د فاکس برنس نیوز سره د ټرمپ مرکه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ریکارډ شوي او د اتوار، یکشنبې، په ورځ به په مکمله توګه نشر کېږي. په مرکه کې هغه ویل خامنايي ته يې خط پرون لېږلی، چې ښښي دا به د شورو، چهارشنبې، ورځ وه
د جمعې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ جج سردار اعجاز اسحاق خان د عافیه صدیقي هیواد ته د راستنولو د خواست اورېدنه یو ځل بیا کړې ده
په درخواست کې ویل شوي چې جنوبي ضلعو څخه ججان، د حساسو ادارو اهلکار او سرکاري افسران تښتول کیږي، چې له امله یې د آیین د بنیادي انساني حقونو نهمې او پنځلسمې مادو سرغړونه کیږي
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ويلي، "د بنو ترهګره پېښه کې ککړ ترهګر پوځيانو وژلي خو د بريد پلانونکي او سهولت کار به هم زر د قانون منګولو ته راوستل شي که هر چرته وي".
خېبرپښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ د پېښو سېوا کېدو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، "جنرل فېض خو دننه (په جېل کې) دی، جنرل باجوه خو بهر دی د هغه نه دې دا پوښتنه وکړل شي" چې وسله وال یې بيرته راوستي وو.
خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت او مرکز کې د پاکستان مسلم ليګ ن حکومت په يو بل تورونه لګوي، چې پښتونخوا کې د ترهګرۍ په لړ کې خپلې زمه وارۍ نه پوره کوي.
د پاکستان پوځ وايي، پرون په څلورم مارچ چې د بنو په پوځي چاوڼۍ کوم بريد شوی، د بريد کوونکو سره نښته کې د پاکستان د پوځ پينځه عسکر وژل شوي او بريد کې 13 ملکي وګړي وژل شوي او 32 نور ژوبل شوي وو. پوځ په بريد کې د افغان وګړو د ککړتيا دعوه هم کړې ده.
نور کتل