رپورټ: د افغانستان په جنګ کې شدت به د سولې بهیر د خطر سره مخامخ کړي

جنرل سکاټ مولر

په داسې حال کې چې طالبانو په ژمي کې هم جګړه کې شدت ته دوام وکړی و افغان حکومت په اوړي کې په جنګ کې د زیاتوالی دپاره تیاری کوي او رویټرز خبري اداره وايي نړیوال قوتونه ویره څرګندوي چې په جنګ کې شدت به په افغانستان کې امن دپاره موجوده کوښښونه د خطر سره مخامخ کړي.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي قریباً یو کال وړاندې د امریکې او طالبانو ترمنځ د افغانستان نه د خارجي ځواکونو د وتلو او تشدد د خاتمې دپاره شوي معاهدې نه پس هم په افغانستان کې د نېټو او امریکايي ځواکونو مشر جنرنل سکاټ مېلر وايي د طالبانو په حملو کې اضافه شوي ده. جنرنل مېلر روېټرز ته وویل په تاریخي لحاظ د طالبانو په تشدد کې اضافه شوي ده چې په افغانستان د امن دپاره حالات نه برابروي.

د رویټرز په رپورټ کې لیکل شوي چې په عمومي توګه د ژمي او واورې په موسم کې په افغانستان کې جنګ سوړ شي او په اوړي کې پکې بیا اضافه لیدل کیږي.

د امریکې د خارجه وزارت یو چارواکي ویلي طالب مشران د دوحې نه تللي دي

جنرل مېلر وویل په افغانستان کې د تشدد موجوده کچه څرګندوي چې نه یوازې به په اوړي کې هم جګړه دوام ولري بلکې شدت به پکې هم زیات وي. روېټرز وايي سفارتکاران ګڼي چې نور جنګ او پکې ممکنه شدت به په دوحه کې د امریکې او طالبانو د معاهدې د روح خلاف ورزي وي، چې هدف یې په افغانستان کې د سولې راوستل وو.

روېټرز وايي په قطر کې بېن الافغان مذاکرات د ځنډ ښکار شوي او د امرېکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ يو چارواکي ویلي طالب مشران ته قطر نه تللي دي. رپورټ وايي دا ویره هم څرګندیږي چې بېن الافغان مذاکرات د ړنګېدو څنډې ته رسېدلي دي.

جنرل مېلر وویل که تشدد نه کمیږي نو د امن بهیر به د مشکلاتو سره مخامخ شي او د ټولو فرېقینو دپاره به د مفاهمت ګران شي.

د افغان حکومت دوو سرچینو رویټرز خبري ادارې ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو ته د اوړي په موسم کې د سختی جګړې دپاره د تیارۍ امر ورکړی شوی دی.

سرچینو وویل د افغانستان خصوصي ځواکونه او پولیس به د یو کمانډ د دلاندې کار کوي، تجربه کار پوځي کمانډران په اهمو منصبونو ګمارل شوي او په ځمکه تلفاتو د کمولو دپاره هوايي پوځ د حملو مهصوبه بندي کوي.

افغان صدر اشرف غني په طالبانو د ډزبندۍ غږ کړی

د افغان نېشنل سکیورټي کاونسل ترجمان وویل دوی د هر ډول جنګ دپاره تیاری نیولی دی خو په موجوده وخت د دفاع په حال کې دي.

روېټرز وايي د طالبانو څلورو سرچینو ورته ویلي د دوی زیاتور کمانډرانو ته د جنګ مېدان ته د راتلو او سختې جګړې د تیاري وېل شوي دي.

روېټرز وايي د طالبانو د ولکې د لاندې د شمال مشرقي افغانستان دریو اوسېدونکو ورته ویلي چې په ورستیو ورځو کې د طالبانو په فعالیتونو کې زیاتولی لیدلی دی چې طالب وسله والو په ډلو کې حرکت کوي، په جوماتونو کې غونډې کوي او د خوراک او د خلکو د جلب کولو دپاره یې هلې ځلې شروع کړي دي.

د کندز ولایت یو اوسېدونکي د نوم نه څرګندولو په شرط روېټرز ته وویل چې د تېرو دوو هفتو راهسې د جمعې په خطبو کې ملایان د جنګ او د "یرغل" په ضد د جګړې خبرې کوي او په واضحه توګه په خلکو په جنګ کې د شاملېدو غږونه کوي. هغه وايي دا څرګنده اشاره ده چې طالبان د جنګ دپاره تیار کوي.

د طالبانو د خصوصي ځواکونو یو غړي رویټرز ته وویل چې دوی تیار کوي چې د خارجي ځواکونو په اړه د اعلان وروسته به څه کوي. طالب وسلوال وویل که چېرې خارجي ځواکونه د ټاکل شوي نېټې سره سم وه نه وتل نو امریکا، نېټو او نړۍ به یو داسې "خطرناک جنګ وویني چې په تېرو ۲۰ کلونو کې نه و شوی."

سرچینو وویل د افغانستان خصوصي ځواکونه او پولیس به د یو کمانډ د دلاندې کار کوي، تجربه کار پوځي کمانډران په اهمو منصبونو ګمارل شوي او په ځمکه تلفاتو د کمولو دپاره هوايي پوځ د حملو مهصوبه بندي کوي

رویټرز وايي د طالبانو ترجمان په دې اړه د دریځ معلومولو خواست نه ځواب وه نه وېلو. د امریکې صدر جوبایډن ویلي د هغه د پېش رو ډانلډ ټرمپ په حکومت کې د طالبانو سره شوي معاهدې ته به بیا کتنه کوي چې پکې دا کتنه هم شامله ده چې ایا امریکا د معاهدې سره سم د می په لومړۍ نېټه د افغانستان نه خپلو ځواکونه وباسي او که نا؟

جنرل مېلر دا خبره تسلیم کړه چې که چېرې طالبان ویني چې د معاهدې خلاف ورزي کېږي نو بیا په افغانستان کې خارجي عسکر په هدف کېدلی شي.

روېټرز وايي ماهرین او سفارتکار ګڼي چې د دې باوجود چې فرېقین مذاکراتو سره خپلې ژمنې تکراروي خو د خبرې د ژوندۍ پاتې کېدو امکان ډېر کم ویني.

اېشلي جېکسن د اورسیز ډوېلپمنټ انسټېټییوټ نومې څېړنې ادارې د سېنتر فار دي سډي اف ارمډ ګروپس څېړونکي ده وايي داسې ښکاري چې بېن الافغان خبرې ړنګېدو ته نژدې شوي او دی او مشکل دا دی چې واشنګټن دا احساس نه لري چې حالات په کومه کچه او څومره زر خرابېدلی شي.