خانزاده اسفندیار خټک د کلاسیکي او خټک نڅا هنرمند دی، هغه وایي نڅا د ښکلو هنرونو یوه مهمه برخه ده او دغو هنرونو ته وده ورکول په ټولنه کې د تاوتریخوالي او ترهګرۍ په کمولو کې مرسته کولی شي. تفصيل د راشد خټک په رپورټ کې:
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي دا مهال په نړۍ کې د جنګونو، ځورونو او بشري حقونو د سرغړونو له امله تر 11 کروړه زیات خلک د کډوالۍ ژوند تېري. د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د امریکې په کېلیفونیا ایالت کې یوه غونډه شوې چې پخوانیو کډوالو هم پکې ګډون کړی. راشد خټک پرې رپوټ جوړ کړی:
د امریکې په کيليفورنيا کې د مېرمنو ځواکمنتيا په موضوع کانفرنس کې ځانګړې لاس ته راوړنې لرونکو مېرمنو د ټولنې په وګړوغږ کړی چې د ميرمنو ملاتړ وکړي. د ورلډ بينک د کال د رپورټ تر مخه په نړۍ کې نیزدې 2.4 ارب مېرمنې اوس هم د نارینه وو په څېر اقتصادي حقوق نه لري۔ تفصيل د راشد خټک په رپورټ کې:
د امریکا د کیليفورنیا ایالت په سکرامنټو ښار کې نوو راغلو افغانانو ته د کار موندلو موقع یا جاب فییر برابر شوی و په امریکا کې اکثره کمپنۍ چې کله هم کاري ځواک ته اړتیا ولري نو د روزګار لټونکو لپاره خپله یوه میله یا جاب فییر جوړوي. تفصیل د راشد خټک په راپور کې.
د کيلیفورنیا رياست د برکلي پوهنتون یو شمېر زده کونکو افغان ماشومانو ته د انلاین زده کړو یوه پروژه پیل کړې د پروژې پیل کونکي وايي دوی د ټکنالوژۍ له پوهانو سره په اړیکه کې دي چې د دوی د انلاین روزنیزو پروګرامونو یو اپلېکشن هم جوړ کړي. تفصیل د راشد خټک په راپور کې.
د ایسوسيټيډ پریس د راپور تر مخه کله چي د امریکي او نيټو ځواکونه د افغانستانه ووتل او طالبانو افغانستان ونيوو نو دا پایلټان هم د هغو کسانو په ډله کې وو چې خپلې الوتکې یې ګاونډي هيواد تاجکستان ته رسولې وي۔
د ټيکساس په سان انټونيو ښار کي د پشتون ژغورني غورځنګ د فعالانو له خوا د منظور پشتين د خلاصولو لپاره مظاهره شوې چې په سلګونو کسانو پکې ګډون کړي وو تفصیل د راشد خټک په راپور کې.
د کیلیفورنیا ميشتو افغانانو په هزاره ټولني باندې د بریدونو پرضد احتجاجي مظاهرې کړي او له نړیوالو يې د هغوی د ژغورلو غوښتنه کړې. راشد خټک
د ټي-ټونټي نړېوال کپ په موقع، افغانستان به د پاکستان په وړاندې مقابله وکړي. دا چې کومه ډله به دا لوبه وګټي، او په اړه یې د کرکټ د شوقیانو نظرونه څه دي، په دې اړه د وي او اې ډیوه خبریال راشد خټک د امریکا په کیلي فورنیا ریاست کې له ځینو سره خبرې کړي چې دلته یې لیدلی او اورېدلی شئ.
امريکايي بيلی برېډ فورډ چې په ضرورتمندو ويړيا سايکلې ويشي، وايي خلک ترې د هغه د کار روزګار په اړه پوښتنه کوي، او هغه ورته په مسکي کېدو سره وايي، مشغله یې د خسارې کاروبار دی، خو نوموړی وايي هغه ته د دغه لارې د خدمت موقع او خوشالي ترلاسه کیږي.
ګورنر ګيون نيوسم دا اعلان په داسي وخت کښي کوي چي په راتلونکي اونۍ کې د ګرده امريکا په کچه خلک د شکراني ورځ يا د تهينکس ګيوينګ ډی لمانځلو تياريانی کوي۔ په عمومي توګه خلک د شکراني ادا کولو دا ورځ د خپلو خپلوانو سره په ګډه سره لمانځي