د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمېنسټي انټرنېشنل د جمعې په ورځ د ایي سي سي د وکیل د غوښتنې ستاینه وکړه او دا يې د افغان مېرمنو دپاره د انصاف په لوري اهم ګام وبللو.
د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو خصوصې استازې روزا اوتنبایوا د تعلیم په نړیواله ورځ په خپل پېغام کې ویلي "دا یوه خواشینونکې غمیزه ده چې میلونونه افغان نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې شوې دي. "
د وایټ هاوس ترجمانې کېرولاین لوېټ په اېکس پو پېغام کې وویل د ټرمپ حکومت د زیارت په ورځ ۵۳۸ کسان ګرفتار کړل، ټول يې غېرقانوني مجرمان وبلل او ويې وېل په نیول شویو کسانو کې د وېنېزوېلا د زندان د ګېنګ کسان او داسې تنان هم شامل دي چې د جنسي جرمونو په سر سزا شوي دي
رېټکلېف به اوس د يوې داسې ادارې مشري کوي چې ټرمپ او د هغه د ريپبلېکن پارټۍ غړو پرې تنقید کړی چې د یوکرېن، افغانستان او د منځي ختیځ په شان ځایونو کې د اهم پرمختګونو په اړه معلومات نه لري او که معلومات يې لرل هم نو دا يې د مخکني حکومت د تګلارو په دفاع کې استعمال کړي دي
د سعودي عرب ولیعهد د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هغه هېواد غواړي په راتلونکو څلورو کلونو کې په امریکا کې ۶۰۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.
ټرمپ همدا شان د مصنوعي ذهانت په برخه کې خپل سلاکار او د قامي سلامتیا مرستیال ته وویل چې د مخکېني صدر جو بایډن لخوا د لګولو شوو پالیسیو او ضابطو په لېرې کولو دې کار وکړي.
ټرمپ له واشنګټن نه د یو ویډیولېنک د لارې د سوېټزرلېنډ په ډاوېس ښار کې جوړ شوي نړېوال اقتصادي فورم ته وینا کې وویل: "امریکا راستنه شوې او د کاروبار دپاره آماده ده."
د اریزونا، اېلینوی، اوریګن او واشنګټن ریاستونو لخوا د ټرمپ د دغه صدارتي حکم د موقتي ځنډېدلو غوښتنه وشوه چې دا یې اوله اورېدنه وه او په ټوله امریکا کې د جج دغه فیصله د عملي کېدو قابل ده.
بوزېل کنزروېټیو یا زاړه پاله سیاسي فعال او لیکوال دی او د هغه د څېړنې اداره وايي په مطبوعاتو او په عام ثقاقت کې د ازاد خیالۍ د تعصب مخنیوي دپاره هلې ځلې کوي. اېم ار سي وايي زاړه پاله اوازونه د خاموشه کولو په سر يې د ټېکنالوجي د کمپنیو مخالفت هم کړی دی
ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې وویل په سټارګېټ به کار په سمدستي توګه شروع کړی شي چې په ای ايي کې جدید پرمختګونه وکړي او په کې به لوی لوی ډېټا سېنټرې جوړېږي
د امریکې نوي خارجه وزیر وویل د خارجه تګلارې په کوښښونو کې به بنیادي سفارتکارۍ ته توجه ورکول کېږي، د هغه ثقافتي او سیاسي مسلو نه به توجه لرې کولی شي چې د ملک دننه اختلاف پېدا کوي او په خارجي کچه غېر مقبوله دي
نور کتل
No media source currently available