لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د هند د ولکې لاندې کشمیر کې شکمنو یاغیانو څلور هندي پوځیان وژلي دي

د پولیسو د رپورټونو ترمخه یوازې یوه ورځ وړاندې په کولګام ضلع کې د دوو بیلابیلو نښتو په نتیجه کې دوه پوځيان او شپږ شکمن وسله وال ووژل شول. (فایل فوټو)
د پولیسو د رپورټونو ترمخه یوازې یوه ورځ وړاندې په کولګام ضلع کې د دوو بیلابیلو نښتو په نتیجه کې دوه پوځيان او شپږ شکمن وسله وال ووژل شول. (فایل فوټو)

د هندي پولیسو د چارواکو د وینا ترمخه د ګل /دوشنبې په ورځ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په کټهوعه ضلع کې د معمول ګزمې پر مهال شکمنو یاغیانو د پوځ پر یوه موټر د کمین نه حمله وکړه ، څلور هندي پوځیان ووژل او لږ تر لږه شپږ نور یې ژوبل کړل.

پولیسو زیاته کړې چې په ځواب کې پولیس او پوځي ځواکونه په تیزی سره سیمې کې ځای پر ځای کړل شول او د سیمې محاصره یې وکړه او د لټون عملیات یې پیل کړل.

دا پېښه چې تر اوسه یې کومې وسله والې ډلې پړه پر غاړه نه ده اخيستې د تشدد وروستۍ پېښه ده.

د پولیسو د رپورټونو ترمخه یوازې یوه ورځ وړاندې په کولګام ضلع کې د دوو بیلابیلو نښتو په نتیجه کې دوه پوځيان او شپږ شکمن وسله وال ووژل شول. او په راجوړي ضلع کې وسله والو په یوه پوځي کېمپ ډزې وکړې چې له امله یې یو پوځي ژوبل شو.

د کشمیر سیمه چې په همالیه کې موقعیت لري د 1947م کال راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې یوه نقطه ده. دغه دواړه هېوادونه په کشمیر د خپل ملکیت دعوه لري.

د کشمیر پر سر شخړې له وجې د ایټمي وسلې لرونکي ګاونډیانو ترمنځ تر اوسه درې جنګونه هم شوي دي.

د هند اؤ پاکستان تر منځ دې لانجمنه سیمه کې تر دې وړاندې هم د پوځ اؤ وسله والو تر منځ نښتې شوې دي.

هند په پاکستان تور لګوي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یاغیانو ته وسلې او روزنه ورکوي خو اسلام اباد بیا دغه تورونه ردوي.

د هند د واک لاندې کشمیر کې وسله والو ډلو د کال ۱۹۸۹ راهسې بریدونه پیل کړې دي اؤ دغه وسله وال ددې سیمې د ازادۍ یا هم پاکستان سره د انضمام غوښتنه کوي .

د هند اؤ پاکستان تر منځ د کشمیر په سر دې شخړه کې تر اوسه په زرګونو عام خلک اؤ پوځیان وژل شوي دي.

تېره میاشت د شکمنو وسله والو په یو برید کې نهه هندو یاتريان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ ، دا برید هغه مهال شوی ؤ چې یو وسله وال تن په یاتریانو ناتاره ډزې کړې وې.

د کال 2017م نه راپدیخوا دا په یاتریانو شوی وړومبی برید ؤ چې کال 2017م کې وسله والو د هندو یاتریانو په یو بس ډزې کړې وې اؤ اووه کسان یې وژلي وؤ.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د اې پي او اې ایف پي نه اخیستل شوي دي

See all News Updates of the Day

لکي مروت:څلورو ورځو کې په پولیسو دریم هدفي برید کې یو بل پولیس عسکر اؤ د هغه ورور وژل شوي

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت کې یو ځل بیا هدفي برید ترسره شوی چې پکې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې یو پولیس عسکر او د هغه ورور وژل شوي دي.

دا په تېرو څلورو ورځو کې په پولیسو دریمه هدفي حمله ده، چې پکې درې پولیس عسکر او یو عام وګړی وژل شوي دي.

د لکي مروت پولیسو ویلي دي چې پېښه د خالي اؤ اتوار په منځ شپه کې په اباخیل سیمه کې رامنځته شوې.

