د تورخم دروازې پرانستو لپاره د افغانستان او پاکستان د دواړو خواو ولسونو او سوداګرو ترمنځ شوې جرګې پرمخ تګ د ځنډ ښکار شوی دی. د جرګې ځنډېدو له کبله، تورخم دروازه په 20مه ورځ هم د مسافرو تګ راتګ او دوه اړخيزه تجارت لپاره په مکمله توګه تړلې پرته ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وويل، بلوچستان کې په جعفر اېکسپرېس برید کې د افغانستان خاوره کارول شوې او د پېښې په وخت هم معلومه شوې، چې رابطې هم افغانستان کې موجودو خلکو سره کېدې. له دې وړاندې د پاکستان پوځ هم دغه رنګه دعوه کړې خو په افغانستان کې واکمن طالبانو دغه دعوې په کلکه رد کړي دي.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وايټ هاوس په اوول افس نومې خپل دفتر کې خبریالانو ته وویل دا اوس چې "مونږ خبرو کوو" روس ته "خلک روان شوي دي" او امید دی چې "د روس نه ډز بندي ترلاسه کولی شوو."
د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په 11م مارچ بولان سيمه کې په مسافر اور ګاډي جعفر اېکسپرېس باندې شوي برید کې د وژل شوو 25 جسدونه مچ سيمې ته منتقل کړل شوي دي.
ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وايټ هاوس په اوول افس دفتر کې خبریالانو ته وویل دا اوس چې "مونږ خبرو کوو" روس ته "خلک روان شوي دي" او امید دی چې "د روس نه ډز بندي ترلاسه کولی شوو.
د صوبایي حکومت له لوري د خپور کړل شوي بیان له مخې غونډې ته د وینا په مهال وزیراعلا سرفراز بګټي ویلي چې په بېګناه مسافرو برید د زغملو نه دی اؤ امنیتي چارواکو ته یې د وسله والو پرضد د سخت اقدام امر کړی دی
په درامداتو د نوي ټېکسونو په اعلامیه کې ټرمپ وویل د سټیل په درامداتو کې عدم توازن د امریکې د قومي امنیت دپاره خطر و.د امریکايي اقدام په جواب کې یورپین یونین د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د اپرېل د میاشت نه به د امریکې د ۲۸ بېلین ډالرو مالیت په درامداتو ټېکسونه ولګوي
د بلوچستان صوبې د صحت د وزیر بخت محمد کاکړ نه د ډیوه خبریال حفیظ الله ستوري شېراني وپوښتل د جعفر ایکسپریس په پېښه کې څومره مرګ ژوبله اوښتې ده خو هغه دغه شمیرې روښانه نه کړې اؤ وې ویل دا حساس معلومات دي چې په دې وخت کې له ميډیا سره نه شي شریکېدای
نور کتل
No media source currently available