د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ترمخه د کال 2024 په تېرو لسو میاشتو کې د ترهګرۍ تر ټولو زياتې 948 پېښې په خېبر پښتونخوا صوبه کې رامنځته شوي دي چرته چې د 573 امنیتي سرتېرو په ګډون په کې 924 کسان وژل شوي دي.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، تېره شپه پاکستان د افغانستان د ختيځې صوبې، ولايت پکتيکا د بېرمل ولسوالۍ په څلورو ځايونو بمباري کړې، د ښځو او ماشومانو په ګډون یې 46 کسان وژلي دي، دغه خبره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اې اېف پي خبري ادارې ته کړې ده.
د پاکستان پوځ دعوه کړې، تېره شپه یې د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې یې عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان 13 وسله وال یې وژلي دي. د پاکستان حکومت او پوځ تحريک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، په پاکستاني کمپنيانو د امریکې بنديزونه لګول بې ځايه دي. امریکې تېره اوونۍ پاکستان د لرې فاصلې يا واټن پورې ویشتونکي بېلسټیک میزایل د پروګرام اړوند ادارو باندې نوي بندیزونه لګولي، چې پکې د دې پروګرام څارونکې دفاعي اداره هم شامله ده.
د پښتون قومي جرګې وياند وايي، ملک نصير احمد کوکي خېل سره د دوو نورو مشرانو د خېبر ضلعې د پوليسو دفتر ته ورغلی او چې دوی د هلته نه بهر وتل، پوليسو نيولي دي.
د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي د کابل په سفر کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزير سره ليدلي، دواړو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د "شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو بحث" کړی دی.
پاکستان کې روان کال [2024م] کې د پوليو 65مه پېښه رپورټ شوه، تازه پېښه هم بلوچستان صوبه کې معلومه شوه. پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو تر ټولو زياتې پېښې هم په بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي دي.
د خېبرپښتونخوا د صوبايي کابينې په غونډه کې ويل شوي، د صوبې د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې، کورمې ته د ځمکنۍ لارې بحالولو په لړ کې به د پاړاچنار روډ خوندي کولو دپاره ځانګړی پوليس ځواک جوړولی شي.
نور کتل
No media source currently available