافظانو یې د تشدد نه ډکی حملې کړې دي چې پکې په سلګونو پولیس اؤ د پولیو د مخنیوي فعالان وژل شوي دي.
Forum