افغان سفیر وايي قطر ناکامه شوی چې طالبان په ډزبندۍ مجبور کړي

په افغانستان کې د امن دپاره امریکايي استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو مشر مرکچي ملا عبدالغني اخوند. د امریکې او طالبانو د سولې معاهده دواړو په قطر کې تېر کال لاس لیک کړې ده

په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان سفیر جاوېد احمد ویلي قطر ناکامه شوی چې طالبان مجبور کړي چې تشدد کم او دزبندي اعلان کړي او زیاتوي هم د دې له امله دې بېن الافغان مذاکرات د قطر نه نورو ځایونو ته منتقل کړی شي.

جاوېد احمد رویټرز خبري ادارې ته په مرکه کې وویل د یو مستقل مقام په ځای دې بېن الافغان مذاکرات په مختلفو ځایونو یورپ، اېشیا، منځني ختیځ او خپله په افغانستان کې وکړی شي.

تېر کال د امریکې او طالبانو د سولې لوظنامې د لاس لیک کېدو وروسته قطر د افغان حکومت او طالب استازو د خبرو کوربتوب کوي خو رویټرز په خپل رپورټ کې وايي په افغانستان کې د تشدد کچه نه ده کمه شوي او حکومت په طالبانو الزام پورې کوي د تشدد د کمولو په اړه کې یې ذمه واري نه ده پوره کړې.

په قطر کې د طالبانو دفتر په ۲۰۱۳ کې پرانېستل شوی دی

طالبانو په ۲۰۱۳ کې په قطر کې دفتر پرانېستلی دی او افغان سفیر جاوېد احمد وویل طالبان په قطر کې د استراحت وخت تېروي.

افغان سفیر وویل پکار خو دا وه چې د کوربه په حېث قطر زیات فعاله او فېصله کن کردار ادا کړی وی او طالبان یې د تشدد په کمولو او په ډربندۍ اعلانولو مجبور کړی وی.

رویټرز وايي د قطر د مواصلاتو دفتر وویل قطر د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی او د افغان مذاکراتو کوربتوب کوي او غواړي چې په تشدد کې کمی وشي او په افغانستان کې امن او ثبات په ځای شي.

د قطر د مواصلاتو دفتر وویل دا چې د افغان حکومت او د طالبانو استازي اوس هم په مېز ناست دي ښايي چې مذاکرات کار کوي.

د مصالحې شورا غونډه

په عېن حال کې د سولې خبرو لپاره هڅې او هیواد کې روان تاوتریخوالی

تیره ورځ د افغان سولې لپاره د هڅو د چټکتیا په دوام، تازه د ملي مصالحې عالي شورا په همدې تړاو خپله پنځمه ناسته جوړه کړې وه.

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ غړو په دې ناسته کې د سولې پر روان بهیر او د امریکا د سولې پر طرحې او تګلارې خبرې کړې دي.

تر څنګ یې ټینګار شوی چې دغه ډول غونډې به دوام کوي او د افغان سولې په تړاو په راتلونکو نړیوالو غونډو کې باید د حکومت دريځ واضح وي.

بلخوا امریکا له افغان چارواکو سره په لیدنه کې اوسنی تاوتریخوالی داندېښنې وړ بللی او د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

عبدالله عبدالله

په کابل او جلال اباد کې د تشدد پېښې

امنیتي مسولین وایي د سولې خبرو سره همهاله کابل کې دوو چاودنو ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي او د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې د لعلپورې ولسوالۍ لپاره د اسلامي دولت یا داعش ډلې له‌خوا ټاکل شوی مسؤل له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی د رسول جان په نوم د داعش ډلې یو مهم غړی یې ژوندی نیولی.

او په جلال اباد ښار څلورمې ناحیې سیمه کې ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال پچیراګام لپاره د داعش ډلې د جلب او جذب مسؤول او د ښاري ډلې غړی، خان غلام مشهور په خذیفه نیولی دی تر دې مهاله داعش ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د عبدالله عبدالله خبرې

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې د افغان سولې په تړاو د امریکا د وړاندې طرحې، سیمه ییزو او نړیوالو غونډو په تړاو باید روښانه او واضح دریځ ولرو.

ډاکټر عبدالله چې د مصالحې شورا د پنځمې ناستې په پرانیسته کې خبرې کولې وویل چې دا ناسته ډېره حیاتي ده، موږ باید د امریکا متحده ایالاتو له خوا د وړاندې شوې طرحې او د افغان سولې په تړاو سیمه ییزې او نړیوالې ناستې چې په نږدې راتلونکې کې به پیل شي، باید روښانه او واضح دریځ ولرو.

د نوموړي په خبره چې دوی د بحثونو له طرحې وېره نلري خو د افغانانو او د افغانستان اسلامي جمهوریت برحقه غوښتنې باید روښانه شي.

خو د سولې خبرو سره هم مهاله هیواد کې تاوتریخوالی دوام لري تازه تیر ماښام کابل کې دو بېلابېلو چاودنو له امله درې تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ډیوه سره خبرو کې ويلي "دغه دوه پېښې تیر ماښام شاوخوا شپږنيمې بجې پر دوو تونس ډوله موټرو شوې دي لومړۍ پېښه د کابل ښار دریمه ناحيه او بله شپږمه ناحيه کې رامنځ ته شوې دي او په وينا يې په دې اړه پلټنې روانې دي."

تراوسه کومې ډلې يا کوم کس د دې پېښې مسووليت نه دی منلی.

د داعش د وسله وال ګرفتاري

د سولې او تاوتریخوالي په دوام د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې د لعلپورې ولسوالۍ لپاره د اسلامي دولت یا داعش ډلې له‌خوا ټاکل شوی مسؤل له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی. او په یوه بله جلا پیښه کې د ښار څلورمې ناحیې سیمه کې ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال پچیراګام لپاره د داعش ډلې د جلب او جذب مسؤول او د ښاري ډلې غړی، خان غلام مشهور په خذیفه یې ژوندی نیولی دی.

د مسولینو په خبره نیول شوي کس د میرمنو او تنکیو ماشومانو څخه د ماینونو او مهماتو په انتقال کې هم ګټه اخیسته.

د تېر کال په دې تصویر کې افغان مامورین د داعش او د طالبانو نیول شوي وسله وال مطبوعاتو ته ښايي

خو د ملي امنیت ځواکونو د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د رسول جان په نوم د داعش ډلې یو مهم غړی نیولی دی٠

د جمهوري رياست لومړى معاونيت مطبوعاتي دفتر وايي چې ياد کس د ننګرهار د اچین او بټي کوټ ولسوالیو په شمول په مختلفو سیمو کې وسله وال فعالیتونه کړي دي.

داعش د یادو پیښو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د طالبانو په زندانونو کې د قیدیانو په اړه د بشري حقونو کمېشن دریځ

خو د بشري حقونو کمېسیون د څار نړیوال سازمان وايي، طالبان لاهم په خپلو زندانونو کې بندیان تر سختې شکنجې لاندې نیولي دي.

په دې اړه تازه د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ امریکا غږ ډیوې سره خبرو کې ویلي بندیانو سره د طالبانو د چلند په اړه د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان وروستۍ پلټنې په ځای دي هغه بندیان چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ازاد شوي څرګنده شوې چې دوی ځورول شوی، وږي تږي او په نور تکلیفونه پرې تېر شوي او د حیواناتو په څېر چلند ورسره شوی دی.

اندړ وایي "چې دا د شعریت او انساني وصولو مطلق مخالفت او سر غړوی دی طالبان د جنګي اسیرانو ترڅنګ ان د حقوقي بندیانو سره هم غېرې شریعي او نه انساني چلند کوي ،د شکجنو بیلا بیلې بڼې پرې ازمایي او ځیني یې ان وژلي هم دي.

طالبان د بندیانو د ساتنې لپاره هیڅ ډول ځای او د مدافع واکیل د ګمارلو زمینه او د قضا اهلیت نه لري."

درې اړخیزه ناسته

تېره ماسخوتن د طالبانو د سیاسي دفتر مشرانو د افعانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر درې اړخیزه ناسته کړې.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وایي، چې تېره شپه د سياسي دفتر رئيس ملا برادر آخوند، د مذاکراتي ټيم مشر شيخ عبد الحکيم حقاني او ور سره پلاوي د قطر د لومړي وزیر مرستيال او بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبد الرحمن آل ثاني او د امریکا ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد او ور سره پلاوي تر منځ درې اړخيزه ناسته شوې.

وردګ زیاتوي چې په یاده ناسته کې د دوحې توافقنامې د تطبيق، د افغانستان پر روان وضعيت او د بين الأفغاني مذاكراتو په روان بهير خبرې وشوې.