د امریکې نوي خارجه وزیر وویل د خارجه تګلارې په کوښښونو کې به بنیادي سفارتکارۍ ته توجه ورکول کېږي، د هغه ثقافتي او سیاسي مسلو نه به توجه لرې کولی شي چې د ملک دننه اختلاف پېدا کوي او په خارجي کچه غېر مقبوله دي
د امریکې صدر ډونالډ ټرمپ د صدارتي لوړې يا سوګند کولو وروسته په لومړۍ ورځ اېګزېکټيو ارډرز، صدارتي احکامات لاسليک کول پيل کړي دي، په دغو احکاماتو کې د پخواني صدر جوبايډن ګڼ اقدامات د مينځه تللي، امریکا د ماحولياتو يا چاپېريال د لوظنامې څخه جدا شوې او د ټرمپ ضد ټولې مقدمې او پلټنې ختمول شامل دي.
صدر ډونالډ ټرمپ دویم ځل واک ته د خپل رسېدو په وړومبۍ ورځ د یوې سترې او عظیمې امریکې دپاره خپل لیدلوری وړاندې کړ.
د امریکا د نوې انتظامیې پرېکړه هغه په زرهاوو نور افغانان هم په نامعلومه صورتحال کې راګېر کړي چې په امریکا کې د پناه غوښتونکو په حیث یې راتګ قبول شوی دی.
مارکو روبیو د رېپبلېکن ګوند پورې اړه لري او مخکې تر دې په سنېټ کې د فلوريډا ایالت سنېټر و.
ټرمپ وایي، بایډن د افغانستان نه د امریکایي پوځیانو د انخلا نه پس، هغه هېواد کې "په بلینونو ډالر" پوځي سامانونه پرېښودل.
د ګل/دوشنبې په ورځ د نړۍ د مشرانو لخوا صدر ډانلډ ټرمپ ته د امریکا د ۴۷م صدر په حیث د سوګند پرځای کولو په خاطر د مبارکیو پیغامونه ورکړی شوي دي.
نور کتل
No media source currently available