خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت او مرکز کې د پاکستان مسلم ليګ ن حکومت په يو بل تورونه لګوي، چې پښتونخوا کې د ترهګرۍ په لړ کې خپلې زمه وارۍ نه پوره کوي.
د پاکستان پوځ وايي، پرون په څلورم مارچ چې د بنو په پوځي چاوڼۍ کوم بريد شوی، د بريد کوونکو سره نښته کې د پاکستان د پوځ پينځه عسکر وژل شوي او بريد کې 13 ملکي وګړي وژل شوي او 32 نور ژوبل شوي وو. پوځ په بريد کې د افغان وګړو د ککړتيا دعوه هم کړې ده.
د بنو د لوی هسپتال، اېم ټي ايي، ترجمان نعمان خان وي او ای ډیوه د نهه کسانو د وژل کېدو او د ۲۰ کسانو د زخمي کېدو تصدیق وکړو. هغه وویل وژل شوي او زخمیان د ښځو او ماشومانو په شمول ټول ملکي خلک دي
د پاکستان په دوه صوبو خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې په څلورو ورځو کې درې ځانمرګي بريدونه شوي، په دغو کې يو ځانمرګی بريد ښځې کړی دی.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي وو، د تورخم په پوله ډزو کې یو طالب جنګیالی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د امنيتي چارواکو په وينا، دا بريدونه د ګل، دوشنبې، د شپې په تياره کې ترسره شوي چې وسلوالو په کې درنې وسلې او راکټ لانچرونه کارولي. د بريدونو پر مهال د ډزو سخته ډزو تبادله شوې ده
خېبرپښتونخوا کې د تېرو پينځو ورځو راهسې په دمې دمې سره د بارانونو لړۍ روانه ده، د 26مې فرورۍ راهسې تراوسه پورې ترسره شوو بارانونو له امله پېښو کې لږ تر لږه څلور تنه مړه او نهه نور ژوبل شوي دي.
پاکستان کې د تېرې فرورۍ په مياشت کې 79 وسله وال، ترهګر بريدونه شوي، تر ټولو زيات 44 بريدونه پکې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي، په پنجاب کې يو برید هم نه دی شوی.
امنيتي سرچينو وي او اې ډيوه ته نښته تاييد کړې او وايي په تازه نښتو کې درې د پاکستاني اېف سي ځواک عسکر ژوبل شوي دي، يو ځايي تن د ځان خوندي کولو په هڅه کې د زړې دورې له امله مړ شوى او دوه نور عام خلک ژوبل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، "د افغان حکومت سره خبرو دپاره مو په صوبايي کچه د مذاکراتو دپاره جرګه جوړه کړې ده، د مرکزي حکومت لخوا د جرګې د کاري شرطونو (ټي او ارز) د منظورۍ په تمه يو".
نور کتل