د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان وايي د بجلۍ د زياتو قېمتونو په ضد به احتجاجي تحريک پېل کوي۔ اېمل ولي وويل په پښتونخوا کې د ضرورت نه دوه چنده زياته بجلي پېدا کيږي خو بيا يې هم خلک په ګنټو ګنټو د بجلۍ د نشتوالي له کبله له ستونځو سره مخ دي. نور حال د ارشد مومند په رپورټ کې:
په پښتونخوا کې د مومند ډېم په منصوبه کې د راغلي کلي پټي بانډې اوسېدونکي وايي ضلعي انتظاميي تېره شپه د دوی کورونه وران کړي او په دوی يې تشدد کړی. وایي حکومت ورته ټاکلې معاوضه نه ورکوي او په زوره له کورونو ويستل کېږي. د حکومت په دې اړه ميډيا ته څه نه دي ويلي. تفصیل د ارشد مومند په رپوټ کې:
د مومند ډېم د جوړېدو پرانسته په کال 2019م کې د هغه وخت وزير اعظم عمران خان کړې وه. د ډېم جوړولو ټېکه ډېسکان او د چين يوې کمپنۍ ته ورکړل شوې وه
پاکستان کې د تيرو څو ورځو راهسې انټرنېټ سست شوی يا سوکه شوی دی، چې له امله یې نه يواځې انلاين يا په انټرنېټ کاروبار کوونکي، عام خلک او خبريالان هم شکايت کوي
مطبوعات وايي په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې انټرنېټ ډېر ورو شوی دی. خبريالان وايي د انټرنېټ مسلې د وجې دوی نه شي کولی خپلو ادارو ته په وخت خبرونه، عکسونه او ويډيو رپوټونه وليږي. څيړونکي وايي د انټرنېټ رفتار راکمول د رایې د اظهار په ازادۍ يو بل قدغن ښکاري. نور حال د ارشد مومند په دې رپورټ کې:
څېړونکي وايي په پښتونخوا کې د وسلوالو بريدونه خونړي شوي او وسلوال تر پوليسو عصري وسلې لري. پوليس وايي دوی صوبايي حکومت ته د عصري وسلې خواست کړی او زر به یې تر لاسه کړي۔ د صوبايي حکومت چارواکي وايي په بجټ کې يې د پوليسو د پاره اووه اربه روپۍ مختص کړې دي. نور حال د ارشد مومند په رپورټ کې:
څېړونکي وايي په وروستيو کې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوې او په راتلونکي کې د ترهګرۍ پېښې نورې زياتېدل هم امکان لري. حکومتي چارواکي وايي دوی د ترهګرۍ ضد عملياتو د پاره د پوليس او سي ټي ډي مرستې کوي. نور حال د ارشد مومند په رپورټ کې:
څېړونکي وايي په پاکستان کې د بدامنۍ پېښو زياتېدو سره د افغان طالبانو او پاکستان اړيکي ترينګلې شوې دي. پاکستان د بنو د بريد وروسته په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ته احتجاج کړی او د بنو په بريد کې ککړو وسله والو پرضد د اقدام غوښتنه يې ترې کړې ده. نور حال د ارشد مومند په رپورټ کې:
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په ۲۲م جون په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزمِ استحکام په نوم د نوو عملياتو منظوري ورکړې ده خو د ملک بیلابیلو سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنې ددې عملیاتو په کلکه مخالفت کوي اؤ دریځ لري چې د پوځي عملیاتو پځای دې ریاست د ترهګرو ډلو سره د پټو معاملو نه لاس واخلي
د پښتونخوا حکومت خبرداری ورکړی په صوبه کې د ترهګرۍ بريدونو له وجې ګواښونه زيات شوي او وسلوال امنيتي کارکوونکي او افسران تښتولی او په نخښه کولی شي. څېړونکي وايي ښکاري په وفاقي او صوبايي حکومتونو او په مېډيا کې د دې مسلې په اړه سنجيدګي نه شته. تفصیل د ارشد مومند او ریاض حسېن په رپوټ کې:
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټې د غړي او وتلي شاعر ګیله من وزیر پر مړینه د ټولې نړۍ نه پښتانه په سوشل میډیا د غم او خفګان څرګندونې کوي خو د پاکستان زیاتره رسنۍ پر ګیله من د شوي برید او د هغه په مړینه غلې دي. څېړونکي وایي پاکستاني رسنۍ ازادې نه دي. تفصیل د ارشد مومند په رپوټ کې:
د زيارت په ورځ د باجوړ په ناوګۍ سیمه کې ځايي خلکو احتجاجي مظاهره کړې او د رياست نه يې د امن د ټينګښت غوښتنه کړې ده
د سوات په مدین سیمه کې د مذهب د سپکاوي په نوم د یو تن له وژل کېدو وروسته څېړونکي وایي داسې پېښې د سوات د سېلګرۍ صنعت متاثره کولی شي. څېړونکي وايي سوات د مېلمه پالنې دپاره مشهوره ده اؤ دغلته له دې وړاندې کله هم د مذهب د سپکاوي په نوم داسې پېښه نه ده شوې. تفصیل د ارشد مومند په رپوټ کې:
نور کتل