لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فعالان: په قانون عمل نه کېدل په نرښځیانو د تشدد د اضافې سبب دی 


نرښځیان د تشدد په ضد وخت په وخت احتجاجونه کوي
نرښځیان د تشدد په ضد وخت په وخت احتجاجونه کوي

په خېبر پښتونخوا کې د بشري حقونو فعالان او د نرښځيانو د حقونو کار کوونکي وايي د خواجه سراو د ځورولو، په دوی د جنسي او جسماني تشدد په پېښو کې د زياتوالي لوی علت د دوی د تحفظ په قانون سم عمل نه کېدل دي.

د فرورۍ په لسمه نېټه په پېښور کې د نېنه خان نومې نرښځي سره د مبینه زياتي اړه په پېښور پريس کلب کې خبري غونډې په مهال د نرښځيانو د تنظيم مشرې فرزانه رياض وويل چې د دوی د ډلې غړی اوس هم د بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي خو حکومت په دې اړه سنجيده نه ښکاري۔

فرزانه ریاض وویل " زمونږه خواجه سرا د خپل خواجه سره چې ودريږي نو د هغوي مور پلار راشي او د (ملزم) سره روغه وکړي نو هغوي بيا واپس راشي او زمونږه کورونو مخې ته ودريږي چې پوليس زما څه وکړل او تاسو زما څه وکړل، بله خبره دا ده چې کوم ځائ کې چې هم په خواجه سرا تشدد وشي نو په تاڼې کې اېف ايي ار کې دومره کمزورې دفعې ولګول شي چې عدالت ملزم په پرېښودو مجبوره شي."

نوموړي وايي چې په هسپتالونو کې اوسه پورې د دوی د پاره وارډ مختص نه دی او کله يو وارډ ته او کله بل وارډ ته منتقل کړی کېږي۔

د خبري غونډې په موقع نېنه خان وویل چې هغه د واده د موسیقۍ د پروګرام نه د بېرته تګ په مهال نامعلومه تنانو تښتوله او تشدد يې پرې وکړو. نېنه خان د پولیس نه وغوشتل چې ککړ تنان دې ونیسي۔ " د پېښور سټېشن موړ سره دوه ګاډي راغلل او په ما يې ډزې هم وکړې، بيا يې زه يو ګاډي ته وچولم او يو نامعلومه ځائۍ کې يې زما وېښته وخرول او ماته يې کسان په نښه کړل چې دې نه وروسته د دې دې خواجه سرا نمبر دې"

تېره ورځ د پنجاب ګوجرانوله سيمه کې هم دوه نرښځيان د کور دننه وسله والو په ډزه وژلي دي۔

په خواجه سراو د تشدد په اړه په پېښور کې مېشت د بشري حقونو فعال قمر نسيم وايي چې په خواجه سراو د تشدد د پېښو لويه وجه د دوی د حقونو خوندي کولو د پاره په قانون عمل نه کېدل دي۔

قمرنسیم وویل " په کال ۲۰۱۸ کې د خواجه سراو قانون جوړ کړل شو، او په دې قانون کې د خواجه سراو کې کوم حقوق دي هغه پکې تسليم شوې وو، خو مونږه وکتل چې دوه کاله تېرېدو وروسته هم مرکزي او صوبايي حکومت د نرښځيانو د پاره په بجټ کې څه پېسې کښېنخودلې، په قانون کې چې کومې ژمنې شوې دي نو د هغو د پاره وسائل نه په مرکز کې شته او نه په صوبو کې"

د خواجه سراو د اتحاديي د شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د کال 2015 نه ترا اوسه پورې څه کم اتيه نرښځيان وژل شوي او په دغه پېښو کې ککړ دوو تنانو ته سزا ورکړل شوې۔

بلخوا د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف غړي عاشه بانو وي او ای ډيوه ته وویل چې د خواجه سراو د پاره جوړ قانون رولز اف بېزنس به د هغوي ستونزېحل کړي. هغې وویل چې د مستحق نرښځيانو د پاره حکومت انډونمنټ فنډ جوړولو پرېکړا کړي چې د لارې به یې نرښځانو سره مالي مرستې کولی شي.

نرښځيان وايي د دوی په ملګرو د تشدد کېدو وروسته ملزمان په اېف ايي ار کې د کمزوري دفعو درج کېدو وروسته خوشي کړل شې۔

نرښځان دا هم وايي چې په هسپتالونو کې د علاج په لړ کې دوی ته د اسانتياو ورکولو په اړه د حکومت ژمنې هم له تر دې دمه نه دي عملي کړل شوي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

الکټورل کالج څه ته وایي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG