لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: د پاکستان د سېنټ په انتخاباتو کې د پېسو د مبینه استعمال خلاف دې قانوني اقدامات وشي


سينير صحافي طارق وحيد وايي په پاکستان کې دا رواج شتون لري چې د سېنټ ټاکنو نه وړاندې سياسي ګوندونه خپلو غړو ته پسې ورکوي چې هغوۍ مخالفه ګوندونو سره په ټاکنو کي مرسته و نه کړي
سينير صحافي طارق وحيد وايي په پاکستان کې دا رواج شتون لري چې د سېنټ ټاکنو نه وړاندې سياسي ګوندونه خپلو غړو ته پسې ورکوي چې هغوۍ مخالفه ګوندونو سره په ټاکنو کي مرسته و نه کړي

په خېبر پښتونخوا کې د سياسي او قانوني چارو پوهان او څېړونکي وايي چې د سېنټ د ټاکنو نه وړاندې داسې ويډيو مخې ته راتلل چې پکې د صوبايي اسمبلۍ غړي سره د پېسو لېدلې کېږي نه دا تاثر اخیستل کېږي چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت لخوا د سېنټ انتخابات د ښکاره ووټ د لارې کولو پرېکړې ته تقويت ورکوي او د حکومت دریځ دپاره لارې د هوارولو کوشش شوی.

ماهرین وايي چې دا تاثر هم شتون لري چې د دغه ويډيو نه پس به سپریم کورټ د حکومت په حق کې فېصله وکړي چې د سېنټ په ټاکنو کې دې د پارلېمنټ غړي د لاس اوچتولو په زریعه خپله رای ورکړي.

ماهرين وايي چې د سېنټ ټاکنو د پاره څوک پېسې ورکوي او څوک پېسې اخلي دواړه صادق او امين په زمره کې نه راځي او الېکشن کمېشن باید په دې اړه اقدامات وکړي۔

د ويډيو راتلو وروسته د خېبر پښتونخوا د قانون وزير سلطان محمد خان د خپلې څوکۍ نه استعفي ورکړې ده۔

د کال ۲۰۱۸ سېڼت ټاکنو نه وړاندې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو ته په مبينه توګه د پېسو ورکولو ويډيو راتلو په حقله د سياسي او قانوني چارو پوهان وايي چې د کال ۲۰۲۱ د سېنټ ټاکنو نه وړاندې دغه ويډيود پاکستان تحريک انصاف په ګټه تمامېږي او دې سره د ګوند دې موقف ته قوت ترلاسه شوې چې د سېنټ ټاکنې دې په ښکاره وکړل شي۔

په پېښور کې ميشت سينير صحافي او د يو شخصي ټيلي ويژن مشر طارق وحيد وايي چې د ويډيو مقصد د پاکستان تحريک انصاف موقف ته لاره هواره ښکاري۔ " په موجوده حالاتو کې د دې ويډيو نېغ په نېغه ګټه د موجوده حکومت اېجنډې ته رسي ځکه چې د پي ټي ايي حکومت د څو ورځو نه دا کوشش کوي چې د سېنټ ټاکنې دې په لاس اچتولو سره وشي او په اسمبلۍ کې يو کوشش هم وکړو خو ناکمه شو بيا يې يو ارډيننس په دې اړه روړو"

نوموړي زياته کړه چې په پاکستان کې دا رواج شتون لري چې د سېنټ ټاکنو نه وړاندې سياسي ګوندونه خپلو غړو ته پسې ورکوي چې هغوۍ مخالفه ګوندونو سره په ټاکنو کي مرسته و نه کړي۔

" چې کوم ايم پي اېز په دي ويډيو کې ښکاري او د پېسو بنډلې اخلي نو چې د هغوئ سره زمونږه خبرې وشوې نو هغوئ خېران پريشان دي او هغوئ دا موقف لري چې دا پېسې بل جماعت نه بلکې خپل جماعت راکړې وې، او مونږه خپلې پارټۍ په اعتماد کې اخېستي وو چې مونږه تاسو ته خرچه درکوو او تاسو جنرل الېکشن وکړۍ"

د پېښور هايي کورټ اېډوکېټ علي ګوهر دراني وي او ای ډيوه ته وويل چې په ښکاره د سېڼټ ټاکنو په اړه په سپريم کورټ کې رېفرنس داير شوی او د دې ويډيو مخې ته روړل د سپريم کورټ په دې اړه فېصله اثرانداز کولو کوشش دی۔

" ترميم خو د الېکشن قانون کال ۲۰۱۷ کې د ارډيننس د لارې راوستلې شوې دې، خو هغه چې کوم دې هغه سبجېکټ دې چې په سپريم کورټ کې اول نه کوم رېفرنس داېر شوې دې د اپونيين د پاره د هغې په نتيجه يې انحصار دې، د ټولو نه مهمه خبره دا ده چې کوم کس پېسې واخېستلې او کوم کس په دغه پېسو ورکولو سېنېټر جوړ شو نو هغه دواړه صادق او امين پاتې نه شول"

د فرورۍ په نهمه په سوشل ميډيا يوه ويډيو خوره شوې چې پکې د پاکستان تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ ځيني غړي سره د پېسو ناست دي، په ويډيو کې په نظر راتلو وروسته د ياد ګوند د قانون وزير سلطان محمد خان د وزير اعلی په وېنا د خپلې څوکۍ نه استعفي ورکړېده۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG