لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پولیو کارکوونکو په کار د بحالۍ دپاره احتجاج شروع کړی


د بلوچستان او پنجاب پشمول د خېبرپښتونخوا 827 پوليو کار کؤنکو وظيفو ميعاد ختم کړی شوی دی
د بلوچستان او پنجاب پشمول د خېبرپښتونخوا 827 پوليو کار کؤنکو وظيفو ميعاد ختم کړی شوی دی

د پاکستان د بيلا بيلو ښارونو پوليو کارکؤنکو سر ښار اسلام اباد کې احتجاجي مظاهره پيل کړې او غوښتنه کوي چې په خپلو وظيفو دی بحال کړی شي.

د بلوچستان او پنجاب پشمول د خېبرپښتونخوا 827 پوليو کار کؤنکو وظيفو ميعاد ختم کړی شوی دی۔

د احتجاج کوؤنکو وينا ده چې دوی د پوليو وايرس مخنيوي د پاره د کلونو راهسې کار کړی او که چېري په خپلو وظيفو بحال نه شول نو دغه خواري به یې بې ځايه لاړه شي۔

دوي وايي ماشومانو ته د پوليو څاڅکو رسولو او د دغه وايرس مخنيوي په لار کې یي يو شمېر کارکوؤنکو ژوند هم ورکړی دی، د پوليو کېمپين په دوران يي په زرګونو هغه خلک یې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو په ورکولو قانع کړي دي چې مخکې انکاریان وو۔

په راولپنډۍ کې زنانه پوليو کارکؤنکې نورجهان وايي د تيرو اوؤه کالو راهسې یې هغه سېمو کې کار کړی چېرته چې د انکاري خلکو شمېره ترټولوسېوا وه خو اوس د نيشت برابره ده۔

نورجهان وي او اې ډیوه ته وايي ''د پرله پسې کار له وجې د سېمې خلکو په ما یقین شروع کړو. زما سېمه د پولیو لپاره بوه حساسه سېمه وه. دلته د پولیو قطرو څخه انکاري خلکو شمېره ډېره وه ولې چې دلته زیات پښتانه مېشت وۇ. هغوی به ما یقېن وۇ چې زه یوه پښتنه یم او زونږ بچو فایده به لټوم. همدغه وجه ده چې زما سېمې نه تر ډېري مودې یو پولیو کېس نه دی رپورټ شوی''.

د احتجاج کوؤنکو وينا وه چې د ماشومانو صحت د پاره د پوليو د هر يو کار کوؤنکي هلې ځلي د ستائيني وړ دي۔ دغه پوليو چارواکو نه يواځې ماشومانو د عام روټين ټيکو په صورت کې د يوو لسو موذي بيماريو څخه بچ ساتلي دي بلکه د کورونا وباء په صورت کې د خلکو پوهۍ لپاره هم کار کړی۔ د وزيريستان مکين سېمې پوليو کارکؤنکې طاهر خان وایي که چېرې پوليو پروګرام څخه دغه کارکؤنکي لرې کړای شي نو پروګرام ته زيان رسيدلی شي۔

طاهر خان وایي ''دغه تنانو د محنت او هلو ځلو له وجې پولیو وایرس قابو شوی وۇ. خو په داسې حال اعلی چارواکي دغه کسان د وظیفو څخه لري کوي د کوم روستو چې یو ځل بیا د پولیو وایرس خپیریدو خطر دی. زما د ژوند لس قیمتي کاله په پولیو پروګرام کې تېر کړل. زما ۳۷ کاله عمر دی، ماته خو اوس بله نوکري هم نه ملاوېږي''.

دغه احتجاج کې د ډي آئي خان سخه د پوليو يو بل کار کوونکي عابد پرويز وي او ای ډيوه ته وایي پوليو چارواکي د خپلو وظيفو سخه لري کولو روسته دوي د مالي ستونزو سره مخ شوي دي۔ د تيرو څو کلونو راهسې پوليو کېمپين کې کار له وجې بل روزګار نه لري او ځائي خلکو سره هم بلد شوي دي۔ که دغه کارکوؤنکي په خپلو وظيفو بحال نه شول نو پوليو پروګرام ته د پرله پسې کېسونو په صورت کې مشکلات راپيښيدي شي۔ وائي د خپلو غوښتنو پورې په احتجاج دوام داره ساتي۔

عابدپرويز وايي ''مونږ یوه پرامنه مظاهره کوۇ، د چا لار مو نه ده بنده کړې او.نه ګا ته زیان رسوۇ. مونږ تر هغې پورې دلته ناست یو تر څو چې زمونږ غوښتنې نه وي منل شوي. منږ غواړو چې د پولیو خاتمې پوري د دي پ وګرام برخه شو ''.

د متعلقه چارواکو لخوا دغه احتجاج کوؤنکوسره هيڅ رابطه نه ده شوی۔

د نومبر په مياشت کې دغه کارکؤنکو احتجاج وروسته فرورۍ پورې د وظيفې ميعاد غځولی و۔

وي او اې ډيوه د احتجاج په اړه د متعلقه چارواکو سره اړيکه کولو کوښښ وکړو خو موقع یې ترلاسه نه کړه۔

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هيوادونه دي چې پوليو وايرس پکې شتون لري۔ سږکال پاکستان نه تر دي دمه ۱ پوليو کېس رپورټ شوی دی۔

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG