لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سټېټ بېنک د ای ټي اېم او ډيبټ کارډ په استعمال ټېکس کم کړی


راشد انعام خټک په پېښور کې ان لاین کاروبار کوي، هغه وايي اوس هم د دوی ټرانزیکشن یا ان لاین پیسو لیږلو او اخستلو شرح 20 فيصده ده او زیاتره خلک د نقدو پېسو کاروبار کوي خو دوی بیا وایي ډیجيټل اقتصاد د وخت ضرورت دی
راشد انعام خټک په پېښور کې ان لاین کاروبار کوي، هغه وايي اوس هم د دوی ټرانزیکشن یا ان لاین پیسو لیږلو او اخستلو شرح 20 فيصده ده او زیاتره خلک د نقدو پېسو کاروبار کوي خو دوی بیا وایي ډیجيټل اقتصاد د وخت ضرورت دی

د پاکستان مرکزي سټېټ بېنک په ای ټي اېم کارډ يا ډيبټ کارډ د سوداګانو کولو او پېسو لېږلو ټېکس يا ماليه صفر اعشاريه اووه فيصدو ته راکوزه کړې ده.

انلاين يا د انټرنېټ د لارې کاروبار کوونکي وایي د کارډ د لارې يا انټرنېټ د لارې بېنکنګ زيات شوی خو پاکستان کې دا اوس هم کم دی.

کاروبار کوونکي وايي، زیات کاروباریان او سوداګانې اخستونکي په نقدو پیسو اخستل خرڅول کوي او د کارډ په ذریعه یا انټر نېټ د لارې پېسې استول خوندي نه ګڼي خو د بېنکي نظام پوهان وایي ان لاین ټرانزیکشن يا پېسې لېږل د نقدو پېسو استولو نه زیات محفوظ دي.

کلیم خان په پېښور ښار کې د موبایل د لارې يا په ايزي لوډ خلکو ته پېسې لیږي رالیږي، وايي د موبایل یا ان لاین د لارې اخستل خرڅول زیات شوي او دی په روزانه حساب د 500 نه زیاتو خلکو دپاره په موبایل کې پېسې اچوي او خرڅونکو ته یې استوي.

"ډېر خلک پېسې لیږي رالیږي څوک یوټيلټي بلونه جمع کوي چا سوداګانې کړې وي هغوی ته پیسی لیږي او څوک خپلو کورونو ته هم پېسې استوي او دا ډیره ښه په دې ده چی په موبایل کې ستاسره هر وخت پېسی موجودې وي".

د پاکستان مرکزي بېنک روانه میاشت په اې ټي ایم او ډیبټ کارډز د پیسو د استولو شرح صفر اعشاریه اووه ته راکوزه کړې ده.

له دې وړاندې د کارډ د لارې په سوداګانو کولودا شرح د 1.5فيصد نه تر 2.5فيصده پورې وه او دا مالیه به د اخستونکي او خرڅونکي څخه ترلاسه کېده خو د بېنک وینا ده دا ګام یې په دې وجه پورته کړی چی ډیجټیل بېنکنګ او د اې ټي ایم په ذریعه اخستو او خرڅولو ته وده ورکړي.

راشد انعام خټک په پېښور کې ان لاین کاروبار کوي، هغه وايي اوس هم د دوی ټرانزیکشن یا ان لاین پیسو لیږلو او اخستلو شرح 20 فيصده ده او زیاتره خلک د نقدو پېسو کاروبار کوي خو دوی بیا وایي ډیجيټل اقتصاد د وخت ضرورت دی.

"ډیجيټل اکانومي اوس مستقبل دی دا ډېره ضروری ده خلکو سره بله لار نشته چی څومره زر دغه لاره خپله کړي نو په ګټه کې دی".

د پاکستان ټیلي کميونيکېشن اتارټۍ ترمخه د ملک دننه 3 جي او 4 جي انټرنېټ کارونکو شمېره 121 ملينه ته رسېدلې ده خو زیاتره خلک د ډیجيټل کاروبار نه ډډه کوي او دا خوندي نه ګڼي.

په خېبرپښتونخوا کې د يو شخصي بېنک منېجر فواد علي وايي، ډيجيټل بېنکي نظام تر ټولو محفوظ دی.

"په ډیجيټل اکانومي کې جرمونه کم کیږی د موبایل پاس ورډ او کوډ ستا په لاس کې دی او هغه ستا سره محفوظ دی د دې په نسبت نقدو پېسو کې دوکه هم کیدی شی او خطرې پکې زیاتې دي او دا ډېره غوره خبره ده لکه د سټېټ بینک چې کوم ګام اخستی نو زیات خلک به دې ته راشي".

د پاکستان مرکزي بېنک وایي په تیرو 11 میاشتو کې شخصي ډيجيټل ټرانزکشن حجم د یو ټريلين نه سېوا شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG