لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: طالبانو د القاعده سره پخواني تعلقات دي او د مخنیوي توان یې هم نه لري


په دې تصویر کې د القاعده باني او پخوانی مشر اوسامه بن لادن، ایمن الظواهري او د ډلې یو بل غړی سلمان ابو غېث لیدل کېږي
په دې تصویر کې د القاعده باني او پخوانی مشر اوسامه بن لادن، ایمن الظواهري او د ډلې یو بل غړی سلمان ابو غېث لیدل کېږي

په افغانستان کې د القاعده يو ځل بيا قوي کېدل ځکه ممکن دي چې افغان طالبان د وړاندې نه دغې ډلې سره ژورې اړيکي لري او بل دا چې طالبان د واسله والو ډلو مخنيوي توان هم نه لري.

څېړونکي دغه خبره د متحده قومونو د دې رپورټ په اړه کوي چې د القاعده مشر ايمن الظواهري ژوندې دی او په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس په هېواد کې د القاعده د مهمو غړو موجودګي زیاته شوی ده.

د متحده قومونو په رپورټ کې دا اندېښنه هم څرګنده شوې چې د داعش خراسان ترڅنګ که القاعده په افغانستان کې پياوړې کېږي نو د نړۍ لپاره خطر جوړېدلی شي.

د القاعده او طالبانو د تعلقاتو په حقله د پېښور پوهنتون د تاريخ د څانګې استاذ او څېړونکی ډاکټر الطاف قادر وي او ای ډيوه وايي د طالبانو القاعده سره زړې او ژورې اړېکي پاتې شوي نو ځکه يو ځل بيا دغه ډله په افغانستان کې پياوړې کېدلی شي. " افغان طالبان او القاعده د مخکې نه ملګري پاتې شوي بلکې د افغانستان دړې وړې کېدل هم د القاعده د مشر د لاسه شوي دي."

هغه زياته کړه طالبان دا توان نه لري چې د داسې قسمه ټولو ترهګرو ډلو مخنيوی وکړل شي.

افغان طالبانو د متحده قومونو دغه رپورټ رد کړی او ويلي یې دي په افغانستان کې کومه وسله واله ډله منظم وجود نه لري چې د بل هېواد او نړيوالې ټولنې ته ګواښ متوجې کړي۔

څېړونکي وايي القاعده مضبوطېږي نو په افغانستان کې يو ځل بيا د ډرون بريدونو او د جنګ شروع کېدو امکان موجود دی چې له امله به يې د افغانستان ترڅنګ د اقتصادي او امنيتي ستونزو سره مخامخ پاکستان نور هم د ترهګرۍ او تندورۍ نه اغېزمن شي۔

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاذ خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي د دوحه په تړون کې طالبانو ژمنه کړې چې القاعده ته به ځای نه ورکوي نو که دغه ډله په افغانستان کې وجود لري نو د افغان طالبانو ترڅنګ د پاکستان لپاره به هم په سفارتي کچه د ستونزو سېوا کېدو سبب شي.

خورشید خان وویل پاکستان په دوحه کې د امریکې او د طالبانو د سولې په مذاکراتو کې د منځګري کردار ادا کړی دی او که چېرې د دوحې د معاهدې خلاف ورزي وشوه نو د امریکې او مغربي نړۍ سره د پاکستان خرابې اړیکې "نورې هم متاثره شي او دغه شان طالبان چې کوم مشروعيت د نړۍ نه غواړي نو هغه به هم دوی ته مېلاو نه شي."

د متحده قومونو رپورټ دا هم وايي چې بيخي ښکاره خبره ده چې ايمن الظواهري د پامه غورځول شوی دی او القاعده اوس تر هغه وخت ډېر قوي سازمان دی چې نوموړي يې په لومړي ځل مشري ترلاسه کړه۔

د رپورټ ترمخه د افغانستان جنوب مشرقي علاقې د القاعده روايتي مرکز پاتې شوی او ښکاري داسې چې اوس دغه ډله په لوديځ کې فرح او هرات ولایتونو او په مکمنه توګه شمال اړخ ته هم ګامونه اخلي۔

د پېښور پوهنتون د صحافت څانګې استاد او ليکوال ډاکټر سيد عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې د القاعده پياوړې کېدل به دغه هېواد يو ځل بيا د جنګ سره مخامخ کړي چې خراب اثرات به يې په پاکستان هم پريوځي۔

نوموړي زياته کړه: " دلته به يو ځل بيا د ډرون بريدونه کېږي او يو ځل به بيا جنګ پېل کېږي او د هغې وجې نه به د پاکستان يوازې خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبې نه بلکې ټول هېواد متاثره کېږي."

ښاغلي اشرف دا هم وويل چې پاکستان د وړاندې نه د معاشي بحران سره مخ دی نو دا معاشي بحران به بيا عسکري بحران کې بدلېږي ځکه چې دلته کوم انتها پسند ډلې دي هغوی به هم بيا په لاسو کې وسله واخلي۔

د طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان بلال کريمي د ملګرو ملتونو دغه رپورټ رد کړی او وي او ای ډيوه ته يي ويلي طالبانو نورې وسله والې ډلې کمزوري کړي دي.

بلال کریمي وويل: " حقيقت دا دې چې د اسلامي امارت د راتګ سره هغه عناصر چې امنيت خرابوي که هغه د داعش په نوم تکفيري ډله ده او که نور داسې عناصر دي د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري کمزورې شوي او ملاوې يې ماتې شوي دي."

هغه وویل چې "اسلامي امارت" د خپل موقف له مخې ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه کوم يو هېواد ته ګواه او تحديد متوجې نه دی او نه د دې چاته اجازه ورکوي۔

د امریکې د دفاع وزارت هم ګانګرس ته په خپل راپور کې ویلي وو چې افغان طالبان د نړیوال مشروعیت په لټه دي او همدې له کبله القاعدې په افغانستان کې خپل فعالیتونه محدود کړي دي۔

امريکا وايي چې د القاعده لخوا د يولسم سپېټمبر د ترهګرۍ بريد منصوبه بندۍ لپاره د افغانستان خاوره د طالبانو د اولنۍ دورې په مهال کارول شوې وه۔

طالبانو د 1996 تر کال 2001 پورې په افغانستان کې القاعده ته پناه ورکړې وه او د امریکې دا غوښتنه یې ردکړې وه چې د القاعده باني او پخوانی مشر اسامه بن لادن دې امریکې ته وسپارل شي.

بن لادن په امریکې د ناین الېون حملو مسولیت په غاړه اخیستی و. هغه د کال 2011 د می د میاشت په دویمه نېټه د امریکايي خصوصي ځواکونو په عملیاتو کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې ووژل شو.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG