په واشنګټن کې د ازاداۍ د څارنې ادارې، فریډم هاوس په خپل تازه رپورټ کې پاکستان د چین، برما، روس، ایران او سعودي عربستان په شان هغو هېوادونو په نوملړ کې اچولی، چې ولسونه یې د انټرنټ ازادي نه لري.
د اسرایل او حماس د جګړې پر سر لاریونونه په ټوله امریکا کې د پولیسو او رسنیو ترمنځ د شخړو د ډیرېدو لامل شوي. پولیس او خبریالان دواړه د خپل کار یا دندو له وجې لاریونونو ته وځي خو خبریالان وايي، چې پولیس اکثره دوي د خپلو کارونو نه منع کوي.
اسرایل وایي دفاعي ځواک، امنیتي ایجنسۍ او پولیسو یې د غزې په مرکزي نصیرات سیمه کې عملیات کړي او څلور هغه کسان یې ژوندي ژغورلي چې حماس یرغمل کړي وو. بل اړخ ته یې په غزه کې بمبارۍ ته دوام ورکړی. تفصیل نصرالله خان وړاندې کوي:
په امریکا کې ډیر سټینډ اپ کامیډین د هیواد د بیان په آزادۍ کې ریښې لري. په کلیفورنیا کې، دا د مهاجرینو کامیډینې هم د خلکو پام ځان ته اړولی چې کوښښ کوي د خپلې نظریې او فکر په ښکاره کولو سره خلک وخندوي. د وي او اې جینییا ډیولوټ راپورتفصیل د نصرالله خان په غږ کې.
پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د خالي یا شنبې په ورځ لیبرټیرینز ته خپله وینا کې د خپل صدارتي امیدوار په توګه له سختو شکونو سره مخ شو. بل اړخ ته صدر جو بایډن په ویکینډ باندې د پاس کیدونکو کیډیټانو ته خپلو وینا کې هغه د امریکا د جمهوریت ساتونکي وبلل.
ارټیفېشل انټیلېنجس یا مصنوعي ذهانت د امریکا په سیاست کې د فنډ راغونډولو نه تر سیاسي تشهیر پورې استعمالیږي. د وي او خبریال سکاټ سټرنز د رپورټ تفصیل نصرالله خان وړاندې کوي
د امریکا کانګرس د اوکراین او نورو اتحادیانو د وسلو لپاره د اضافي پیسو د ورکړې پر قانون له پریکړې کولو پرته وقفه اخیستی. ریپبلکن چې د پیسو مخالفت کوي وايي کانګرس باید خپلې پیسې د کورنیو اندیښنو لپاره مصرف کړي، خو په دې کې زیاتره پیسې هیواد کې دننه خرچ کیږي.
امریکا د پوتین مخالف سیاسي رهبر الېکسي نوالني د مړینې پړه پر ماسکو اچولې امریکا د روس په یوه لیرې پروت زندان کې د روس د اپوزیشن مشر الیکسي نوالني د مړینې پړه پر ماسکو اچولي. نوالني چې په کومو جرمونو کې د ډیرې مودي لپاره بندي دی په هغوي کې د انتهاګرۍ تور هم دی.
په علاقایي ژبو کې د تعلیم په اړه د خېبر پښتونخوا د ابتدایي تعلیم د څانګی مرستیال ډایریکټر وویل چې هیوادونو ترقي په خپله ژبو کې کړې. او په دې اړه یې د چین مثال هم ورکړو او وايي چې روس، چین، جاپان او داسې نورو هیوادونو کې انګرېزي نه ویل کیږي
افراسیاب خټک : د پاکستان غریب خلک څه ماران خو نه دي چې په خاورو به پالي دا خبره سیاستوال او پخواني سېنټر افراسیاب خټک د وي او اې ډیوه په هېلو وي او اې خپرونه کې د ورلډ بینک وروستي په اړه کړې ده. دغه رپورټ وایي، چې په پاکستان کې د ټولې آبادۍ 40 فیصده برخه د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي.
اسرایل او فلسطینیان د اوسلو د سولې د تړون په اړه چې ۳۰ کاله مخکې شوی و څه نظر لري؟
ایشین کرکټ کونسل (اې سي سي) دپاکستان کرکټ بورډ له نیوکې وروسته د ګل یا دوشنبې ورځ هم د دواړو ټیمونو ترمنځ د امکاني لوبې لپاره ټاکلې وه
د باران د لاسه ودرول شوی مېچ د ګل، دوشنبې، په ورځ هم د هغه ځاۍ نه پیل شو په کوم ځای چې ودریدلی و. په دریم نمبر راوتي د هند لوبغاړي ویرات کوهلي 122 رنزه جوړ کړل او کې راهول 111 رنز جوړ کړل.
په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې څیړونکي ایمل خټک وویل چې صدر ډیر کمزوري یا معذرت خوا رویه خپله کړی. ښاغلي وویل چې صدر د یو هیواد ډیر مظبوطه عهده وي. صدر ډیر بې وسه او لاچاره ښکاري. که چا خبره نه وي منلي نو پکار ده چې ایکشن واخلي نه چې ژړا کوي
د کوم خاص ګوند، تنظیم، مذهب یا د ژبې خلک په جبر لادرکه کړی کیږي او کنه، دا مسئله په پاکستان کې عامه ده.
نور کتل