د اقتصادي چارو خبريال او څيړنکار شهباز رانا وايي هغه نه ګڼي چې د پاکستان نوم به د خړ نوملړ نه وښکل شي او ښکاري داسې چې نوم به یې د لا نورو ٦- ٨ مياشتو پورې په خړ فهرست کې پاتې وي.
صوبايي حکومتونو د اقتصادي مرکزونو دپاره نهه ځايونه ټاکلې دي چې پکې په خيبر پښتونخوا کې رشکۍ، په پنجاب کې د فيصل اباد علامه اقبال صنعتي ښار او د سند ټهټه کې دهابيجي شامل دي
په پاکستان کې دا وخت د ډينګي په تبه د اخته ناروغانو شمېره د لس زرو څخه اوختې ده او د صحت د محکمې چارواکي وايي چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په پنجاب کې د ډينګي په تبه اخته نور پينځه کسان مړه شوي دي د کوم سره چې په صوبه کې د مړو شمېره ١٢ ته رسيدلې ده .
په پاکستان کې د روان کال په لمړو شپږو مياشتو کې د ۱۳۰۰ نه زيات ماشومان د جنسي تيري ښکار شوي چې زياتې پېښې پکې په پنجاب صوبه کې مخې ته راغلي دي.
لاهور هائیکورټ د لا قانونه ډلې جماعت الدعوه د مشر حافظ سعيد او نورو مشرانو پرضد د درج شوو مقدمو دختمولو دپاره د وړاندې نه جمع شوی خواست د اوريدو دپاره منظور کړی دی.
څيړونکي وايي د اسټريليا په دغه غونډه کې د پاکستان ميوچول ايلويشن رپورټ یا د پاکستان د جاج اخیستنې رپورټ قبول کړی شوی دی چې د پاکستان دپاره ښه پرمختگ گڼل کیږي. خو څېړونکي وايي اصل پريکړه به اېف ای ټي اېف کوي چې غونډه یې د اکتوبر په میاشت کې کېدونکي ده
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي چې وزير اعظم عمران خان به په راروانه مياشت (ستمبر) کې د هند د انتظام لاندې د کشميريانو مقدمه ملګرو ملتونوته وړي او وايي د سلامتي کونسل په پينځه و غړو کې کوم يو غړی هم په دې لار کې خنډ جوړيدی شي .
دپاکستان په پارلیمان کې د مخالفو سياسي ګوندونو د مشر شهباز شريف لخوا د افغانستان امن د هند د واک لاندې کشمير کې د امن سره د تړلو بيان سخت غبرګون راپارولي دي او وتلي سياست مدار افراسياب خټک ويلي دا بيان به په افغانستان کې پاکستان مخالفه سوچ ته نوره وده هم ورکړي.
د خزانې لپاره د قامي اسمبلۍ قايمه کميټې د ترهګرو د مالي مرستو او په غير قانوني ډول دپېسو دلیږد دمخنوي نړيوالې ادارې ايف ای ټي ايف د غوښتنو پوره کولو په ترڅ کې د مني لانډرنګ د مخنیوي ترميمي قانوني مسوده ٢٠١٩ منظور کړې ده.
د قامي اسمبلۍ شپږ غړي چې پکې د پيپلز ګوند شريک چيرمين اصف علي زرداري، د مسلم ليګ (ن) غړی او پخوانې وزير اعظم شاهد خاقان عباسي او د شمالي او جنوبي وزیرستان غړي او د پي ټي اېم مشران محسن داوړ او علي وزير دا وخت په جيلونو کې بنديوان دي ا
حکومت د ميډيا عدالتونو د جوړولو دا وړانديز پداسې حال کې کړی چې وزير اعظم عمران خان د امریکې د دورې په مهال په پاکستان کې په مطبوعاتو د بندیزونو تاېر رد کړی. هغه وویل په پاکستان کې ميډيا د ضرورت نه زياته ازادي لري اوپکار ده چې د څارنې د لارې پرې قابو وموندل شي
عمران خان د امریکې د سفر په مهال په واشنګتن کې په بيله بيلو موقعو پاکستان کې په ميډيا د قدغنونو خبره رد کړه. هغه وویل په پاکستان ميډيا د ضرورت ته زياته ازادي لري او پکار ده چې د څارنې ادارې دلارې پرې قابو ومندل شي
د پاکستان حکومتی ريډيو د عمران خان د سلاکار نعيم الحق له قوله ویلي افغان دولت هم په دې اړوند خپله رضا مندي ښودلې ده خو ځینې حکومتي ما مورينو د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډيوه ته وویل چې د وزير اعظم عمران خان د افغان طالبانو د مشر تابه سره د ملاقات خبره حتمي نه ده
په پاکستان کې د واکمن ګوند تحريک انصاف دحکومت نه وروسته د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه هم دهیواد په خراب معاشي وضعیت د قابو راوستو د پاره دسختو فیصلو کولو تاید کړی اؤ ويلې یې دي چي د معاشي ثبات پرته د خود مختارۍ تصور نه شي کيدی.
ورځپاڼه ډان په خپل رپورټ کې وايي چې د ملا عبدالعزیز د دندې څخه د لرې کولو پريکړه د اسلام اباد مرستيال کمشنر حمزه شفقت او د پاکستان د انتظام د لاندې کشمير او د ګلګت بلتستان د عالمانو ترمينځ د خبرو اترو وروسته شوي ده
د ګل، دوشنبې، په ورځ قامي اسمبلې کې په بچټ د وينا په مهال امير حيدر خان هوتي د پليپز ګوند اصف علي زرداري او د مسلم ليګ نواز خواجه سعد رفیق اسمبلې ته د راغښتلو ستاينه وکړه خو ویې وېل چې شمالي وزیر او جنوبي وزیرستان د پامه نه دي غورځول پکار
نور کتل