په اسلام اباد کې افغانې فعالانې وايي چې د پولیسو هره ورځنۍ چاپې د دوی ژوند لا سخت کړی دی. دوی زياتوي چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره پاکستان ته راغلې وې، خو دلته هم ځانونه خوندي نه ګڼي.
د کورنیو چارو وزارت چارواکو د دې يو شمېر علتونه په ګوته کوي چې په کې د توان ستونزې او ورسره په خلکو کې د ساېبر قوانینو او د تحقيقاتي اېجنسيانو په اړه مالوماتو کمې شامل دې.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير پېښور کې د سياسي ګوندونو مشرانو سره ليدنه کې ويلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ یوازینۍ ستونزه د تحريک طالبان پاکستان هلته موجودګي او د پولې د پولې غاړې افغانستان څخه پاکستان کې ترهګري کېدل بللي دي.
افغانستان کې د واکمنو طالبانو اسلام اباد کې سفارتخانې ويلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مشرې ته یې پايتخت اسلام اباد او جوخت پروت ښار پېنډۍ کې د افغانانو په نيولو او ځورولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مرکزي او صوبايي حکومتونو ټينګار کړی چې په ملک کې کوم 22.8 ميلينه ماشومان د سکولونو نه بهر دي، هغوی دې داخل کړل شي چې په وروستيو کې پيل کړل شوې تعلیمي اېمرجنسۍ هدف ترلاسه کړل شي.
امریکې او قطر د نهې، سه شنبې په ورځ ویلي، د اسرايل او حماس ترمنځ د جنګ بندۍ خبرې لوظنامې ته نزدې دي، که څه هم په وروستيو تفصيلاتو یې اوس هم کار روان دی.
د هند په جنوبي ریاست کیراله کې پولیسو په یوه ۱۸ کلنه پېغله پرله پسې پینځه کاله د جنسي تیري په تور ۴۴ کسان نیولي دي.
پاکستان د 2024م کال د پولیو بله پېښه د سیند صوبې جېکب اباد سیمه کې مالومه شوہ، د تېر کال د پولیو د پېښو ټوله شمېرہ 71 ته ورسېدہ.
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ اېم اېس اېن بي سي، ټېلې وېژن ته وویل د پخوا به پرتله دا وخت معاهده زیاته نږدې شوې او دا چې بال د حماس په لاس کې دی
پښتونخوا اسمبلۍ وفاق او نورو صوبو ته په يو قرارداد کې ويلي، د پخوانۍ فاټا پښتونخوا صوبې سره ضم کېدو په وخت چې کومې وعدې شوې وې هغه نه دي پوره شوي، دغه قرارداد په متفقه توګه منظور کړل شوی، د وفاق او نورو صوبو نه غوښتنه شوې چې د وعدې مطابق دې د ضم شوو ضلعو د پرمختګ د پاره فنډونه جاري کړی شي.
نور کتل