ویل کیږي چې ګني دغه غلا درې میاشتې وړاندې شوې وه او اټکل کیږي چې په دغه سټېکرو باندې ډېر خلک د ملک نه بهر هم تللي دي.
د ملت پاله ګوندونو د پارلېمنټ غړي دریځ لري چې پاکستان د افغانستان په اړه دوه مخه تګلاره لري او غوښتنه کوي چې حکومت دې د افغانستان په معامله د يو ځانګړې کميټۍ په ځای د ټول پارلېمنټ غونډه راوبلي
امريکایي ورځپاڼې نيو يارک ټاٸمز سره مرکه کى دپاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي پاکستان دا کولى شول چى افغان طالبان یې د امريکا او افغان دولت سره خبرو اترو ته کښېنول خو د امريکا لخوا دخپلو ځواکونو د ویستلو له اعلان وروسته اوس پاکستان په افغان طالبان کنټرول نه لري.
دقامي اسمبلۍ غونډه کې دمخالفو ګوندونو غړو دمرکز او صوبو ترمنځ د وسيلو د ويش د نوې فارمولې پرته د بجټ په ائیني حيثيت پوښتنې راولاړې کړي او تور یې لګولى چې مرکز د ٢٥م دستوري بدلون لاندې قبایلي ضلعو سره دشوؤ ژمنو عملي کولو نه ډډه کوي
د عثمان کاکړ کورنۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او د حکومت نورو مخالفو ګوندونو د هغه د مرګ په اړه پوښتنې راپورته کړي او دريځ خپلوي چي عثمان کاکړ په خپل ژوند ویلي وو چې استخباراتي ادارې ورته دړکې ورکوي
دپاکستان په مرکزي پارلیمان کې غوښتنه شوې چې د صوبو او مرکز تر منځ د وسيلو ويش دې دمالياتي کميشن د نوې فارمولې لاندې وشي.
د بشري حقونو نړيوال تنظيمونه امريکا، کېنېډاو او برطانیه او د يورپي هيوادونو اتحاديه د ډير وخت راهسى د چين په حکومت د ویغور مسلمانانو د بشري حقونو د سرغړونو، ویغور د خپل مذهبي عقايد نه محرومولو او د لکونو په شمېر کې ویغور د تعلیمي مرکزونو په نامه جوړ حراستي مرکزونو کى بندي ساتلو تورونه پورې کوي
دپاکستان حکومت او مخالفه ګوندونه تيره ورځ پارلیمان کې دشوي غوبل پړه په يو بل اچوي او څيړونکي وايي له دې مخکې هم غويمې شوې دي خو دا د پارليماني تاريخ توره ورځ وه چې حکومتي غړو په جبر دمخالفه ګوندونو مشر دبجټ په اړه د وینا نه منعې کړی دی.
د ګل، دوشنبې، په ورځ په کراچى کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت مراد علي شاه د مرکزي حکومت په ضد دغه الزامات تکرار کړل. هغه وویل مالياتي کال پاى ته رسي خو له اوس هم د مالياتي کميشن پريکړو د لاندې د صوبى په مرکز باندى ١٤٤ اربه روپى ورپورې دي
د پاکستان مرکزي حکومت د ٩٠٠ اربو روپو د تاريخي ترقياتي بجټ وړاندې کولو او د صوبو برخه کې د ٢٧ فيصدي زياتوالي راوستو دعوې کوي خو دسندهـ صوبې حکومت او ملت پاله ګوندونه په دغو دعوؤ بې باوري ښایي .
بل لور ته د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د حکومت مخالفه پيپلز ګوند پلاوي د انتخابي کميشن چارواکو سره په ملاقات کې د قانوني مسودې د منظورۍ په سر اندېښنې ښودلې دي
پاکستان کې دحکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند مرستيالې مشرې او د پخواني وزير اعظم نواز شريف لور مريم نواز تور لګولى چې پاکستان کې د انصاف داعي د اعلا عدالتونو قاضيان د ناوړه جبر سره مخ دي.
د ګل يا دوشنبى په ورځ اسلام اباد کې دحکومتي پلاوي د انتخابي کميشن د چارواکو سره د ملاقات وروسته ميډيا سره خبرو کى داطلاعات مرکزي وزير فواد چودهري ويلي دوي د انتخابي اصلاحات سره تړلى مهم نکتو باندى خبرې اترې کړي دي
سږ کال د جنورۍ په مياشت کې سپريم کورټ د سند هايي کورټ لخوا د پرل په وژنه کې مرکزي ملزم احمد عمر سعید شيخ په ګډون دري نور ملزمان د خوشى کوولو پريکړه پځاى ساتلى وه او په دې اړه یې د مرکزي حکومت او د ډينٸيل پرل د کورنۍ اپيلونه رد کړي وو
مطبوعات وايي د حکومت قانوني ټيم په صلاح سره د پاکستان صدر عارف علوي د خواست منظوري ورکړې وه او دا ېې سپريم کورټ ته ليږلیی و
دپاکستان دحکومت په خواست نړيوال عدالت برټش ورجن ايي لينډ کورټ ريکوډک قضييه کې دپاکستان دهوايي شرکت داثاثو دبهرملکي کمپنۍ ټيټهيان په حق کې دضبط کولو خپله پريکړه بيرته اخستې ده.
د لاهور هايکورټ لخوا قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر شهباز شريف ته پاکستان نه بهر دتګ داجازې نه ورکړل کیدو په ضد د مرکزي حکومت دخواست اوريدنه سپريم کورټ کې پيل شوې ده.
دپاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي د احتساب اداره غبن یا بدعنوانۍ په مخنيوي کې ناکامه شوې ده.
نور کتل