د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، په پاکستاني کمپنيانو د امریکې بنديزونه لګول بې ځايه دي. امریکې تېره اوونۍ پاکستان د لرې فاصلې يا واټن پورې ویشتونکي بېلسټیک میزایل د پروګرام اړوند ادارو باندې نوي بندیزونه لګولي، چې پکې د دې پروګرام څارونکې دفاعي اداره هم شامله ده.
د پښتون قومي جرګې وياند وايي، ملک نصير احمد کوکي خېل سره د دوو نورو مشرانو د خېبر ضلعې د پوليسو دفتر ته ورغلی او چې دوی د هلته نه بهر وتل، پوليسو نيولي دي.
د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي د کابل په سفر کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزير سره ليدلي، دواړو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د "شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو بحث" کړی دی.
پاکستان کې روان کال [2024م] کې د پوليو 65مه پېښه رپورټ شوه، تازه پېښه هم بلوچستان صوبه کې معلومه شوه. پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو تر ټولو زياتې پېښې هم په بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي دي.
د خېبرپښتونخوا د صوبايي کابينې په غونډه کې ويل شوي، د صوبې د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې، کورمې ته د ځمکنۍ لارې بحالولو په لړ کې به د پاړاچنار روډ خوندي کولو دپاره ځانګړی پوليس ځواک جوړولی شي.
د پاکستان صدر او وزيراعظم په داسې وخت کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي چارو په اړه غږېدلي، چې د څيړونکو په خبره، پاکستان دا وخت د دغو ټولو مشکلاتو سره مخ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د 2023م کال په نهم مې مظاهرو کې د لاس لرلو په تور ملکي کسانو ته د پوځي عدالتونو لخوا د سزاګانو اورول کېدو باندې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د خېبرپښتونخوا ګورنرفېصل کريم کنډي چې خپله هم د صوبې د جنوبې ضلعې ډېره اسماعیل خان دی ويلي، "د مازيګر وروسته د خېبرپښتونخوا په جنوبي سيمو کې ترهګر، وسله وال د اکثرو علاقو کنټرول سمبالوي"، د امنيت په وجه د کوره وتل ممکن نه وي
د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق په مشرۍ د حکومتي او مخالفه ګوندونو ترمنځ د مذاکراتي کمېټيانو لومړۍ غونډه په اسلام اباد کې وشوه، د مخالفه ګوند [پاکستان تحریک انصاف] او نورو ګډې کمېټۍ خپلې غوښتنې وړاندې کړي دي.
د امریکې په کېلیفورنیا رياست کې مېشتو پښتنو د پښتون ژغورنې غورځنګ په استازیتوب د پښتونخوا په خېبر کې د ۱۲م اکتوبر د قومي جرګې په ملاتړ غونډه وکړه، د خېبر د جرګې د ملاتړ سره یې د کمېټيانوجوړولو او بهر هیوادونو کې د فعاليتونو سېوا کولو وويل.
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع بنو په جاني خېل کې ځایي خلکو د روانې بدامنۍ او ترهګرۍ په نوم د ترسره کېدونکو ممکنه پوځي عملیاتو پر ضد لویه ولسي غونډه کړې چې پکې د ناامنۍ او د ترهګرۍ د پېښو غندنه شوې ده.
نور کتل
No media source currently available