د پولیسو په وینا د نامعلومه وسله والو په ناتاره ډزو کې د پولیس هیډ کانسټېبل حافظ صفي الله او د هغه ورور نوید الله وژل شوي دي. دواړه په پېښه کې لومړی سخت ټپیان شوي وو، خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

‎پولیس وایي، حافظ صفي الله د وزیرستان په سیمه کې د پولیسو د پلټنو څانګه کې خدمات ترسره کول او په رخصتۍ کور ته راغلی و.

د هغه ورور، نوید الله، د پښتون ژغورنې غورځنګ سیمه ییز فعال او تحریک د اباخېل سیمې رابطې کار وو.

پولیسو ویلي چې وژل شوي کسان له مونځ وروسته په موټر سایکل کور ته روان وو، چې د برید هدف وګرځېدل.

پی ټي ایم دا پېښه په سختو ټکو غندلې ده، او د غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړي حنیف پښتین ویلي دي چې دا یو غیر انساني عمل دی او د پښتنو پر وړاندې د ظلمونو د یوې اوږدې سلسلې برخه ده.

‎پښتین دا هم ویلي چې دپي ټي ایم مشر منظور پشتین د وژل شوو کسانو له کورنۍ سره په اړیکه کې دی، او دوي به په ګډه یو مشترکه لایحه عمل اعلان کړي.

‎ برید کوونکي له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي، او پولیسو د نامعلومه وسله والو پر ضد مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړي دي.

‎تراوسه د دې پېښې ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخستې.

تیره ورځ هم په لکي مروت نورنګ سیمه کې د پولیسو په استخباراتي عملیاتو کې یو مهم وسله وال کمانډر ملا غلام محمد وژل شوی و.

له دغه عملیاتو وروسته په لکي مروت کې دا په پولیسو دویم برید دی، او تر دې وړاندې پرون په مستي خېل سیمه کې یو بل پولیس اهلکار هم په یو هدفي برید کې وژل شوی و.

د پاکستان پوځ د بلوچستان په قلات کې د دوو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده

د پاکستان پوځ په تازه خپاره کړي بيان کې ليکلي چې د بلوچستان په قلات کې د شپږم او اووم سپټمبر په منځنۍ شپه يې د پټو معلوماتو په اساس عملیات کړي او دوه تنه یي وژلي. پوځ د ياد کسانو په اړه نور معلومات ندي ورکړي.

د پوځ وياندې ادارې په خپل بيان کې دعوه کړې، ”وژل شوي کسانو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او د بې ګناه ملکي وګړو پر ضد په ګڼو ترهګريزو فعاليتونو کې لاس درلود“.

قلات له کوټې څخه شاوخوا يو 141 کلو ميټره لېري پرته بلوڅ ميشته سيمه ده. په ياده سيمه کې زياتره وخت د امنتي ادارو د عملياتو تر څنګ د بلوڅ ناقانونه ګرځول شويو بيلا بيلو تنظيمونو له لوري په امنيتي ادارو د وسلوالو ډليزو بريدونو، او مالي ځاني تاوانونو دعوې کېږي.

د قلات د پېښې اړوند د پوځ په بيان کې ليکل شوي چې، ” د پاکستان وسله وال ځواکونه له خپلو خلکو سره په شريکه د بلوچستان د امن، خوشحالۍ او پرمختګ بربادکولو هڅې شنډولو ته ژمن دي۔"

د پوځ په بيان کې ليکل شوي، ” د عملیاتو په ترڅ کې، ځواکونو د ترهګرو ځای په ولکه کې اخيستی او په مؤثره توګه يې ښکیل کړي او دوه ترهګر يې وژلي، له وژل شويو څخه وسلې او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي.“

د پوځ په وينا، په سيمه کې د نورو ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د پاکۍ عمليات روان دي.

اوړمه ورځ د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري مطبوعاتو ته ویلي وؤ، د روان کال په تيرو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 193 افسران او عسکر وژل شوي دي. هغه هم دعوه کړې وه چې د اخري ترهګر د ختمولو پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.

