څیړونکي وايي پاکستان تحریک انصاف چې کله اپوزیشن کې وي نو د بشري حقونو اؤ جمهوریت پرضد معاملو باندې غږ پورته کوي خو خپل حکومت کې بیا په داسې مسلو غلی وي لکه چې اوس عمران خان د سیاسي قیدیانو د رهایي خبره کوي
مذهبي عالمان وایي کورمه کې د ډیر پخوا نه تاو تریخوالی راروان دی. خو هیڅ کوم حکومت دغلته میشت د بیلا بیلو قبیلو ترمینځه د شخړو د هواري د پاره کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.
د پاکستان غټ اقتصادي ښار کې نيم پوځي ځواک رېنجرز دعوه کړې، د سي ټي ډي پوليس سره په ګډه یې عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان د سوات څانګې درې ملزمان یې نيولي دي.
پاکستان کې د خېر ښېګړې خيراتي ادارې [ايدهي فاونډېشن] خپل هوايي اېمبولنس، الوتکه کورمې ته د مرستو دپاره رسولې ده. د ادارې مشر ويلي، کورمې ته به دوايانې رسوي او سخت ناروغان به هم منتقلوي.
د خېبر پښتونخوا سویلي ضلعې ډېره اسماعیل خان، تحصیل درابن په زړکني سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډي ته نزدې د سړک غاړې بم چاودنه شوی، درې عسکر پکې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان بلوچستان صوبه او د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې تراوسه پورې د پوليو ضد څاڅکو کمپېن نه دی پيل شوی. پاکستان کې پرون د 16م دسمبر راهسې د 22م دسمبر پورې د پوليو ضد قامي کمپېن پيل کړل شوی دی.
په شمالي وزیرستان کې نزدې لس کاله وړاندې د ضرب عضب عملیاتو له امله بې کوره شوي کډوال وايي، د دوی سره چې کومې حکومتي ژمنې شوې وې هغه نه دي پوره شوي، ځکه دوی مجبورا په احتجاج لاس پورې کړی او په شپږمه ورځ په غټ سړک ناست ناست دي.
د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلعه کې په يو وسله وال بريد کې د يو تاڼدار په ګډون دوه پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ د سمندري ځواک پينځو اهلکارو ته د مرګ اورول شوې سزا باندې عمل کول ودرولي خو پرون یې دغه حکم ختم کړی دی.
د پاکستان د خزانې وزير سېنېټر محمد اورنګزېب ويلي، د ملکي اقتصاد ښه کېدو دپاره ګامونه پورته کړل شوي، مثبتې نتيجې یې را روانې دي، او هڅه کولی شي چې دا اوسنی د نړيوالې مالیاتي ادارې [آی اېم اېف] وروستی د پور پروګرام وي.
په پېښور کې په آرمي پبلک سکول د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م په ترهګر برید کې ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي وو
نور کتل
No media source currently available