لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کاروباريان: د مردان د ګوجرو ګړۍ د اوسپنې صنعت د 95 فيصده نه زيات بند شوی


د پاکستان مرکزي سټېټ بینک وایي پاکستان ته د اوسپنې واردات [درامدات] د 50 فيصدو نه زیات کم شوي او په خېبر پښتونخوا کی سوداګر وايي د خام مال د درامداتو د نشتوالی له وجې یې د اوسپنې 95 فيصده نه زيات کاروبارونه بند شوي او د اوسپنې په کارخانوکې د 70 فيصدو نه زیات کارکوونکي بېروزګاره شوي دي.

سوداګر وايي په حکومتي کچه اسانو قرضو ته اړتيا لري چې په خپلو پښو ودريږي.

ملک اعجاز خان چې د مردان ښار په ګوجرو ګړۍ کې د اوسپنې کاروبار کوي وايي د خام مال واردات نه کيږي چې له امله یې د دوی د 95 فيصدو نه زيات کاروبار ودرېدلی او 75 فيصده مزدوران یې بې روزګاره شوي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې يې وويل، "خام مال نه راځي نو هغې سره زه بې روزګاره شوم او ما سره 35 مزدوران نور هم بې روزګاره شو کله چی خام مال راځي هغې سره کارخانې روانې وي په هغې کې مزدور او انجينیر دواړه په روزګار وي او ټرانسپورټ هم روان وي".

د پاکستان مرکزي بېنک وایي د روان مالي کال په نهه میاشتو کې د بهر هېوادونو نه د اوسپنې او سټیل واردات د 50 فيصده نه زیات راکم شوی او د دې تر څنګ تیار د اوسپنې مصنوعاتو درآمد 36فیصده راټيټ شوی دی.

بېنک وايي په نهه میاشتو کی د اوسپنې خام مال نزدې 86 کروړه روپو ته راغلی او تېر کال هم په دې موده کې د یو ارب او 73 کروړه روپو خام مال درآمد شوی وو.

د خېبرپښتونخوا د مردان د ګوجرو ګړۍ د اوسپنې کاروباري مرکز کې کاروباريان وايي، د خام مال بندېدو له امله په مجموعي صنعت اغېزې کيږي.

کاروباریان وایي د اوسپنې په کارخانو کې د 200 کارکوونکو په ځای د دې تعداد لسو ته راکم شوی او زياتوي که حکومت د درآمداتو په ځای برآمداتو ته پام وکړی نو معاشي مشکلات به راکم شي.

په ګوجرو ګړۍ کې د سوداګرو د اتحاديې مشر حسیب الحق وي او اې ډيوه ته ويلي، په صوبه کې د اوسپنې زياتره کارخانې بندې دي.

"حکومت د چین ، جاپان او روس نه شیان راغواړي دا د ملک ترقي نه ده بربادي ده پرمختیا هغه ده چی د دی ځای جوړ شیان افغانستان، هند او دوبۍ ته لاړ شي نو هغی سره به زرمبادله هم راشي او روزګارونه به هم مېلاويږي".

په پاکستان کې د غېر ملکي زرمبادله د کمي له امله مرکزي حکومت په وارداتو بندېزونه لګولي دي.

مرکزي حکومت وايي، د وارداتو د کمي له امله د پاکستان د کرنټ اکاونټ خساره راکمه شوې خو ورسره د ملک صنعتي پرمختيا هم 11.5 فيصده راکمه شوې ده.

کاروبار کوونکي وايي، په اقتصادي مشکلاتو د قابو موندلو دپاره کاروباریان حکومتي قرضو ته اړتیا لري.

ځايي ناظم بختیار حسین وایي د کاروبارونو د بیا رغونې دپاره حکومتي قرضوته اړتیا ده چی دا خلک بیا په خپلو پښو ودريږي او حکومت ورته اسانې قرضې ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG