د تورخم دروازه په څلورمه ورځ هم بنده پرته ده، خو د پولې بندېز په اړه پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو ترمنځ ناسته کې ویل شوي، پاکستان به خپلې غاړې ته په تورخم کې هيڅ نوې پوستې يا ودانۍ نه ده جوړه کړې او که په شته ودانيو کې څه کار کېږي نو بل لوري ته به دغه معلومات د وړاندې نه ورکولی شي.
د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره په پوله پرتې خېبر ضلعه کې یې عمليات کړي، لس وسله وال یې وژلي دي.
د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعه ډېره اسماعيل خان کې د پاکستان پیپلز ګوند د ډېره اسماعیل خان ډویژن مشر او وتلی وکیل، قیضار خان میانخېل، نامالومو وسله والو سره د سرکاري ساتونکي او شخصي ملازم تښتولی دی.
د افغانستان سره په پوله پرتو د خېبرپښتونخوا ناارامه سیمو شمالي او جنوبي وزيرستان کې په دوه بېلابيلو پېښو کې لږ تر لږه څلور پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي، د دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ غټه لاره تورخم په درېيمه ورځ هم تړلې پرته ده. سوداګر وايي، دا مسله د دوی د وسه وتلې خبره ده، دواړه طرفته بهانې جوړوي او د تورخم د بنديز له امله د تاوان هډ سر نه دی معلوم، وخت په وخت لارې بنديږي، او تاوانونه کيږي.
د پاکستان پوځ ويلي، د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه ډېره اسماعيل خان کې یې په دوه ځايونو کې عملیات کړي، اووه وسله وال يې وژلي دي.
د کورمې د مندوري او اوچت سيمو خلک وايي پوځيانو او اېف سي عسکرو نن د جمعې په ورځ په سیمه کې د لټونې عمليات پېل کړي او کور په کور ګرځي، وسلې راغونډوي او شکمن خلک اوچتوي
د ولسي پاڅون په نوم د راجوړ شوي احتجاج غړی اؤ وکیل مرید حیات ډیوه ته ویلي"موږ ته ویل شوي وو چې زموږ ۱۶ غوښتنې منل شوي، خو تر اوسه پرې هېڅ عمل نه دی شوی. برعکس، زموږ د ‘ولسي پاڅون’ مهم غړی صمد لالا نیول شوی او ورباندې جعلي مقدمې جوړې شوې دي.
د پاکستان پوځ او وسله وال وخت په وخت یو بل ته د نقصان رسوولو خبرونه ورکوي خو د مطبوعاتو دپاره ممکنه نه وي چې په ازاده توګه یې د کره والي تصدیق وکړي ځکه چې په کومو سیمو کې پوځ عملیات کوي هلته خبریالان د ورتګ اجازه نه لري
په سمدستي توګه د ملک عبدالخالق د وژنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په قبایلي ضلعو کې په قامي مشرانو اؤ امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده
څيړونکي وايي، د وفاقي او صوبایي هڅو باوجود، پاکستان کې شاوخوا ۲۶ لکه ماشومان د سکولونو څخه بهر دي، علتونه یې د فنډونو د کمي پشمول د ځينو سمیو خرابه امنتې وضعه او د سکولونو خراب حالت دی.
نور کتل