تيره شپه د بلوچستان په پښتني سيمه پشين کې پوليسو د عملياتو په ترڅ کې د پينځه تنو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

د ترهګرۍ ضد پوليس"سي ټي ډي" په خپاره کړي بيان کې دعوه کړې،” وژل شوي ترهګر وو او تعلق يې له خوارج(ټي ټي پي) تحريک طالبان پاکستان سره دی.

پوليسو ويلي، د ځوابي ډزو په ترڅ کې يې ياد کسان وژلي او د هغوي نه یي وسله او چاودېدونکي توکي هم تر لاسه کړي.

سي ټي ډي پوليسو د يادې پېښې د مقدمې درج کولو او نورو پلټنو کولو خبر هم وکړی. خو له تر اوسه په دې اړه د تحريک طالبان پاکستان کوم دريځ مخې ته ندی راغلی.

یاده دي وي، د پاکستان مرکزي حکومتي کابينې پوځ او امنيتي ادارو ته په بلوچستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د مشکوکو خلکو نيولو او درې مياشتې له ځان سره ساتلو قانوني اختيار ورکولو پريکړه کړې ده.

خو بلوڅ او پښتانه سياستوال او د انساني حقوقو فعالان دا حکومتي پرېکړه د ملک د ایين، قانون او د انساني حقونو ضد عمل بولي او له حکومته بيرته د دې پريکړې د اخيستلو غوښتنه کوي.

د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل څو ورځې وړاندې له همدې کبله د قومي اسمبلۍ له څوکۍ استعفی ورکړه چې وایي په پارلمان کې د بلوچستان د خلکو د حقونو په اړه نه څوک خبرې کوي او نه پرې قانون سازي کیږي خو د صوبې د وسایلو او خلکو خلاف پکې فیصلې کیږي.

د پي ټي ایم جرګې لپاره د "پښتون قامي عدالت" په نوم ټرینډ: "11م اکتوبر د خپلواکۍ، احتساب او سباوون ورځ "

د پښتنو د حقونو لپاره فعال پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې په ځانګړې توګه په پښتونخوا او بلوچستان کې د امن او جبري بې درکه خلکو د موندنې لپاره او په پخوانیو قبایلي سیمو کې د پوځ د ترهګرۍ ضد پالیسۍ خلاف تر څه باندې شپږو کلونو احتجاجي لاریونونو او جلسو وروسته په را روان اکتوبر کې یوه لویه جرګه اعلان کړې ده.

د پاکستان پوځ په 2018م کال کې اعتراف کړی وو چې د پي ټي ایم غوښتنې جایزې دي او د منلو ډاډ یې ورکړی وو، خو له هغه وروسته چې د دې تحریک مشرانو په خپلو جلسو کې پر پوځ پرله پسې نیوکې پیل کړې پوځ نه یواځې ورباندې دا تورونه ولګول چې هند او افغانستان ورسره مالي مرستې کوي بلکې دا یې هم وویل چې دوی خلک د پوځ خلاف را پاروي او په ترهګرۍ ضد جګړه کې تر لاسه کړې ګټې یې ضایع کوي.

پي ټي ایم تل د پوځ تورونه رد کړي او وایي له یادو هېوادونو ورسره د مرستې ثبوتونه دې ورکړل شي خو د پاکستان ریاستي ادارو تر اوسه داسې ثبوتونه رسنیو ته نه دي وړاندې کړي چې پکې خپل تور ثابت کړي.

د پښتون تحفظ موومنټ (پي ټي ایم) مشر منظور پښتین د جولای پر 12مه په اسلام اباد کې د خپل وژل شوي ملګري ګیله من پښتین په جنازه کې په وزیرستان کې اعلان وکړ چې د اکتوبر پر 11مه به د پښتنو یوه لویه جرګه کوي او د اګست میاشتې پر 30مه یې په خیبر سیمه کې د راجګل کډوالو احتجاجي پرلت ته وویل چې د "پښتون قامي عدالت" په نامه دغه درې ورځنۍ جرګه به په خیبر کې جوړوي.

د دې جرګې له اعلانېدو وروسته پر سوشل مېډیا "پښتون قامي عدالت" یا [پشتون نېشنل کورټ] په نوم ټرینډ پیل شوی چې پکې له عامو خلکو سره سره ګڼ شمېر سیاستوالو، مدني فعالانو، لیکوالو او د ژوند له نورو څانګو سره تړلیو خلکو سړیو او ښځو پکې برخه اخیستې او د دې جرګې هرکلی یې کړی دی.

د عثمان ګل خټک [د فېسبوک نوم تور ګل چوهدري] په نوم یو کراچۍ مېشتي پښتون او فعال پر سوشل مېډیا د خپلې کورنۍ د غړو یوه ویډیو خپره کړې ده چې پکې هغه خپله، د ده مېرمن، لوڼې او لمسي جلا جلا خلک د یوولسم اکتوبر جرګې ته هڅوي او وایي چې دا به "د خپلواکۍ، احتساب او سباوون ورځ وي".

منظور پښتین د ستمبر پر درېیمه د وي او اې ډیوه خبریال عدنان بېټني ته په ځانګړې مرکه کې وویل، تر جرګې مخکې یې د څېړنې 10 ځانګړې ډلې ټاکلې دي چې وایي په هغوی کې پي ایچ ډي ډاکټران دي او هغوی یې په دې ګومارلي چې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ په نوم جګړه کې د وژل شویو، ټپي شویو، معذوره او جبري لادرکه خلکو او د تشدد پېښو په ګډون د لسو موضوعاتو په اړه معلومات را غونډ کړي.

د پښتین په وینا په دغو لسو موضوعاتو کې په پاکستان کې د پښتنو د شناختي کارډونو او د وسایلو مسئله هم شامله ده او له دې پرته په پښتونخوا او بلوچستان کې د خرابو سړکونو له کبله په ټکرونو کې د خلکو وژل کېدل، په پاکستان کې له پښتنو څخه بته خوري یا کلنګ اخیستل کېدل، پر ډیورنډ کرښه باندې جوړو دروازو باندې د خلکو ستونځې هغه مسایل دي چې په جرګه کې به پرې بحث کیږي:

"زموږ تر 30,000 زیات رضاکاران دي چې پینځلس شل ورځې مخکې به راځي او په ټوله پښتونخوا کې به ولاړ وي د لارو امنیت به ساتي، موږ د ټولې پښتونخوا امنیت ساتو".

منظور پښتین په تېرو څو میاشتو کې د پاکستان د بېلابېلو مذهبي او ملتپالو سیاسي ګوندونو له پښتنو مشرانو، د بېلابېلو سیمو او قبیلو له مشرانو او د ژوند له بېلابېلو څانګو سره تړلیو خلکو سره لیدلي او هغوی ته یې په خپله راتلونکې جرګه کې د ګډون بلنې ورکړې دي:

"زه چې د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره کښېنستم، زما چې کوم سوچ وو چې دوی به قانع کوو، خو هغوی خپله راته لګیا وو او تر ما هم یوولسم اکتوبر ته خوشاله وو، د دغو ډېرو رهبرانو الفاظ دا وو چې کېدای شي له تاسې سره مو رابطه نه وه خو موږ درسره ملګري یو".

منظور پښتین وایي د 11م اکتوبر جرګې لپاره ځانګړې ډلې د پښتنو پر ټولو مسایلو د معلوماتو را غونډولو لپاره څېړنه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:09:22 0:00

د پاکستان په مرکزي [مېن سټریم] رسنیو یعنې ورځپاڼو او ټیلیویژنونو کې پښتون ژغورنې غورځنګ ته د نشت برابر کورېج یا پوښښ ورکول کیږي. د دې تحریک د را روانې جرګې په اړه هم تر اوسه په دغه مېډیا کې څه نه دي خپاره شوي او دا نه ده معلومه چې درې ورځنۍ جرګې ته به یې هم ځای ورکړي که نه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د را روانې جرګې لپاره په پاکستان کې دننه په عملي توګه او پر سوشل مېډیا له پرله پسې کمپېن سره سره په نوره نړۍ کې مېشت پښتانه او د پي ټي ایم څانګې هم کار کوي او د منظور پښتین په وینا هڅه به کوي چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم دا جرګه په غټو سکرینونو په ژوندۍ بڼه (لایو) ښکاره کړل شي او د اړوندو هېوادونو په ژبو یې خبرې وژباړل شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د 2018م کال په فرورۍ کې هغه وخت جوړ شو چې په کراچۍ کې په پولیس مقابله کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسید د وژنې خلاف یې له ډېره اسماعیل خان ښاره اسلام اباد ته لاریون وکړ او هلته یې پرله پسې لس ورځې احتجاجي پرلت وواهه.

پي ټي ایم د هغه پرلت په نتیجه کې د پاکستان له ریاسته څو غوښتنې وکړې چې بیا یې په تېرو څو کلونو کې هم د دغو غوښتنو لپاره ستر احتجاجونه وکړل، چې په هغوی کې د نقیب مسید په وژنه د تورن پولیس افسر راو انوار نیول کېدل او د قانون منګولو ته سپارل کېدل، په پښتونخوا کې د جبري بې درکه خلکو موندل او عدالتونو ته وړاندې کېدل، له قبایلي ضلعو د پوځي عملیاتو په وخت د ښخو ماینونو ایستل، په ترهګرۍ ضد جګړه کې د وژل شویو خلکو په اړه د کره معلوماتو لپاره یو د حقایقو معلوموونکي کمیشن جوړېدل شامل وو.

ملتپالو ګوندونو بلوچستان کې امنیتي ادارو ته د مشکوکو خلکو د نیولو او ساتلو د واک حکومتي پرېکړه غندلې

د پاکستان مرکزي حکومتي کابينې پوځ او امنيتي ادارو ته په بلوچستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د مشکوکو خلکو نيولو او درې مياشتې له ځان سره ساتلو قانوني اختيار ورکولو پريکړه کړې ده.

خو بلوڅ او پښتانه سياستوال او د انساني حقوقو فعالان دا حکومتي پرېکړه د ملک د ایين، قانون او د انساني حقونو ضد عمل بولي او له حکومته بيرته د دې پريکړې د اخيستلو غوښتنه کوي.

د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل څو ورځې وړاندې له همدې کبله د قومي اسمبلۍ له څوکۍ استعفی ورکړه چې وایي په پارلمان کې د بلوچستان د خلکو د حقونو په اړه نه څوک خبرې کوي او نه پرې قانون سازي کیږي خو د صوبې د وسایلو او خلکو خلاف پکې فیصلې کیږي.

د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې چې په بلوچستان کې پوځ او نورو امنيتي ادارو ته واک ورکړي چې د ترهګرۍ په تور شکمن تن ونيسي او له ځان سر يې درې مياشتې بندي کړي.

حکومت پر پينځم ستمبر د کابينې په غونډه کې د ترهګرۍ ضد 1997م پخواني قانون کې اضافي بدلون کولو او امنيتي ادارو ته د نور اختيار ورکولو پرېکړه هم کړې ده.

بلوڅ سياسي قامپاله ګوندونو د دې حکومتي پرېکړې سختو مخالفت کړی دی او وایي له ايف ای آر او خبرتيا پرته امنیتي ځواکونو ته د خلکو د نيولو ځانګړي اختيارات ورکول به له اوله ناارامه صوبه بلوچستان کې د نورې ناامنۍ سبب شي.

د بلوڅ ملتپاله ګوند نېشنل پارټۍ ترجمان او د پاکستان د سېنټ غړي جان بليدي د جمعې په ورځ په سېڼټ کې پر دې موضوع په خپله وينا کې حکومتي پريکړه په کلکو ټوکو وغندله او ویې ويل، په بلوچستان کې دا وخت تر ټولو لويه مسئله دا ده چې خلک په زوره لادرکه کړل شوي او په دې باب د هغوی کورنۍ او يو چا ته هم درک نه شته:

"اوس زموږ رياست بيا يو بِل [قانوني مسوده] راوړي چې پوليس او څومره هم نورې امنیتي ادارې دي هغوی ته به دا اختيار وي چې زړه يې وغواړي د خلکو په کورونو بغير له وارنټه ننوځي او خلک بې عزته کړي، و يې نيسي، او بيا د دې خلکو د را خوشي کولو يو قانون نه شته".

جان بلیدي زیاته کړه د سېنټ غوندې د ریاست په لويو ادارو کې په ناستې باندې ورته "شرم" ورځي، ځکه چې وایي‌ دوی په پارلمان کې د قانون د جوړولو او د خلکو د حقوقو د خوندي کولو خبرې کوي خو هلته په عمل کې بل څه روان دي:

"موږ وايو چې دا قانون تاسو د بلوچستان او خېبر پښتونخوا لپاره جوړوئ، نو د داسې قانون په جوړولو سره به په خاصه په بلوچستان کې چې کوم اور له اوله لګېدلی دی هغه به نور هم زيات شي او حالات به تر دې هم زيات خراب شي".

د پاکستان مرکزي حکومت دا پريکړه په داسې کې وخت کې کوي چې شاوخوا لس ورځې وړاندې پر 26م اګست د ناقانونه ګرځول شوې بلوڅ بېلتون خوښې ډلې بي ايل اې په وسلوالو بريدنو او د پوځ په ځوابي عملياتو کې د 14 پاکستاني پوځيانو په ګډون تر 70 زیات کسان وژل شوي وو. پوځ له دغو بريدونو پس په ځوابي عملياتو کې د 21 وسلوالو بريدګرو د وژنې دعوه کړې وه.

روانه اوونۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پارلیمان ته په وړاندې کړل شوي رپورټ کې ویلي وو چې په بلوچستان کې د تېر یو کال په موده کې د ترهګرۍ 626 پېښې رپورټ شوې چې وایي 167 ولسي وګړي او 148 امنیتي عسکر پکې وژل شوي، 279 ولسي وګړي او 198 عسکر ژوبل شوي دي.

د پاکستان په سېنت کې د جميعت علما اسلام «ف» ګوند سنېټر کامران مرتضی هم په بلوچستان کې امنیتي ادارو ته د پراخ واک ورکولو د حکومتي پريکړه غندلې.

د عوامي نېشنل ګوند صدر او له بلوچستان څخه د سېنټ غړي ايمل ولي خان د بلوچستان په استازيتوب وويل، "دا پريکړه به څوک کوي چې کوم تن ترهګر دی؟"

د ایمل ولي خان په وينا په بلوچستان کې له اوله خلک له کلونو راهیسې جبري لادرکه دي نو په داسې وخت کې داسې قانوني مسوده وړاندې کول د لادرکه خلکو معاملې ته د يوې آيیني لارې ورکولو په معنا ده:

"زه ګڼم چې دا د بنيادي انساني حقوقو سرغړونه ده، موږ ته پکار ده چې ټول سياسي ګوندونه د دې پر ضد د پاکستان سپريم کورټ ته لاړ شو، او موږ له عدالته دا پرېکړه تر لاسه کړو چې د يوې ورځې لپاره دې هم څوک نه لادرکه نه کېږي".

د پاکستان د انساني حقوقو د کميشن غړي هم د مرکزي حکومت دا پرېکړه د بنيادي انساني حقوقو ضد عمل بولي. د پاکستان د بشري حقوق کميشن د بلوچستان مرستيال مشر ايډوکېټ حبيب طاهر وي او اې ډیوه ته وویل، دا يو غیر آيیني او غیرقانوني ګام دی:

"د بلوچستان حال له اوله ډېر خړاب دی، نو د دوی [حکومت] مقصد دا دی چې خلک په زوره لادرکه کېږي نو دوی هغه عمل ته يو قانوني لاره جوړوي، دوی خو له اوله دا کار کوي، خلک له کلونو لادرکه دي، د هغوی درک نه وي معلوم چې چېري دي، دا د بلوچستان حالات د ښه کولو پر ځای نور خرابوي".

قانون پوهان وايي، د پاکستان مرکزي حکومتي کابينې دا پرېکړه به هلته يو قانون جوړ شي او د عمل وړ به شي چې کله د پاکستان له قامي اسمبلۍ او سېنټ څخه د دې قانوني مسوده منظوره شي.

پاکستان مسلم ليګ «ن» او د پاکستان پيپلز ګوند په ګډه مرکزي حکومت جوړ کړی، په قامي اسمبلۍ او سېنټ کې هم د دې دواړو ګوندونو غړي تر نورو ګوندونو زيات دي.

په بلوچستان او مرکز کې له حکومتونو تر لاسه کولو وړاندې د دواړو ګوندونو مرکزي مشرتابه د بلوچستان د لويو ستونځو د سياسي حل دعوې کړې وې.

سټېټ بېنک: د پاکستان مجموعي قرضې نزدې 70 ټریلینه روپیو ته لوړې شوي

د پاکستان مرکزي سټېټ بېنک وایي مجموعې ملکي قرضې نزدی 70 ټریلین یا کرب روپیو ته زیاتې شوي او وایي په دې کې د روان مالي کال په وړومبۍ میاشت جولای کې د 690 اربه روپیو اضافه شوې ده.

اقتصاد پوهان وایي حکومت د قرضو ستنولو دپاره نورې قرضې اخلي او د حکومتي معاملاتو چلولو دپاره د امدن یا مالیې زیاته برخه د قرضونو په ستنولو کې لاړه شي.

سټېټ بېنک وایي د روان مالي کال په جولای کې مجموعي ملکي قرضه د 689 ټریلین یا کرب او 10 اربه روپیو نه 696 کربه روپیو ته زیاته شوې او په یوه میاشت کې د 690 اربه روپیو قرضه سېوا شوې ده.

خبریال محمد فهیم وي او اې ډیوه ته وایي، موجوده کمزوری حکومت صرف په وقتي بنیادونو فیصلې کوي او هڅې کوي چې نوې قرضې واخلي اؤ زړې قرضې واپس کړي.

هغه وایي ملک کې د تنخاګانو ورکولو دپاره هم قرضې اخستل کیږي او دا سوچ نشته چې ددې نقصان به څومره وي.

د نوموړي په وینا "زیاتره په سیاسي بنیادونو فیصلې کیږي او که دا سلسله روانه وي نو په راتلونکي وخت کي به د پاکستان قرضې نورې هم زیاتې شي".

د پاکستان د خزانې وزرات حکومتي ادارو ته لیک جاري کړی چې په حکومتي کچه باید لګښتونه راکم کړي او د نوؤ ګاډو، مشینرۍ او يا نورې حکومتي خریدارۍ څخه ډډه وکړي.

روان مالي کال 2024-25 په قامي بجټ کي حکومت 93 کربه روپۍ د قرضو هدف مقرر کړی، تر کال 2023-24 حکومت د مقامي کاروباري بینکونو نه 84 کربه روپۍ ترلاسه کړې وې چی له وجې یې شخصي څانګه کې رزګارونه متاثره شوي.

اقتصاد پوهان وایي د غیر ملکي قرضو د نشتوالي له امله حکومت مجبوره دی چې د کاروباري بینکونو نه قرضې واخلي.

اقتصاد پوه وکیل رحمان وایي کاروبارونه خراب دي آمدن نشته نو حکومت مجبوره دی چی قرضې واخلي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "په جولاي او اګست کې د مالیې هدف نه دی پوره شوی او په دوؤ میاشتو کې نزدې 100 اربه روپۍ خساره راغلې، زمونږ آمدن نه سیوا کیږي او ورځ تر بلې د آمدن او خرڅونو تر منځ د فرق له وجې د قرضونو بوج لا نور زیات شوی".

تېر مالي کال حکومت د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف نه د غیر ملکي اداییګیو د فشار کمولو دپاره 3 اربه ډالره قرضه ترلاسه کړې وه او بیا په وروستو کې د مالیاتي ادارې سره د 7 اربه ډالرو د پور تړون تر دې دمه نه دی عملي شوی.

خو ددې ترڅنګ حکومت هڅې کوي چې د سعودي عرب نه 2 اربه ډالره نوره قرضه ترلاسه کړي او د 12 اربه ډالرو قرضو د واپسۍ موده وغځوي.

د روان مالي کال په وړومبیو دوو میاشتو کې مرکزي حکومت د مالیې د 98 اربه روپیو خسارې سره هم مخ دی او اقتصادپوهان وایي زیاتره آمدن د قرضو په واپسۍ کی لاړ شي او د تعلیم، صحت او پرمختیا دپاره پیسې نه پاتې کیږي.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG