پہ پخوانۍ قبایلي ضلع کورمہ کې د ځمکې پہ سر شورو شوې جګړې د مسلکي یا فرقه ییز جنګ رنګ اخیستی او تر اوسہ پورې د دواړو خواوو 31 کسان وژل شوي او قابو 80 نور ژوبل شوي دي، نن پېښور کې شيعه او سني علماوو او مشرانو خبري غونډہ کړې ده، عثمان خان يې درتہ تفصيل درکوي:
د نړۍ پہ شپاړلو ھیوادونو کې د ایک ډي آر ټایفایډ یا نوې میعادي تبې نخښې موندل شوې چې پکې جراثیم د تبو عامو دوایانو تہ مزاحمت کوي. د صحت ډېرو نړوالو ادارو د انټي بایوټیک دوایانو د زیات استعمال لہ املہ د تبې د جراثیمو وړاندې د دې په غېرموثرہ کېدو اندېښنې ښودلې دي. تفصیل د عثمان خان په رپوټ کې:
د پښتونخوا اسمبلۍ روانه غونډه کې ځینو غړو په پوله د افغانستان سره د تجارتي لارو په دوامدار بنديز کلکې نیوکې کړې او دا يې ویلي د دې تجارتي لارو بندېدو له وجې د ټولې پښتونخوا ولس ته سخت مالي زيانونه اوښتي دي او د خلکو روزګار يې هم تروړلی دی. په دې اړه نور تفصېل عثمان خان وړاندې کوي:
اپوزیشن ګوندونه او حکومتي ګوند تحریک انصاف د قامی اسمبلۍ د ودانۍ دننه په عامو جامو کې د پولیسو د چاپې پہ کشاله تر څه حدہ پہ یو دریځ ولاړ وؤ او دا یې په جمهوریت او د پارلیمان په خپلواکۍ ګزار وبللو
په 11م ستمبرکال 2001 امریکا کې د ترهګرو بريدونو 23 کاله وروسته هم د ترهګرۍ ضد نړيواله جګړه کې مهم اتحادي پاکستان کې تر اوسه ترهګري نه ده ختمه شوې. څیړونکي د دې علت د پاکستان د ریاست هغه تګلارې بولي، د 9/11 د پېښو وروسته پيل شوې ناامنۍ او ترهګرۍ څخه تر ټولو زياته پښتنه سيمه اغېزمنه شوې ده.
د امریکې خارجه وزارت وایي د ترهګرۍ ضد جګړه کې به د پاکستان سره اوږه په اوږه ولاړه وي. د پاکستان نايب وزيراعظم اسحاق ډار د امریکايي سفير ډونلډ بلوم سره ليدنه کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا نه مرستې غوښتي دي. تفصیل د عثمان خان په رپوټ کې:
پاکستان کې څېړونکي وايي په تېر کې چې د ملک په بېلابېلو برخو خصوصاً پښتونخوا کې څومره پوځي عمليات شوي څه ګټي يې نه دي راوړې. دوی وايي پوځي اپريشن بغير د ولسي ملاتړ او سياسي جوړجاړي نه شي کاميابېدلی. په دې اړه د څېړونکو نظر د سيمې نه د ډيوه خبريال عثمان خان راکوي:
ملګرو ملتونو له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو په ویستل کېدو اندېښنې ښکاره کړي او وایي په لویه کچه د کډوالو وېستلو منصوبه د خفګان وړ ده. پېښور کې افغان کډوال وايي له پاکستانه د کډوالو د ویستل کېدو ګنګوسو اندېښمن کړي او وایي دوی سره دې په بشري بنياد چلند وشي. تفصیل د عثمان خان په رپوټ کې:
پاکستان کې پالیسي ريسرچ اينډ ايډوايزري کونسل نومې ادارې په وروستیو کې له حکومته غوښتي د سود شرحه دې د 17.5 فيصده پوري راکمه کړي. تېرو دوو کلونو کې حکومت د سود کچه د 24 فيصده ته پورته کړې وه. اقتصادپوهان وايي د سود زياته کچه دې اوس راکمه کړی شي. تفصیل عثمان خان وړاندې کوي:
تحریک انصاف د جولای پہ شپږوشتمہ ټول پاکستان کې له اډیاله زندانه د خپل بندي مشر عمران خان د خوشي کولو دپارہ احتجاجي مظاهرې کړې دي، د پارټۍ کارکنان یې تور پورې کوي چې هغه پہ سیاسي قضیو کې ګېر دی او له بنده دې خوشي کړی شي. د پېښور مالګو منډۍ نہ د یو احتجاج حال د ډیوہ خبریال عثمان خان وړاندې کوي:
د پښتونخوا په بنو کې د امن په ولسي پاڅون شوو پرونیو ډزو کې د اوښتې مرګ ژوبلې خلاف د بنو تاجرانو او ځایي خلکو احتجاجي پرلت وهلی او ټوله صوبه کې وکيلانو د عدالتي کاروايۍ نه بایکاټ کړی. د پښتونخوا وزيراعلا د بنو د پېښې د هر اړخيزه پلټنو دپاره د کمېشن جوړولو اعلان کړی. تفصیل د عثمان خان په رپوټ کې:
په ۹م اکتوبر کال ۲۰۱۲م په ملالې یوسفزۍ له وسله وال برید وروسته ملګري ملتونه هر کال دوولسمه جولایي د ملالې یوسفزۍ د ورځې په توګه نمانځي خو تعلیمي پوهان وایي په سیمه کې لا د جینکو تعلیم ته پېښ ګواښونه پوره نه دي ختم شوي. تفصیل د مدثر شاه او عثمان خان په رپوټ کې:
خبريالان وايي وړاندې نه په پاکستان کې ازاد صحافت د ستونزو سره مخ دی او د مرکزي حکومت له خوا استخباراتې ادارې ته د خلکو ټيلیفونونو ريکارډ کولو اجازې ورکولو سره به په مجموعي توګه صحافت او په خصوصي توګه تحقيقاتي رپورټنګ ته زيان ورسېږي
په دې وروستیو کې د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکو خپل دا تورونه سیوا کړي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه د افغانستان له خاورې جوړیږي اؤ ترهګر په افغانستان کې خوندي ځالې لري
نور کتل