لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوداګر: په پاکستان کې سږ کال د سمېنټو خرڅول ۱۵ او برامدات یې ۳۵ سلنه کم شوي


په پاکستان کې د سمنټو جوړولو کمپنیو اتحادیه وايي، د هېواد دننه د ګرانۍ او د پراختیايي کارونو د نشتوالي له امله د سمنټو خرڅول او برامدات کم شوي چې ورسره د زیاتو خلکو روزګار هم خراب شوی.

دغه ډول کاروباریان وايي، له پاکستان څخه افغانستان ته هم د سمنټو صادرات کم شوي او ډېرو ډرایورانو خپل ګاډي درولي دي.

په پاکستان کې د سېمنټو د کارخانو اتحادیه وایې، د روان مالي کال په نهو میاشتو کی د سمنټو خرڅ 15% کم شوی او د سېمنټو برآمدات 35% متاثره شوي.

کاروباریان وایې، په ملک کی پرمختیایی کارونه دریدلی او د هغې اثر بیا د سېمنټو په کاروبار هم پریوتی. په مرکزی ښار پیښور کی د سېمنټو د شخصي کمپنۍ منیجر روح الله وایي.

"د خلکو قیمت خرید ګران شوی او بل دا چی حکومت سره هم فنډونه نشته چی پرمختیایی کارونه وکړی او د سېمنټو کاروبار 70% په حکومتی فنډونو اډانه دی. نن سبا خلک خپل ضرورتونه نه شی پوره کولی نو کورونه به څه جوړ کړی."

طارق خان په مرکزی ښار پېښور کی د ودانیو د موادو کاروبار کوي.

دی وایې په صوبه کې د ودانیو کارونه نشته او کاروبار یی په تاوان کی روان دی.

"کارونه به روان وو، ارزاني وه خو اوس د ودانیو د موادو کاروبار خراب شوی او کاروبار مو په قرضونو روان دی."

امجد خان په پیښور ښار کې د غټ ګاډی ډرایور دی. دی وایې وړاندی به یې افغانستان ته هم سمېنټ وړل خو اوس یې ګاډی درولی او مزدوری هم نه کیږی.

"وړاندی به کارونه ډیر وو مونږ ته به وخت نه میلاویدو خو نن سبا کارونه نشته او ژوند یی ګران شوی."

د سمېټو د کارخانو اتحادیه وایې، د ملک نه بهر هیوادونو ته د سمېنټو برآمد 35% کم شوی اتحادیه وایې روان مالی کال په 9 میاشتو کی یوازی 3 میلينه ټنه سمنټ برآمد شوی او تیر کال هم په دی موده کی 4.6 میلينه ټنه سمنټ بهر هیوادونو ته صادر شوی وو په خیبر پختونخوا کی زیات سمنټ ګاونډی هیواد افغانستان ته برآمد کیږی خو کاروباریان وایې په افغانستان کی د طالبانو د واک وروسته د سمېنټو برآمد هم اغیزمن شوی.

روح الله وایې، "په کال 2017-18 کی چی کوم برآمد کیدو هغه اوس صفر ته راکوز شوی په افغانستان کی حکومت نشته خلق په سرمایه کاری هم یریږی چه بغیر د بینک نه خپلی پیسی ولیږی.حکومت پاکستان ته پکار ده چی په حکومتي کچه ګامونه واخلی او دی کی د حکومت خپله هم ګټه ده."

د پاکستان د شمیرنی اداره وایې روان مالی کال په اتو میاشتو کی افغانستان ته مجموعی برآمدات 32% زیات شوی او په درامداتو کی 24% اضافه شوی.

د شمیرنې د ادارې وینا ده چې روان مالی کال د تیرو 6 میاشتو راهیسی د لویو صنعتونو پیداوار متاثره شوی او د تیر کال په پرتله روان کال په فبرورۍ کی پیداوار 11.6% کم شوی چی له وجی یې په پاکستانی برآمداتو منفی اغیزی کیږی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG