پاکستاني چارواکو ويلي، په ليبيا کې د کشتۍ ډوبېدو په پېښه کې د مړه شوو شپږو نورو پاکستانيانو مړي پښتونخوا ته راوړل شوي دي. د پاکستان مرکزي وزير رياض حسېن پيرزاده ويلي، د نورو مړه شوو جسدونه به هم زر وطن ته بيرته راوړل شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره چې د جمعې په شپه تړل شوې، تراوسه تړلې پرته ده، دواړو خواو ته په لويه شمېره کې مسافر او ورسره مال وړونکي ګاډي ایسار شوي دي. په پوله ګېر خلک وايي، دواړه هيوادونه یې خپلمنځني ستونزه هواره کړي، د عامو خلکو او سوداګرو مشکلات دې ختم کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشران وايي، د پښتنو د حقونو لپاره راپورته شوی دا غورځنګ په وروستيو کې یو ځل بیا د ریاستي ادارو د سخت فشار لاندې دی. دوی وايي د تېرو څو اوونیو راهیسې د غورځنګ پر فعالانو چاپې وهل کيږي او ګڼ شمېر غړي یې نيول شوي دي.
د تورخم دروازه په څلورمه ورځ هم بنده پرته ده، خو د پولې بندېز په اړه پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو ترمنځ ناسته کې ویل شوي، پاکستان به خپلې غاړې ته په تورخم کې هيڅ نوې پوستې يا ودانۍ نه ده جوړه کړې او که په شته ودانيو کې څه کار کېږي نو بل لوري ته به دغه معلومات د وړاندې نه ورکولی شي.
د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره په پوله پرتې خېبر ضلعه کې یې عمليات کړي، لس وسله وال یې وژلي دي.
د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعه ډېره اسماعيل خان کې د پاکستان پیپلز ګوند د ډېره اسماعیل خان ډویژن مشر او وتلی وکیل، قیضار خان میانخېل، نامالومو وسله والو سره د سرکاري ساتونکي او شخصي ملازم تښتولی دی.
د افغانستان سره په پوله پرتو د خېبرپښتونخوا ناارامه سیمو شمالي او جنوبي وزيرستان کې په دوه بېلابيلو پېښو کې لږ تر لږه څلور پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي، د دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ غټه لاره تورخم په درېيمه ورځ هم تړلې پرته ده. سوداګر وايي، دا مسله د دوی د وسه وتلې خبره ده، دواړه طرفته بهانې جوړوي او د تورخم د بنديز له امله د تاوان هډ سر نه دی معلوم، وخت په وخت لارې بنديږي، او تاوانونه کيږي.
د پاکستان پوځ ويلي، د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه ډېره اسماعيل خان کې یې په دوه ځايونو کې عملیات کړي، اووه وسله وال يې وژلي دي.
د کورمې د مندوري او اوچت سيمو خلک وايي پوځيانو او اېف سي عسکرو نن د جمعې په ورځ په سیمه کې د لټونې عمليات پېل کړي او کور په کور ګرځي، وسلې راغونډوي او شکمن خلک اوچتوي
د ولسي پاڅون په نوم د راجوړ شوي احتجاج غړی اؤ وکیل مرید حیات ډیوه ته ویلي"موږ ته ویل شوي وو چې زموږ ۱۶ غوښتنې منل شوي، خو تر اوسه پرې هېڅ عمل نه دی شوی. برعکس، زموږ د ‘ولسي پاڅون’ مهم غړی صمد لالا نیول شوی او ورباندې جعلي مقدمې جوړې شوې دي.
نور کتل