د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، د پرمختګ خوب تر هغې نه شي پوره کېدی څو پورې چې هيواد کې امن نه وي راغلی او ترهګرۍ ګواښ په بشپړ ډول نه وي ختم کړل شوی.
د خېبرپښتونخوا چارسدې ضلعې پولیس وايي، لاره کې د کټ اچولو په سر شخړه شوې، د دوه فريقېنو ترمنځ ډزو کې پينځه تنه وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی. پېښې ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ويل شوی چې پښتانه په وړو وړو خبرو يو بل وژني.
صدر زرداري ويلي، "پارليمان دې د توندروه نظريو، تشدد ملاتړ کوونکو وسله والو د مخنيوي دپاره په اتفاق رای جوړولو کې کردار ادا کړي، نن چې ترهګرو ته بهرنی ملاتړ او پيسې ترلاسه کيږي مونږ په هغې خبر يُو، مونږ به ترهګري پرې نه ږدو چې بيا سر راپورته کړي".
د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې په رستم سيمه کې د غېرت په نوم وژنې پېښه کې يوه ښځه، يو کلن تنکی ماشوم او د وژل شوې ښځې خُسر يا سخر وژل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا کوهاټ ضلعه کې نن په لسم مارچ د ترهګرۍ ضد پوليس څانګې سي ټي ډي دوه اهلکار نامعلومه وسله والو په ډزو وژلي دي.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه کورمه ضلعه کې په نيم پوځي ځواک وسله وال بريد شوی، د درېو عسکرو وژل کېدو او څو نورو ژوبلېدو ويل شوي دي.
نور کتل