د پاکستان د مالیې مرکزي ادارې اېف بي ار په ټول ملک کې د ځمکو قيمتونه زيات کړي چې په مرکزي کچه د ځمکو د انتقال او خرڅولو په مد کې په ماليه يا ټېکس کې اضافه وکړي.
د پاکستان د خزانې وزارت وایي په روان مالی کال کې د پاکستان تجارتي خساره د ۲۰ اربه ډالرو نه زیاته شوې او یوازی تیره میاشت په نومبر کی تجارتي خساره د پنځوؤ اربو ډالرو څخه اوښتې ده.
دخیبر پښتونخوا د کونسلرانو اتحادیه وایي په بلدیاتي قانون کې له بدلون وروسته په ضلعي کچه اختیارات او محکمې راکمې کړی شوي دي.
پاکستان کې دمخ په زیاتبدونکې له امله که دبې وزله خلکو ژوند ګران شوی او پرله پسې دحکومت نه د خوراکي شیانو د ارزانولو غوښتنې کوي نو هلته پوهان دا ویرې څرګندوي چې په راتلونکي کې به ددغه هیواد دننه ګراني نوره هم زیاته شي.
يوې امنيتي سرچينې وي او ای ډيوه ته تاييد کړې چې د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په لړۍ کې يې د ښه نيت په بنیاد کسان پرېښودي خو کره شمېره يې نه ده ښودلې.
د پاکستان دشمیر شمیررو اداره په خپل اوونیز رپوړټ کې وايي تیره اوونۍ په ورځني حساب د خوراکی شیانو بیعې يو اشاريه ٧١ فیصده زیاتې شوي او د کال په حساب د ګرانۍ رفتار د ۱۸ فیصدي نه هم زیات شوی دى ـ
د اقتصادی پوهان وایې د پاکستان او چین په سي پېک منصوبې کار په قلاره شوي چې له وجې یې سرمایه کاري کمه شوي ده. پوهان وایې د یو هیواد د اقتصادی پرمختیا دپاره غېر ملکي سرمایه کاري ډیر اهمیت لري او که چېرې په دې کمی کېږي نو د ملک په اقتصاد منفی اثرات غورځیږي
د جرنلسټانو د حقونو دپاره جوړې نړيوالې کمېټۍ (سي پي جي) د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ ضلع کې د نشه یي توکیو پرضد مبارزه کوونکي جرنلسټ او فعال محمد زاده اګره د وژنې د بې طرفه پلټنو غوښتنه کړې، چې په دې وژنه کې ککړ کسان دې ونيول شي او سزا دې ورته ورکړی شي.
د بزنس ریکارډر ورځپاڼې ترمخه د پاکستان مرکزي بینک وايي روان جون د 30 نیټی پورې د پاکستان مجموعي قرضه او واجبات 40 کهربه روپۍ ته رسیدلي او د اقتصاد پوهان وایې پاکستان د اخراجاتو او د امدن تر منځه د زیات فرق له وجی په پاکستان قرضې سیوا کیږي او دا هم نه ښودلی کیږی چې دغه قرضې په کومو شرطونو حکومت اخلي
پاکستاني مطبوعات وايي دپاکستان دحکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ خبرې روانې شوي خو ددغو خبرو کومې نتيجې ته د رسېدو نه په هکله څه نه دي ويل شوي.
دپاکستان دشمیرنې اداره وایي په ملکي کچه تیره اوونۍ په ګرانۍ کې 1.23 فیصدي نوره اضافه هم شوې ده اؤ په نرخونو کې داضافې دا لړۍ دتیرو څلورو اوونیو راهسې دوامداره ده.
په پاکستان کی د روپۍ دارزښت کمیدو له امله دخلکو ژوند ګران شوی اؤ د سرو زرو کاروبایان وایي چې د ډالر دبیعې لوړیدو سره سره زر هم ګران شوي اؤ دهغوئ په روزګار ورسره بدې اغېزې شوي دي.
په اقتصادي چارو نظر ساتونکی فدا حسین وايي په سویلی ایشیايي هیوادونو کې تر ټولو زیاته ګرانی په پاکستان کی ده. هغه زیاتوي د سیمې په په نورو ملکونو کې د ګرانۍ شرح د دریو نه څلور فیصد ده خو په پاکستان کې دغه شرح نهه فیصد ته رسېدلې ده او د تیلو ګیس او بجلۍ بیعې په ریکارډ کچه زیاتې شوي دي
د پاکستان پبلک اکاونټس کمیټۍ مرکزي حکومت ته وړاندیز کړی چې باید پاکستان نور چیني د بهر نه راغواړي او هڅه دې وکړي چې په ملکي کچه د ګني کرونده ختمه اؤ دچېنو کارخانې بندې کړي.
په خیبر پښتونخوا کې د اوړو د لوړو بیعو له امله ځایي اوسیدونکي او سوداګر تاوانونو سره مخ دي اؤ په صوبه کې د اوړو بیعې لا نورې زیاتې شوې دي.
نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف په پاکستان کې روان مالي کال 2022 کې 4 فیصده د اقتصادي ترقۍ وړاندوینه کړې ده او ویلي یې دي چې د ګرانۍ کچه به8.5 فیصده او د بې روزګارۍ کچه به 4.8 فیصده وي.
د پاکستان په سیاسي حالاتو نظر ساتوونکي څېړونکي وايي په هېواد کې پرله پسې پوځ حکومتونو دلاسه جمهوریت ته نقصان رسېدلی دی خو د دې باوجود په سیاسي چارو کې د پوځ لاس وهنه او مداخلت دوام لري
د پاکستان مرکزی بینک وایي د روان مالي کال په دریوؤ میاشتو کې په ریکا ډ کچه دبهر هیوادونو څخه ترسیلات زر شوي او په دې کې ۱۲.۵ فیصده اضافه شوې ده.
نور کتل