پاکستان د موسم او افتونو د مزاحمت د پروګرام لوړولو لاندې له ايشين ډويولپمنټ بېنک سره د 500 ميلينه ډالرو د پور اخيستو معاهده لاسليک کړې چې هدف يې د موسمي بدلون او قدرتي پېښو د خطرو د مخنيوي لپاره د هېواد صلاحيت پياوړی کول دي. تفصیل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
څېړونکي وايي هند سره د طالبانو د حکومت زیاتېدونکي تعلقات به د پاکستان دپاره د تشويش وړ وي او دې سره په منطقه کې تناو سېوا کېدای شي. څېړونکي وايي د سيمې د ثبات دپاره د ګاونډيو هېوادونو تر مځن اړيکې ښې کول پکار دي او بايد هند او پاکستان مثبت تعلقاتو ته وده ورکړي. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
د سياسي او نړيوالو چارو څېړونکي وايي د امريکا نوي صدر ډونلډ ټرمپ به د افغانستان موجوده سياسي او انتظامي وضيعت او د دوحې تړون عملي کول د پامه نه غورځوي ځکه چې غربي نړۍ په افغانستان کې د شلو کالو دپاره کومې پېسې لګولي د ټرمپ انتظامیه به غواړي چې هغه بې مقصده ضايع نه شي
د موسمي بدلون د پاره د زرغون چاپېریال «ګرين کلايمېټ فنډ» په نوم نړيوالې ادارې پاکستان کې د موسمي بدلون پروژې دپاره د 50 ميلينه ډالرو پنګې منظور کړې دي. دا پنګه به د موسمي بدلون د بدو اغېزو په لړ کې په ملکي کچه د حل لارې لټولو لپاره کارول کېږي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
د ماحولياتو ماهرين وايي د موسمي بدلون له وجې راتلونکي سېلابونه ځايي ولس ته مالي او ځاني زيان رسوي او د دې ترڅنګ د سخت موسم په نتيجه کې د فصلونو پېداوار او د اوبو سرچينې هم متاثره کوي
د طالبانو د روغتيا وزارت ترجمان وايي په هېواد کې د خوارځواکۍ سره د مخ ماشومانو او مېندو علاج دپاره د 3000 نه سېوا مرکزونه فعال دي او د هغوي درملنه پکې دوام لري۔
په کال 2021 کې د اوبو د وسايلو مرکزي وزارت د پاکستان سینیټ ته په يو رپورټ کې ويلي وؤ چې د خېبرپښتونخوا په پنځوؤ ضلعو کې په تيرو لسو کالو کې د اوبو کچه 25 فټه نه تر 75 فټه لاندې تللې ده
د خېبر پښتونخوا د خزانې محکمې شمېرې ښيي چې په تېرو 14 کلونو کې د ترهګرۍ مخنيوي او د دې پرضد جنګ دپاره د مرکز له خوا صوبې ته نزدې 500 اربه روپۍ ترلاسه شوي دي. څيړونکي وايي، د فنډونو ترلاسه کېدو باوجود هم د ناامنۍ سېوا کېدو لوی علتونه د وسله والو په مقابل کې د پوليسو د توان او جديدې وسلې کمښت دی.
د افغانستان او منځنۍ اېشيا سره تجارت کوونکي سوداګر وايي که څه هم د شنګهاي همکارۍ تنظيم د منطقې هېوادونه د يو بل سره وصل کولو او سيمه یيز تجارت ته ودې ورکولو باندې زور اچوي خو پاکستان کې تر څو بشپړ سياسي ثبات نه وي افغانستان او منځۍ اېشيا سره تجارت پرمختګ نه شي کولی. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
د خېبر پښتونخوا تاجران وايي په 2016 کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځه دوه اړخيزه تجارت خواوشا 3.5 اربه ډالرو ته رسېدلی و خو اوس يې کچه د يو ارب ډالر نه راکمه شوې ده۔
څېړونکي د ماسکو فارمیت او ددې په څېر نورې غونډې د افغانستان او د ګاونډي هېوادونو په ګټه بولي خو وايي که طالبان غواړي د داسې ډول غونډو څخه استفاده وکړي او نړيوال يې په رسميت وپېژني نو په خپلو تګلارو کې به ورته بدلون راوستل وي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
د يورپي اتحاد د تحقیق اداره وایي د انسانانو د هلو ځلو په نتیجه کې د نړۍ د حرارت درجه په زیاتېدو ده او له 2005م راهسې د سمندرونو د تودېدو رفتار دوچنده زیات شوی. د ماحولياتو ماهرين دا رپورټ د اندېښنې وړ بولي او وايي د سمندرونو تودېدل د نیزدې سيمو د ډوبېدو سوب ګرځي. تفصیل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
د سياسي چارو څيړونکي وايي د افغان طالبانو په پاکستان کې د داعش خراسان مرکزونو دعوې او د اسلام اباد له خوا د ټي ټي پي په افغانستان کې موجودګۍ باندې اندېښنې په منطقه کې يوه دوه مخې لوبه په ډاګه کوي چې زيان يې د پولې دواړو خواو ته مېشتو ولسونو ته رسېږي.
نن د سپتمبر 28مه د خبرونو نړيواله ورځ «ريښتيا غوره کړه» تر سرخط لاندې لمانځل کېږي چې مقصد يې په مېډيا د باوري او ريښتيا خبرونو خپرولو ارزښت ته وده ورکول دي. پاکستان کې د صحافتي چارو پوهان او د رسنيو مشران دا ورځ په خلکو کې د پوهې خپرولو دپاره مهمه بولي. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر تازه درې مياشتنی رپورټ ښيي د تېر 2023 کال په نسبت افغانستان کې امنيتي پېښې 53 فيصده زياتې شوې دي. د افغان چارو څېړونکي وايي په هېواد کې مکمل امن لا نه شته او د وسلوالو ډلو له خوا د هېواد دننه او بهر امنيت ته د زيان رسولو خطر لا هم وجود لري. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
افغان تاجران وايي د تيرا راجګل سيمې کډوالو لخوا د پاکستان او افغانستان ترمنځه د تورخم تجارتي لارې تړل کېدو په نتيجه کې د مالي زيان سره مخ شوي دي. دوی وايي که د دوه اړخيزه تجارت ښه کولو او په دې کې راولاړ شوي خنډان لرې نه کړل شو، نو پاکستان به د افغانستان منډۍ د لاسه ورکړي
نور کتل