دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوي یو پریکړه لیک کې دمرکزي حکومت نه غوښتنه شوې چې پاکستان کې دې د فیس بک د موناټایزیشن د پرانستو لپاره ګامونه پورته کړي.
ډاکټران وایي ماسک د کرونا وایرس نه دځان ساتلو وړومبۍ پوړۍ ده اؤ که څوک غواړي چې ددې وایرس نه خوندي پاتې شي نو ماسک باید ضرور وکاروي ،خو د ډاکټرانو دسپارښتنو برعکس پاکستان کې احتیاطي ګامونو ته پاملرنه کمه شوې ده.
دکرونا وایرس دریمه څپه کې پاکستان کې ددې وایرس څخه داغیزمنو شمیره شپږلکه ۴۵ زره اؤ ۳۵۶ؤ ته رسېدلې ده اؤ په پښتونخوا صوبه کې ۸۲زره ۶۷۷ کسان په دې وایرس اخته شوي دي.
دخیبر پښتونخوا حکومت وایي په دغه صوبه کې نوؤ ورګډو شوؤ قبائیلي ضلعو کې د شخړو د هواري لپاره نوی نظام راوړل غواړي .
"ما خو چرته دا سوچ هم نه ؤ کړی چې د آرمي پبلک سکول په څېر لویې ادارې کې به داسې غمیزه رامینځ ته کیږي او زه به پکې خپل زوئ اسفند خان بایلم.دغې پیښې بیخي زما ژوند بدل کړو"
د تیرو څو کلونو راهسې یو شمیر سندغاړې وژل شوې او په ځینو بریدونه شوي دي. چې له امله یې ډیرې په فن پریښودو مجبوره شوې.
د خیبر پښتونخوا چترال ضلعې کې ځایي خلکو واورینو غرونو کې اوسیدونکی ژوبل پړانګ پرانګ نیولی اؤ دځنګلي ژوند دساتنې محکمې دغه پړانګ دعلاج دپاره د پیښور ژوبڼ ته رسولی دی.
پاکستان کې که یو اړخ ته حکومت ضد سیاسي ګوندونو د حکومت راپرځولو لپاره ملا تړلې اؤ احتجاجونو یې لاس پورې کړی دی نو بل لوري ته هم دا ګوندونه دسینیټ کېدونکو ټاکنو دپاره تر وړاندې زیات متحرک شوي اؤ څېړونکي راتلونکې میاشتې دهیواد سیاست دپاره خورا مهمې بولي.
عمران خان د پسرلي د بوټو کرلو پرانیسته لاهور کې کړې او ویلي يې دي ټول هیواد کې به دده د واکمنۍ دوران کې لس اربه بوټي نال کیږي. پوهان وایي پاکستان د نړۍ هاغو هیوادونو کې دی چرته چې د ځنګلونو رقبه د هیواد د ټولې رقبې اوو فیصدو نه کمه وي. نور تفصیل په دې اړه د مدثرشاه او هاشم علي راپور کې وګورئ.
څېړمې وايي چې پاکستان کې د ځنګلونو بې دريغه وهل کيدو سره تودوخه کې نيمه ډګري اضافه شوې ده خو په دسيې په چاپيريال يې هم بدې اغيزې کړې دي
پښتانه قانون پوهان وایي هیواد کې دخوښې نا خوښې په اساس مقدمې یوازې دهغه چا په ضد جوړیږي څوک چې دلته بشري،جمهوري اؤ ائیني حقونه غواړي.
د بیا بیا ځنډیدو او یو شمیر غونډو نه وروسته د مېرمنو پرضد د کورني تشدد دمخنیوي قانوني مسوده پښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوې ده.
دخېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي وایي د میرمنو دپېغلتوب معلومولو دپاره د دوؤ ګوتو په معائنه یا ټیسټ دبندیز لګولو دقرارداد نه وروسته به اوس هڅه وکړي چې دا پرېکړه لیک په یو قانون کې بدل کړي.
دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډیدو دوه کاله شوي دي او د انضمام په وخت ددغه سیمې خلقو سره د اساسي قانون لاندې ژمنه شوې وه چې راتلونکو لسو کالو کې به هر کال ددغې علاقې د پرمختګ لپاره سل اربه روپۍ ورکړی کیږي.
"د ارمي پبلک اسکول په پېښه شپږ کاله واوړیدل خو ددې شپږو کالو تیریدو باوجود زمونږ غم هغه شان تازه دی ،مونږ اوس هم داسې غمژن یو لکه په هغه ورځ چې وؤ . ماسره ټکي نیشته چې ددې المناکې او دړدونکې پیښې لپاره یې استعمال کړم"
د حکومتي مامورینو او خپله د وزیراعظم عمران خان د دې خبرو باوجود چې په پاکستان کې مطبوعات د مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري، د رای د ازادۍ دپاره کارکوونکي او د خبریالانو د تحفظ ادارې په پاکستان کې د فکر د اظهار په صورتحال هم تشویش څرګندوي
د کرپټو کرنسۍ یا ډیجیټل کرنسۍ نظام کې د نغدو پیسو یعني نوټونو، د بنک چیک یا کریډټ کارډ او ډیبټ کارډ ضرورت نه وي بلکې د سافټ ویر په ذریعه کمپیوټر یا موبایل فون کې د پیسو قدر محفوظ وي.
نور کتل