د امریکې صدر ډونالډ ټرمپ د صدارتي لوړې يا سوګند کولو وروسته په لومړۍ ورځ اېګزېکټيو ارډرز، صدارتي احکامات لاسليک کول پيل کړي دي، په دغو احکاماتو کې د پخواني صدر جوبايډن ګڼ اقدامات د مينځه تللي، امریکا د ماحولياتو يا چاپېريال د لوظنامې څخه جدا شوې او د ټرمپ ضد ټولې مقدمې او پلټنې ختمول شامل دي.
صدر ډونالډ ټرمپ دویم ځل واک ته د خپل رسېدو په وړومبۍ ورځ د یوې سترې او عظیمې امریکې دپاره خپل لیدلوری وړاندې کړ.
د امریکا د نوې انتظامیې پرېکړه هغه په زرهاوو نور افغانان هم په نامعلومه صورتحال کې راګېر کړي چې په امریکا کې د پناه غوښتونکو په حیث یې راتګ قبول شوی دی.
مارکو روبیو د رېپبلېکن ګوند پورې اړه لري او مخکې تر دې په سنېټ کې د فلوريډا ایالت سنېټر و.
ټرمپ وایي، بایډن د افغانستان نه د امریکایي پوځیانو د انخلا نه پس، هغه هېواد کې "په بلینونو ډالر" پوځي سامانونه پرېښودل.
د ګل/دوشنبې په ورځ د نړۍ د مشرانو لخوا صدر ډانلډ ټرمپ ته د امریکا د ۴۷م صدر په حیث د سوګند پرځای کولو په خاطر د مبارکیو پیغامونه ورکړی شوي دي.
د امریکا نوي صدر ډانلډ ټرمپ د دفاع وزارت دپاره یو نګران وزیر ټاکلی دی، ځکه نوموړي وزارت ته د هغه نومل شوی کس، پیټ هېګسټ تر اوسه د سنېټ لخوا ندی منظور شوی.
خپل تقریر کې ټرمپ لوظ وکړو چې د مخکني حکومت برعکس به يې حکومت امریکایانو ته د ملک دننه تحفظ ورکوي او په نړیواله کچه به جنګونه ختموي او د هېواد وسایل به د امریکایانو په ترقۍ او سوکالۍ خرچ کوي
د امریکې د کانګرس په ودانۍ کې په یوه خصوصي دستوره کې ټرمپ د صدارت د دویمې دورې سوګند پورته کړو
د کانګرس په ودانۍ کې د صدر د سوګند پورته کولو یا د اېناګیورېشن په دستوره کې به قريباً ۶۰۰ کسان شرکت کوي. که دا دستوره د ودانۍ نه بهر کېدله نو تر ۲۵۰۰۰۰ پورې کسان په موجود وو ځکه چې په دې شمېره کې خلکو د دستورې ټېکټونه اخیستي وو
نور کتل
No media source currently available